bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
John 21
John 21
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 20
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
1
څه موده وروسته عیسی یوځل بیا د تبریې د بحیرې په غاړه شاګردانو ته خپل ځان ښکاره کړ. هغه خپل ځان په دې ډول ښکاره کړ:
2
شمعون پطروس او توما چې د غبرګوني په نوم یادېده، نتناییل چې د جلیل د قانا څخه ؤ، د زبدي دوه زامن او دوه نور شاګردان هم هلته وو.
3
شمعون پطروس هغوی ته وویل: «زه ځم چې ماهیان ونیسم.» هغوی وویل: «مونږ هم درسره ځو.» هغوی روان شول او په کشتۍ کې سپاره شول، خو په هغه شپه یې هېڅ ونه نیول.
4
کله چې سهار شو نو عیسی د بحیرې په غاړه ولاړ ؤ، خو شاګردانو ونه پېژانده چې هغه عیسی دی.
5
عیسی هغوی ته نارې کړې: «ای ملګرو، کوم څه مو نیولي دي؟» هغوی ځواب ورکړ: «نه.»
6
عیسی هغوی ته وویل: «خپل جال مو د کشتۍ ښي خواته ورواچوئ نو یو څه ماهیان به ونیسئ.» نو هغوی جال ورواچاوه او دومره ډېر ماهیان یې ونیول چې دوی نه شو کولای چې جال بېرته کشتۍ ته راکاږي.
7
بیا هغه شاګرد چې په عیسی باندې ډېر ګران ؤ پطروس ته وویل: «هغه سړی چې د بحیرې په غاړه ولاړ دی، هغه زمونږ استاذ دی!» کله چې شمعون پطروس دا خبره واورېدله چې هغه عیسی دی، نو خپل لنګ یې وتاړه، ځکه چې هغه خپل لنګ ویستلی ؤ او اوبو ته یې ورټوپ کړ.
8
نور شاګردان په کشتۍ کې د بحیرې غاړې ته راغلل او د ماهیانو ډک جال یې راکش کړ، ځکه چې هغوی د وچې نه شاوخوا سل متره لېرې وو.
9
کله چې هغوی وچې ته راووتل، نو هلته یې د سکرو اور ولیده چې ماهي ورباندې پروت ؤ او لږه ډوډۍ هم وه.
10
عیسی هغوی ته وویل: «د خپلو ماهیانو نه چې همدا اوس مو ونیول لږ څه راوړئ.»
11
شمعون پطروس بېرته کشتۍ ته وخوت او جال یې وچې ته راوویست چې په کې یوسلو دري پنځوس غټ ماهیان وو، خو د دومره زیاتو ماهیانو سره بیاهم جال ونه شلېده.
12
عیسی هغوی ته وویل: «راشئ د سهار ډوډۍ وخورئ.» په شاګردانو کې هېچا هم دا جرات ونه کړ چې د هغه نه پوښتنه وکړي: «ته څوک یې؟» ځکه چې هغوی پوهېدل چې دا د هغوی استاذ دی.
13
نو عیسی راوړاندې شو، ډوډۍ یې راواخیستله او هغوی ته یې ورکړه او ماهیان یې هم ورکړل.
14
دا درېم ځل ؤ چې عیسی د مړو نه د راژوندي کېدلو نه وروسته شاګردانو ته ښکاره شو.
15
د ډوډۍ خوړلو نه وروسته عیسی د شمعون پطروس نه پوښتنه وکړه: «ای د یوحنا زویه شمعونه، ته د دې نورو نه زما سره زیاته مینه کوې؟» پطروس ځواب ورکړ: «هو، استاذه، ته پوهېږې چې په ما باندې ګران یې.» عیسی وویل: «زما په وریو باندې پام کوه.»
16
عیسی په دوهم ځل هغه نه پوښتنه وکړه: «ای د یوحنا زویه شمعونه، ایا زما سره مینه کوې؟» پطروس ځواب ورکړ: «هو، استاذه، ته پوهېږې چې زه ستا سره مینه کوم.» عیسی هغه ته وویل: «زما په پسونو باندې پام کوه.»
17
په درېم ځل عیسی د هغه نه پوښتنه وکړه: «ای د یوحنا زویه شمعونه، ایا ته زما سره مینه کوې؟» پطروس غمجن شو ځکه چې هغه ترې په درېم ځل دا پوښتنه وکړه: «ایا ته زما سره مینه کوې؟» نو پطروس هغه ته وویل: «استاذه، ته د هرڅه نه خبر یې، ته پوهېږې چې په ما باندې ګران یې.» عیسی هغه ته وویل: «زما په پسونو باندې پام کوه.
18
په یقین سره زه تاته دا وایم کله چې ته ځوان وې، نو خپله ملا به دې خپله تړله او هر چېرته چې دې غوښتل نو هلته به تللې، خو کله چې زوړ شې، نو لاسونه به دې بل چاته غځولي وي چې ملا دې وتړي او هغه ځای ته به دې بوځي چې ته ورته تلل نه غواړې.»
19
عیسی دا خبره د دې دپاره وکړه چې دا ښکاره کړي چې پطروس به په څه ډول مړ کیږي، ترڅو خدای ته جلال ورکړي. بیا عیسی هغه ته وویل: «ما پسې راځه.»
20
پطروس مخ راواړاوه او ویې لیدل چې هغه شاګرد ورپسې شاته راروان دی چې په عیسی باندې ډېر ګران ؤ، یعنې هغه شاګرد چې د ماښام ډوډۍ په وخت کې د عیسی په څنګ کې ناست ؤ او پوښتنه یې ترې کړې وه: «استاذه، هغه څوک دی چې تا به خپلو دښمنانو ته تسلیموي؟»
21
کله چې پطروس هغه شاګرد ولیده، نو د عیسی نه یې پوښتنه وکړه: «په هغه باندې به څه کیږي؟»
22
عیسی ځواب ورکړ: «که زه وغواړم چې هغه دې زما تر راتګ پورې ژوندی پاتې شي، نو په دې کې ستا څه کار دی؟ ته ما پسې راځه.»
23
نو د عیسی د پیروانو په منځ کې دا خبره خپره شوه چې هغه شاګرد به نه مړ کیږي، خو عیسی داسې ونه ویل چې هغه به نه مړ کیږي، هغه یوازې دا ویلي وو: «که زه وغواړم چې هغه دې زما تر راتګ پورې ژوندی پاتې شي، نو په دې کې ستا څه کار دی؟»
24
دا هماغه شاګرد دی چې دا شیان یې لیکلي دي او د هغو په هکله شاهدي ورکوي او مونږ پوهېږو چې د هغه شاهدي رښتیا ده.
25
عیسی ډېر نور کارونه هم کړي دي. که هغه ټول په کتابونو کې لیکل شوي وای، نو زه ګومان کوم چې په ټوله نړۍ کې به د دې لیکل شویو کتابونو دپاره هېڅ ځای نه وای.
← Chapter 20
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21