bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Zechariah 2
Zechariah 2
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 3 →
1
بيا ما بره وکتل، او هلته زما په وړاندې د ناپ تول فيته په لاس يو سړے ولاړ وو.
2
نو ما ترې نه تپوس وکړو چې، ”تۀ چرته روان يې؟“ هغۀ راته په جواب کښې وفرمائيل، ”د يروشلم ناپ کولو له، چې دا معلوم کړم چې هغه څومره پلن او څومره اوږد دے.“
3
نو څۀ وخت چې کومې فرښتې ما سره خبرې کولې هغه مخکښې لاړه نو په دې وخت کښې يوه بله فرښته د هغې سره مِلاوېدو دپاره راغله،
4
او هغې ته يې وفرمائيل، ”په منډه لاړ شه، هغه ځوان سړى ته ووايه چې يروشلم به د دېوالونو نه بغېر ښار وى ځکه چې دې کښې به انسانان او ځناور په ډېر لوئ تعداد وى.
5
او زۀ به په خپله د دې نه ګېرچاپېره د اور دېوال يم، مالِک خُدائ فرمائى، او زۀ به په خپله د دې ښار په مينځ کښې جلال يم.“
6
”راشئ، راشئ. د شمالى مُلک د جلاوطنۍ نه راوتښتئ،“ مالِک خُدائ فرمائى، ”ځکه ما تاسو په ټوله دُنيا کښې څلور واړو طرفونو ته خوارۀ کړئ،“ مالِک خُدائ فرمائى.
7
”اے د صيون خلقو راوتښتئ، څوک چې په بابل کښې جلاوطن شوى يئ.“
8
نو مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى، ”زۀ هغه جلالى خُدائ هغه قومونو ته راولېږلم، چا چې تۀ لوټ کړے يې، ځکه چې هر څوک چې تا سره ولګى نو هغه د خپلې سترګې ګاټى سره لګى.
9
په يقين سره به زۀ خپل لاس د هغوئ خلاف راوچت کړم نو د هغوئ غلامان به هغوئ لوټ کړى. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج رالېږلے يم.
10
چغې ووهه او خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. ځکه چې زۀ راروان يم، او زۀ به ستاسو په مينځ کښې اوسېږم،“ مالِک خُدائ فرمائى.
11
”په هغه ورځ به ډېر قومونه د مالِک خُدائ سره يوځائ شى او هغوئ به زما خلق شى. زۀ به ستاسو په مينځ کښې اوسېږم او تاسو به په دې پوهه شئ چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم.
12
مالِک خُدائ به په مقدسه زمکه کښې يهوداه لکه د خپلې حصې ميراث حاصل کړى او يروشلم به بيا لکه د خپل ښار غوره کړى.
13
اے ټولو انسانانو د مالِک خُدائ په وړاندې خاموش ودرېږئ، ځکه چې هغه په خپله د خپل مقدس ځائ نه راوچت شوے دے.“
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14