bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Zechariah 13
Zechariah 13
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 12
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 14 →
1
”په هغه ورځ به چينه د داؤد د خاندان او د يروشلم اوسېدونکو دپاره کولاو شى چې دوئ د ګناه او ناپاکۍ نه پاک کړى.
2
په هغه ورځ به زۀ د بُتانو نومونه د مُلک نه ختم کړم، هغوئ به نور نۀ ياديږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”زۀ به دروغژن پېغمبران او ناپاکه روحونه دواړه د مُلک نه ختم کړم.
3
او کۀ اوس هم څوک پېشګوئې کوى، د هغۀ پلار او مور، چا نه چې هغه پېدا دے، به هغۀ ته وائى، تۀ به ضرور مړ شې، ځکه چې تا د مالِک خُدائ په نوم دروغ ووئيل. کله چې هغه پېشګوئې کوى د هغۀ خپل پلار مور به يې وڅيرى.
4
په هغه ورځ به پېغمبران په پېشګوئې کولو او په رويا بيانولو شرميږى. د پېغمبرانو په ببره چُوغه اچولو به څوک هم نۀ دوکه کوى.
5
هغه به وائى، زۀ پېغمبر نۀ يم. زۀ زميندار يم، زمکه د ځوانۍ نه زما روزګار دے.
6
کۀ څوک ترې نه تپوس وکړى، دا زخمونه ستا په بدن باندې د څۀ دى؟ هغه به جواب ورکړى، دا زخمونه په ما باندې زما د ملګرى کور کښې لګېدلى دى.
7
اے تُورې، زما د شپونکى خلاف راپاڅه، د هغه سړى خلاف چې زما ملګرے دے.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”زۀ به شپون ووهم، او ګډې به يې خورې ورې شى، او زۀ به خپل لاس د هغوئ خلاف اوږد کړم چې واړۀ دى.
8
په ټول مُلک کښې،“ مالِک خُدائ فرمائى، ”په درېو کښې به دوه مړۀ او تباه شى، درېو کښې به يو پاتې شى.
9
دا درېمه برخه به زۀ اور کښې واچوم، زۀ به دوئ لکه د سپينو زرو په شان صفا کړم او لکه د سرو زرو به يې وآزمائيم. هغوئ به زما په نوم آواز وکړى او زۀ به هغوئ له جواب ورکړم، او زۀ به ووايم چې، دوئ زما خلق دى، او هغوئ به وائى، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے.“
← Chapter 12
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 14 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14