bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
John 2
John 2
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 3 →
1
دوه ورځې وروسته د جلیل د قانا په ښار کې واده ؤ او د عیسی مور هم هلته وه.
2
عیسی او د هغه شاګردانو ته هم واده ته بلنه ورکړل شوې وه.
3
کله چې د واده د مېلمنو سره شراب خلاص شول نو د عیسی مور عیسی ته وویل: «د هغوی سره نور شراب نشته.»
4
عیسی ځواب ورکړ: «مورې! په دې کې زما او ستا څه کار دی؟ زما وخت لا نه دی رارسېدلی.»
5
د عیسی مور د هغه ځای نوکرانو ته وویل: «هرڅه چې عیسی درته ووایي هغه وکړئ.»
6
په هغه ځای کې شپږ لوی د تیږې منګي ایښي وو چې یهودیانو به ورڅخه په مذهبي توګه د پاکېدلو د مراسمو د سرته رسولو دپاره کار اخیسته او هر یو یې د اتیاوو څخه تر سلو لیترو پورې ځای درلود.
7
عیسی نوکرانو ته وویل: «دا منګي د اوبو نه ډک کړئ.» او هغوی هغه منګي تر خولې پورې ډک کړل.
8
بیا یې هغوی ته وویل: «اوس د هغو څخه لږ راوباسئ او د مېلمستیا د مراسمو مشر ته یې یوسئ.» نو هغوی همداسې وکړل
9
او د مېلمستیا د مراسمو مشر هغه اوبه چې په شرابو باندې بدلې شوې وې، وڅښلې. هغه نه پوهېده چې دا شراب له کومه شول، خو کومو نوکرانو چې دغه اوبه یې راویستلې وې ورڅخه خبر وو، نو د مراسمو مشر زوم راوغوښت
10
او ورته ویې ویل: «هرڅوک ښه شراب په پیل کې ورکوي او کله چې مېلمانه نشه شول نو بیا ورته عادي شراب راوړي. خو تا ښه شراب لا تر اوسه پورې ساتلي دي.»
11
دا د جلیل په قانا کې د عیسی لومړنۍ معجزه وه چې د هغې په وسیله یې خپله لویي ښکاره کړه او شاګردانو یې ورباندې ایمان راوړ.
12
له هغې وروسته عیسی د خپلې مور، ورونو او خپلو شاګردانو سره کپرناحوم ته لاړ او د یو څو ورځو دپاره هلته پاتې شو.
13
د یهودیانو د فسحې اختر رانژدې ؤ، نو عیسی اورشلیم ته لاړ.
14
هغه ولیدل چې خلکو د خدای د کور په حوېلۍ کې غویان، پسونه او کوترې خرڅولې او همدارنګه هغه ولیدل چې صرافان د خپلو مېزونو سره ناست وو.
15
هغه یوه رسۍ راواخیستله او دوره یې ترې جوړه کړه او هغوی ټول یې د غویانو او پسونو سره د خدای د کور نه وشړل. د صرافانو مېزونه یې په بل مخ راچپه کړل او د هغوی پیسې یې هرې خواته وشیندلې،
16
او د کوترو خرڅوونکو ته یې وویل: «دا شیان د دې ځای نه وباسئ! زما د پلار د کور نه بازار مه جوړوئ!»
17
د هغه شاګردانو ته ور په یاد شول چې د خدای په کلام کې لیکلي شوي دي: «په ما کې چې ستا د کور په خاطر کوم غیرت دی هغه به ما وسوځوي.»
18
نو د یهودیانو مشرانو پوښتنه وکړه: «مونږ ته داسې کومه معجزه ښودلی شې چې دا ثابته کړي چې ته حق لرې دا کارونه وکړې؟»
19
عیسی ځواب ورکړ: «که چېرې دا د خدای کور وران کړئ نو زه به هغه په درې ورځو کې بېرته ودان کړم.»
20
نو هغوی وویل: «دا د خدای کور په شپږڅلوېښت کالو کې جوړ شوی دی او ته یې په درې ورځو کې جوړوې؟»
21
خو د خدای د کوم کور په هکله چې عیسی خبرې کولې هغه د ده خپل بدن ؤ.
22
نو کله چې هغه بیا راژوندی شو، د هغه شاګردانو ته ور په یاد شول چې دا یې ویلي وو نو هغوی د خدای په کلام او د عیسی په خبرو باندې ایمان راوړ.
23
کله چې عیسی د فسحې د اختر په وخت کې په اورشلیم کې ؤ نو ډېرو خلکو چې د هغه معجزې ولیدلې په هغه باندې یې ایمان راوړ.
24
خو عیسی په هغوی باندې اعتبار ونه کړ، ځکه چې هغوی ټول یې ښه پېژندل.
25
هغه دې ته اړتیا نه لرله چې څوک ورته د انسان په هکله کومه شاهدي ورکړي، ځکه چې هغه په دې ښه پوهېده چې د انسان په زړه کې څه دي.
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21