bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
John 9
John 9
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 8
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 10 →
1
کله چې عیسی په لاره تېرېده، نو یو سړی یې ولیده چې د پیدایښت نه ړوند ؤ.
2
شاګردانو یې ترې پوښتنه وکړه: «استاذه، ګناه چا کړې ده، دې سړي یا د ده مور او پلار چې هغه ړوند پیدا شوی دی؟»
3
عیسی ځواب ورکړ: «نه دې سړي او نه یې مور او پلار ګناه کړې ده، بلکې هغه د دې دپاره ړوند پیدا شو چې د هغه په وجود کې د خدای کار ولیدل شي.
4
تر هغې پورې چې لا ورځ ده باید هغه کارونه سرته ورسوو چې د هغه چا له خوا مونږ ته سپارل شوي دي چې زه یې رالېږلی یم. کله چې شپه شي نو هېڅوک کار نه شي کولای.
5
ترڅو پورې چې په دې نړۍ کې یم د نړۍ دپاره رڼا یم.»
6
څنګه چې عیسی دا خبره وکړه، نو په ځمکه باندې یې لاړې تو کړې او په هغې یې خټه جوړه کړه او هغه یې د هغه سړي په سترګو باندې وموږله
7
او ورته ویې ویل: «لاړ شه او د سیلوام په حوض کې خپلې سترګې ووینځه.» (د سیلوام معنی ده لېږل شوی.) نو هغه سړی لاړ، خپلې سترګې یې ووینځلې او بېرته چې راغی نو بینا شوی ؤ.
8
د هغه ګاونډیانو او هغو خلکو چې د پخوا نه یې هغه پېژانده چې خیرات به یې غوښته وویل: «ایا دا هماغه ړوند سوالګر سړی نه دی چې ناست به ؤ او خیرات به یې غوښته؟»
9
ځینو وویل: «دا هماغه سړی دی.» خو نورو وویل: «نه، دا د هغه په شان ښکاري.» خو هغه خپله وویل: «زه هماغه سړی یم.»
10
نو هغوی ترې پوښتنه وکړه: «ستا سترګې څنګه بینا شوې؟»
11
هغه ځواب ورکړ: «هغه سړی چې عیسی نومېده لږه خټه جوړه کړه او زما په سترګو باندې یې وموږله او راته ویې ویل چې د سیلوام حوض ته لاړ شه او هلته یې ووینځه. نو زه لاړم او خپلې سترګې مې ووینځلې او بینا شوم.»
12
هغوی پوښتنه وکړه: «هغه چېرته دی؟» هغه ځواب ورکړ: «زه نه پوهېږم.»
13
بیا ځینې خلکو هغه سړی چې مخکې ړوند ؤ فریسیانو ته راوست.
14
دا د سبت ورځ وه چې عیسی خټه جوړه کړې وه او د هغه سترګې یې بینا کړې وې.
15
دوهم ځل فریسیانو د هغه سړي نه پوښتنه وکړه چې څنګه بینا شو. هغه سړي هغوی ته وویل: «هغه زما په سترګو باندې خټه کېښودله او ما هغه ووینځلې او اوس هرڅه لیدلی شم.»
16
ځینو فریسیانو وویل: «هغه سړی د خدای له خوا نه دی راغلی، ځکه چې د سبت ورځ نه مراعتوي.» خو نورو وویل: «یو ګناهکار سړی څنګه داسې معجزه ښودلی شي؟» او د هغوی ترمنځ اختلاف راپیدا شو.
17
نو فریسیانو یوځل بیا د هغه سړي نه پوښتنه وکړه: «ته د هغه سړي په هکله چې ستا سترګې یې بینا کړلې څه وایې؟» هغه سړي ځواب ورکړ: «هغه پیغمبر دی.»
18
خو یهودي مشرانو په دې باندې باور نه کاوه چې هغه سړی پخوا ړوند ؤ او اوس بینا شوی دی، ترڅو یې د هغه مور او پلار راوغوښتل.
19
یهودي مشرانو د هغوی نه پوښتنه وکړه: «ایا دا ستاسو زوی دی؟ تاسو وایئ چې هغه ړوند پیدا شوی دی؟ نو بیا څنګه اوس کولای شي چې وویني؟»
20
د هغه سړي مور او پلار په ځواب کې وویل: «مونږ پوهېږو چې دا زمونږ زوی دی او ړوند پیدا شوی دی.
