bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
Hebrews 8
Hebrews 8
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 7
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 9 →
1
اوس چې مونږ کومې خبرې کوو په هغو کې مهم ټکی دا دی چې مونږ یو داسې لوی کاهن لرو چې په اسمانونو کې د مطلق قادر خدای د تخت ښي لاس ته ناست دی.
2
هغه په هغه سپېڅلي ځای او هغې حقیقي خېمه کې خدمت کوي چې د څښتن له خوا جوړه شوې ده، نه د انسان په لاس.
3
څرنګه چې هر لوی کاهن د دې دپاره ټاکل شوی دی چې خدای ته نذرانې او قربانۍ وړاندې کړي، نو زمونږ د لوی کاهن سره هم باید د ورکولو دپاره یو څه وي.
4
که چېرې عیسی لا تر اوسه هم د ځمکې په مخ ژوند کولای، نو هغه به کاهن نه وای، ځکه چې نور کاهنان هم شته چې د شریعت له مخې نذرانې وړاندې کړي.
5
هغوی چې په سپېڅلي ځای کې کوم خدمت کوي، هغه یوازې یوه نمونه او د اسماني شیانو یو تصویر دی. ځکه کله چې موسی غوښتل خېمه جوړه کړي، نو هغه ته د خدای له خوا لارښوونه وشوه: «پام کوه چې هرڅه د هغې نمونې له مخې جوړ کړې چې د غره په سر باندې مې درته وښودله.»
6
خو عیسی ته چې کوم کار ورسپارل شوی ؤ چې د کاهن په توګه خدمت وکړي، هغه د هغو کارونو نه ډېر مهم دی چې هغوی کول، ځکه چې دا لوظ چې هغه د خدای او انسان ترمنځ منځګړتوب کوي ډېر ښه دی او له مخکې نه په ډېرو ښو وعدو باندې ولاړ دی.
7
که چېرې په لومړني لوظ کې کوم عیب نه وای، نو دوهم لوظ ته به اړتیا نه وای.
8
خو کله چې خدای په خپل قوم کې غلطي پیدا کړه، نو داسې یې وویل: څښتن وایي: «هغه ورځ به رارسیږي کله چې د اسراییلو او یهودا د خلکو سره نوی لوظ وکړم.
9
خو دا لوظ به د هغه لوظ په شان نه وي چې د هغوی د نیکونو سره مې کړی ؤ. په هغه ورځ چې ما د هغوی لاسونه ونیول او د مصر څخه مې راوویستل، ځکه چې هغوی زما لوظ ته وفادار پاتې نه شول.» څښتن وایي: «نو بیا ما خپل مخ له هغوی هم واړاوه.»
10
او همدارنګه څښتن وایي: «دا هغه لوظ دی چې زه به یې په راتلونکې کې د اسراییلو د خلکو سره وکړم. زه به خپل شریعت د هغوی په ذهنونو کې واچوم او د هغوی په زړونو کې به یې ولیکم. زه به د هغوی خدای یم او هغوی به زما قوم وي.
11
نور به هغوی خپل ګاونډي او ورور ته دا تعلیم نه ورکوي او ورته به نه وایي: ‹څښتن وپېژنه،› ځکه چې لوی او واړه ټول به ما پېژني.
12
نو زه به د هغوی بدۍ او خطاګانې وبخښم او نور به د هغوی ګناهونه نه یادوم.»
13
کله چې خدای د نوي لوظ په هکله خبرې کوي، نو لومړنی لوظ باطلوي او کوم شی چې باطل او زوړ شي هغه زر له منځه ځي.
← Chapter 7
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 9 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13