bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
Romans 12
Romans 12
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 11
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 13 →
1
نو له دې امله ای خویندو او ورونو! زه د خدای د رحمتونو په خاطر ستاسو نه غوښتنه کوم چې خپل ځانونه خدای ته د ژوندۍ او سپېڅلې قربانۍ په توګه چې هغه ته د منلو وړ وي، وړاندې کړئ. دا ستاسو رښتینی او مناسب عبادت دی.
2
د دې دنیا په شان مه کېږئ، بلکې پرېږدئ چې د خپلو فکرونو په نوي کولو سره خدای تاسو بدل کړي. بیا به تاسو وکولای شئ چې د خدای اراده وپېژنئ او هغه څه چې ښه، د منلو وړ او کامل دي، وپېژنئ.
3
د هغه فضل له مخې چې ماته راکړل شوی دی، زه تاسو هر یو ته وایم چې خپل ځان لکه څنګه چې اوس یئ، د دې نه لوړ مه ګنئ. بلکې عاجز اوسئ او د هغه ایمان د اندازې له مخې چې خدای تاسو هر یو ته درکړی دی، فکر وکړئ.
4
لکه څنګه چې زمونږ په بدن کې ډېر غړي دي او د ټولو غړو کار یوشان نه دی،
5
نو مونږ چې ډېر یو، خو په مسیح کې یو بدن یو او د یو بل غړي یو.
6
مونږ باید د هغو مختلفو نعمتونو څخه چې خدای راته د خپل فضل له مخې راکړي دي، کار واخلو. که چېرې هغه د خدای د پیغام رسول وي، نو هغه باید د خپل ایمان له مخې سرته ورسوو.
7
که خدمت کول وي، نو باید خدمت وکړو. که هغه تعلیم ورکول وي، نو باید تعلیم ورکړو.
8
که هغه د نورو هڅول وي، نو باید ویې هڅوو. که چېرې د مالي مرستې ورکول وي، نو د سخاوت له مخې یې ورکړو، که چېرې د مشرۍ نعمت وي نو په کوښښ سره یې وکړو، که چېرې د مهربانۍ کولو نعمت وي، نو په خوشحالۍ سره رحم وکړو.
9
ستاسو مینه دې رښتینې او سوچه وي. د بدو نه کرکه کوئ او په نېکۍ کې ټینګ ودرېږئ.
10
یو د بل سره د ورورولۍ مینه کوئ او هر یو دې د خپل ځان نه زیات د نورو درناوی وکړي.
11
په خپل کار کې تنبلي مه کوئ او په روحاني شوق سره د څښتن خدمت کوئ.
12
ستاسو هیله دې تاسو خوشحاله ساتي، په مصیبت کې صبر او زغم ولرئ او هر وخت دعا کوئ.
13
د محتاجو ایماندارانو سره مرسته کوئ او مېلمه پال اوسئ.
14
څوک چې تاسو ځوروي، د هغوی دپاره برکت غواړئ، نه لعنت.
15
څوک چې خوشحاله وي، نو خوشحالي ورسره کوئ او څوک چې ژاړي، نو ورسره ژړا کوئ.
16
یو د بل سره په همغږۍ کې ژوند کوئ. مغرور مه اوسئ، بلکې د ټیټ مقام لرونکو خلکو سره ملګرتیا کوئ. خپل ځان د نورو څخه هوښیار مه ګڼئ.
17
د بدۍ په بدل کې د چا سره بدي مه کوئ. خو پام کوئ چې هغه کارونه باید وکړئ چې د ټولو په نظر کې ښه وګڼل شي.
18
ترڅو پورې چې کېدای شي او ستاسو پورې اړه ولري، نو د ټولو خلکو سره په سوله کې ژوند تېروئ.
19
ګرانو دوستانو، هېڅکله خپل بدل مه اخلئ، بلکې هغه د خدای قهر او غضب ته پرېږدئ، ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: څښتن وایي: «بدل اخیستل زما کار دی، زه بدل اخلم.»
20
د دې په ځای لیکل شوي دي: که چېرې ستا دښمن وږی وي، نو هغه ته خواړه ورکړه چې ویې خوري. که چېرې تږی وي، نو هغه ته اوبه ورکړه چې ویې څښي. په دې کار به ته د هغه په سر باندې اور بل کړې او څښتن به تاته اجر درکړي.
21
مه پرېږده چې بدي درباندې غالبه شي، بلکې د نېکۍ په وسیله په بدۍ باندې بری تر لاسه کړه.
← Chapter 11
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 13 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16