bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
Hebrews 1
Hebrews 1
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 2 →
1
خدای په تېره زمانه کې څو څو ځلې په مختلفو طریقو سره د خپلو پیغمبرانو په وسیله زمونږ د نیکونو سره خبرې کړې دي.
2
خو په دې اخرنیو ورځو کې یې د خپل زوی په وسیله زمونږ سره خبرې کړې دي. هغه زوی چې خدای د ټولو شیانو وارث ټاکلی دی او د هغه په وسیله یې نړۍ پیدا کړه.
3
هغه د خدای د جلال ښکاره کوونکی او د هغه د کامل ذات تصویر دی او هغه ټول کاینات د خپل کلام د قدرت په وسیله ساتي. کله چې هغه خلکو ته د خپلو ګناهونو څخه د بخښنې لاره جوړه کړه، نو هغه په اسمان کې د مطلق قادر خدای ښي لاس ته کښېناست.
4
څرنګه چې مسیح د فرښتو نه ډېر لوی دی، نو خدای چې هغه ته کوم نوم ورکړی دی، هغه هم د هغوی د نومونو نه ډېر لوی دی.
5
ځکه چې خدای هېڅکله کومې فرښتې ته نه دي ویلي: ته مې زوی، زه دې نن پلار شوم. او یا دا: زه به یم د هغه پلار او هغه وي به زما زوی
6
خو کله چې خدای لومړنی زېږېدلی نړۍ ته راولي، نو ورته وایي: د خدای ټولې فرښتې دې د هغه عبادت وکړي.
7
خو د فرښتو په هکله وایي: خدای رالېږي خپلې فرښتې لکه بادونو په شان او خپل خدمتګاران لکه د اور د لمبو په شان
8
خو د خپل زوی په هکله وایي: ای خدایه! تل ترتله به وي ستا د پاچاهۍ تخت او کړې به حکومت په خپلو خلکو باندې د انصاف له مخې
9
ته خوښوې عدالت او کرکه کوې له بدۍ په دې خاطر خدای، یعنې ستا خدای ته یې ستا د نورو ملګرو نه زیات مسح کړی یې د خوشحالۍ په تېلو
10
همدارنګه هغه وایي: ای څښتنه، له شروع څخه دې ایښی ؤ بنیاد د ځمکې او اسمانونه دې کړل جوړ خپلو لاسونو باندې
11
هغوی فنا به شي، خو ته به پاتې شې هغوی به ټول زاړه شي لکه لباس په شان
12
تاو راتاو به کړې هغوی لکه چپنې په شان او بدل به یې کړې لکه لباس په شان خو پاتې کېږې په خپل حال ته مدام او پای به ونه لري هېڅ دا ستا دوران
13
خو خدای هېڅکله هم کومې فرښتې ته نه دي ویلي: کښېنه زما ښي لاس ته ترڅو کړم ستا دښمنان ستا د پښو لاندې
14
ایا ټولې فرښتې خدمتګار روحونه نه دي چې د هغو خلکو د خدمت دپاره رالېږل شوي چې خلاصون به مومي؟
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13