bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Zechariah 10
Zechariah 10
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 11 →
1
مالِک خُدائ ته په سپرلى کښې د باران دپاره سوال وکړئ. ځکه چې دا مالِک خُدائ دے چې طوفانى وريځې رالېږى. هغه باران ورَوى او د هر چا دپاره په پټو کښې شنۀ بوټى پېدا کوى.
2
بُتان د فريب خبرې کوى، فالګر هغه رويا ګورى چې دروغ وى، هغوئ د خوبونو غلط تعبير کوى، او هغوئ بېفائدې تسلى ورکوى. نو ځکه خلق د ورکو شوو ګډو په شان سرګردانه ګرځى. په هغوئ ځکه ظلم کيږى چې شپون يې نشته.
3
”زما غصه د شپونکو خلاف زياته شوې ده، او زۀ به حکمرانانو له سزا ورکړم، ځکه چې مالِک خُدائ به د خپلې رمې حفاظت کوى، د يهوداه د قوم، او هغوئ به لکه د جنګ د فخر آس جوړ کړى.
4
د يهوداه نه به د ګوټ کاڼے، د خېمې موږے، د جنګ لينده جوړه شى، د هغې نه به هر يو حکمران راشى.
5
هغوئ به يو ځائ لکه د طاقتورو خلقو په شان په جنګ کښې دشمنان د کوڅې په خټو کښې د پښو لاندې کړى. ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ سره دے، هغوئ به جنګ وکړى او د آسونو سوارۀ به لاندې راوغورزوى.
6
زۀ به د يهوداه خلق تکړه کړم او د يوسف قوم به بچ کړم. زۀ به هغوئ بيا آباد کړم ځکه چې زۀ په هغوئ رحم کوم. هغوئ به داسې وى لکه چې کله ما هغوئ نۀ وى رد کړى. ځکه چې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم، او زۀ به د هغوئ دُعا ته جواب ورکوم.
7
اِفرائيميان به لکه د جنګيالو په شان شى، او د هغوئ زړونه به داسې خوشحاله وى لکه چې مے يې څښلى وى. د هغوئ اولاد به دا وګورى او خوشحاله به وى، د هغوئ زړونه به په مالِک خُدائ کښې خوشحاله وى.
8
زۀ به هغوئ ته شپيلے ووهم او يو ځائ ته به يې راغونډ کړم. يقيناً زۀ به هغوئ آزاد کړم، هغوئ به بېشمېره کړم څنګه چې مخکښې وُو.
9
اګر کۀ ما هغوئ په قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړى دى خو په لرې مُلکونو کښې به هغوئ ما ياد ساتى. هغوئ او د هغوئ بچى به ژوندى پاتې شى، او واپس به راشى.
10
زۀ به هغوئ واپس راولم د مِصر نه او هغوئ به د اسور نه راجمع کړم. زۀ به هغوئ راولم جِلعاد او لبنان ته، او هلته به د هغوئ ټولو دپاره کافى ځايونه نۀ وى.
11
هغوئ به د مصيبت د سمندر نه تېر شى، چپې وهونکے سمندر به خاموش شى، او د نيل درياب ژورې اوبۀ به اوچې شى. د اسور غرور به راښکته شى، او د مِصر شاهى طاقت به ختم شى.
12
زۀ به هغوئ له په مالِک خُدائ کښې طاقت ورکړم، او د هغۀ په نوم به هغوئ روان وى،“ مالِک خُدائ فرمائى.
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 11 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14