21
خو مونږ نه پوهېږو چې هغه څنګه بینا شو یا چا د هغه سترګې بینا کړلې. د هغه نه پوښتنه وکړئ، هغه بالغ دی او په خپله ځواب ویلی شي!»
22
د هغه مور او پلار په دې خاطر داسې وویل چې هغوی د یهودي مشرانو نه وېرېدل، ځکه چې هغوی لا د مخکې نه په دې موافقه کړې وه چې هرڅوک چې اقرار وکړي چې عیسی هماغه مسیح دی، نو هغه به د کنیسې نه وشړي.
23
نو له دې امله د هغه سړي مور او پلار وویل: «هغه بالغ دی، پوښتنه ترې وکړئ.»
24
هغوی د دوهم ځل دپاره هغه سړی چې مخکې ړوند ؤ راوغوښت او ورته ویې ویل: «د خدای په نوم قسم وخوره چې رښتیا به وایې! مونږ پوهېږو چې دا سړی ګناهکار دی.»
25
هغه سړي ځواب ورکړ: «دا چې هغه ګناهکار دی او که نه دی زه نه پوهېږم، خو په یو شي باندې پوهېږم چې زه ړوند وم او اوس بینا شوی یم.»
26
هغوی پوښتنه وکړه: «هغه تا سره څه وکړل او څنګه یې ستا سترګې روغې کړلې؟»
27
هغه ځواب ورکړ: «ما مخکې تاسو ته وویل خو تاسو نه غوښتل چې زما خبره واورئ. نو تاسو ولې غواړئ چې یوځل بیا یې واورئ؟ ایا تاسو هم غواړئ چې د هغه شاګردان شئ؟»
28
بیا هغوی هغه سړي ته ښکنځلې وکړې او ورته ویې ویل: «ته د هغه شاګرد یې، خو مونږ د موسی شاګردان یو.
29
مونږ پوهېږو چې خدای د موسی سره خبرې کړې وې، خو خبر نه یو چې دا سړی له کوم ځایه راغلی دی.»
30
هغه سړي په ځواب کې وویل: «څومره حیرانوونکې خبره ده! هغه زما سترګې بینا کړلې، خو تاسو لا اوس هم خبر نه یئ چې هغه له کوم ځای نه راغلی دی.
31
مونږ پوهېږو چې خدای د ګناهکارانو دعا نه اوري، خو هغه د دینداره خلکو چې د هغه رضا پوره کوي دعاګانې اوري.
32
د نړۍ د پیدایښت نه هېچا نه دي اورېدلي چې کوم چا د پیدایشي ړوند سترګې بینا کړې وي.
33
که چېرې دا سړی د خدای له خوا نه وای راغلی نو هغه هېڅ نه شو کولای.»
34
هغوی په ځواب کې وویل: «د کومې ورځې نه چې ته پیدا شوی یې ړوند او ګناهکار یې، نو بیا ته څوک یې چې مونږ ته درس راکوې؟» بیا یې هغه د کنیسې نه وشړلو.
35
کله چې عیسی واورېدل چې هغوی هغه سړی د کنیسې نه شړلی دی، نو هغه یې لټاوه او پیدا یې کړ نو پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا ته د انسان په زوی ایمان لرې؟»
36
هغه سړي په ځواب وویل: «ښاغلیه، ماته ووایه چې هغه څوک دی چې زه ورباندې ایمان راوړم.»
37
عیسی ورته وویل: «تا هغه لیدلی دی او دا هماغه سړی دی چې همدا اوس درسره خبرې کوي.»
38
هغه سړي وویل: «هو، څښتنه، زه درباندې ایمان لرم.» او هغه ته په سجده پرېوت.
39
بیا عیسی هغه ته وویل: «زه دې نړۍ ته د قضاوت کولو دپاره راغلی یم چې ړانده بینا شي او بینا ړانده شي.»
40
ځینې فریسیان چې د عیسی سره نژدې ولاړ وو دا خبرې واورېدلې او پوښتنه یې ترې وکړه: «ستا مقصد دا دی چې مونږ هم ړانده یو؟»
41
عیسی هغوی ته وویل: «که تاسو ړانده وای نو ستاسو ګناه به نه وه، خو دا چې تاسو وایئ مونږ بینا یو، نو د دې معنی دا ده چې تاسو لا تر اوسه هم ګناهکاران یئ.
← Chapter 8
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 10 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21