bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
Hebrews 2
Hebrews 2
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 3 →
1
له دې امله مونږ چې څه اورېدلي دي هغو ته باید نور هم پام وکړو، هسې نه چې بې لارې شو.
2
ځکه کوم پیغام چې د فرښتو په وسیله ورکړل شوی ؤ، هغه د باور وړ ؤ او هره ګناه او نافرمانۍ به خپله سزا لیدله.
3
نو له دې امله که چېرې مونږ داسې لوی خلاصون له پامه وغورځوو، بیا څنګه کولای شو چې د هغې د سزا نه وتښتو؟ دا خلاصون اول خپله د څښتن عیسی له خوا اعلان شو او بیا د هغو خلکو له خوا تایید شو چې د هغه خبرې یې اورېدلې وې.
4
همدارنګه خدای هم دا پیغام د خپلو نښو، حیرانوونکو کارونو او ډول ډول معجزو په ښودلو او د خپلې ارادې له مخې د روح القدس د نعمتونو په ورکولو سره تصدیق کړ.
5
نو خدای فرښتو ته دا اختیار ورنه کړ چې په راتلونکې دنیا باندې چې مونږ یې په هکله خبرې کوو، حکومت وکړي.
6
بلکې د خدای د کلام په یو ځای کې لیکل شوي دي: انسان څه دی چې ته یې خیال ساتې؟ فاني انسان چې ته پرې پام ساتې؟
7
تا پیدا کړي هغوی ټیټ له فرښتو نه د لږ وخت دپاره او شان شوکت دې ورته ایښی په سر
8
تا ورکړی واک او اختیار هغوی ته ټولو شیانو باندې دی اوس چې خدای هرڅه د هغوی تابع کړي دي، نو دا ښکاره ده چې نور هېڅ داسې شی پاتې نه دی چې د هغوی په اختیار کې نه وي، خو تر اوسه مونږ نه وینو چې هرڅه د انسان په اختیار کې وي.
9
خو مونږ عیسی وینو چې د هغه مقام د لږ وخت دپاره د فرښتو څخه ټیټ کړای شوی دی، خو اوس د جلال او عزت تاج د هغه په سر ایښودل شوی دی، ځکه چې هغه مرګ وزغملو، ترڅو د خدای د فضل په وسیله د هر انسان په خاطر د مرګ خوند وڅکي.
10
نو خدای دا مناسب وګڼل چې د خالق په توګه چې ټول شیان د هغه دي او د هغه دپاره دي، ډېر زامن جلال ته ورسوي. نو هغه عیسی چې د هغوی د خلاصون د لارې جوړوونکی دی، د کړاوونو په زغملو سره کامل کړي.
11
ځکه څوک چې د خلکو ګناهونه پاکوي او هغه څوک چې ګناهونه یې پاکیږي، دواړه د یوې کورنۍ څخه دي. نو له دې امله عیسی په دې نه شرمیږي چې هغوی ته خپل خویندې او ورونه ووایي.
12
هغه وایي: زه به اعلان کړمه ستا نوم خپلو خلکو ته د دوی غونډه کې به وکړم ستا ثنا او صفت
13
همدارنګه هغه وایي: زه به توکل وکړم په خدای باندې بیا وایي: زه دلته یمه د هغوی د اولادونو سره چې خدای راکړي راته
14
څرنګه چې د خدای اولادونه انسانان دي او د غوښې او وینې څخه جوړ شوي دي، نو عیسی هم د هغوی په شان انسان شو، ترڅو د خپل مرګ په وسیله هغه څوک له منځه یوسي چې په مرګ باندې یې واک درلود، یعنې شیطان
15
او هغه خلک ازاد کړي چې د مرګ له وېرې یې خپل ټول ژوند په غلامۍ کې تېراوه.
16
بې له شکه چې هغه د فرښتو سره د مرستې دپاره نه بلکې د ابراهیم د اولادې سره د مرستې په خاطر راغلی دی.
17
له همدې امله د هغه دپاره په هر لحاظ لازم ؤ چې د خپلو ورونو په شان شي، ترڅو وکولای شي چې خدای ته په خدمت کولو کې یو رحم کوونکی او لوی وفادار کاهن شي او وکولای شي چې د خلکو د ګناهونو کفاره ورکړي.
18
څرنګه چې عیسی خپله د ازمېښت په وخت کې کړاوونه وزغمل، نو هغه کولای شي چې د هغو خلکو سره مرسته وکړي چې د ازمېښت سره مخ دي.
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13