bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
Romans 14
Romans 14
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 13
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 15 →
1
هغه خلک چې په خپل ایمان کې کمزوري دي، هغوی ومنئ، خو د هغوی سره د هغوی د شخصي نظریو په هکله شک او بحث مه کوئ.
2
یو کس په دې عقیده دی چې هغه کولای شي چې هرڅه وخوري، خو څوک چې په ایمان کې کمزوری وي، هغه یوازې سابه خوري.
3
څوک چې هرڅه خوري، نو هغه باید هغه چاته په سپکه سترګه ونه ګوري چې هغه یې نه خوري او څوک چې هرڅه نه خوري، باید د هغه چا په هکله قضاوت ونه کړي چې هرڅه خوري، ځکه چې خدای هغه قبول کړی دی.
4
ته څوک یې چې د بل چا د نوکر په هکله قضاوت کوې؟ دا چې هغه نوکر په خپل خدمت کې بریالی دی او که نه، دا د هغه د بادار پورې اړه لري. خو هغه به بریالی شي، ځکه چې څښتن کولای شي چې هغه بریالی کړي.
5
یو کس یوه ورځ د نورو ورځو نه سپېڅلی ګڼي، په داسې حال کې چې بل کس ټولې ورځې یوشان ګڼي. هرڅوک باید په دې باندې ډاډمن اوسي چې کوم فکر چې هغه یې لري، هغه سم دی.
6
څوک چې یوه ورځ سپېڅلې او مهمه ګڼي، هغه یې څښتن ته د درناوي دپاره ګڼي. څوک چې هرڅه خوري، نو څښتن ته د درناوي دپاره یې خوري، ځکه چې هغه ورباندې د خدای شکر کوي. خو څوک چې هرڅه نه خوري، هغه یې هم څښتن ته د درناوي دپاره نه خوري او د خدای شکر کوي.
7
ځکه چې زمونږ څخه هېڅوک هم د خپل ځان دپاره ژوند نه کوي او هېڅوک هم د خپل ځان دپاره نه مړ کیږي.
8
ځکه که چېرې مونږ ژوند کوو، نو د څښتن دپاره یې کوو او که مړه کېږو، نو د څښتن دپاره مړه کېږو. نو که چېرې مونږ ژوندي یو یا مړه کېږو، مونږ د څښتن یو.
9
له همدې امله مسیح مړ شو او بیا راژوندی شو، ترڅو هغه د مړو او ژوندیو دواړو څښتن وي.
10
نو بیا ته ولې د بل ایماندار په هکله قضاوت کوې؟ یا ولې بل ایماندار ته په سپکه سترګه ګورې؟ ځکه چې مونږ ټول به د خدای د قضاوت د تخت په مخکې ودرېږو.
11
ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: څښتن وایي چې زه په خپل ذات باندې قسم خورم چې هر یو به زما په مخکې په ګونډو شي او هر یو به په خپله ژبه اقرار وکړي چې زه خدای یم.
12
نو بیا به مونږ هر یو د خپل ځان په هکله خدای ته حساب ورکوو.
13
نو راځئ چې نور د یو بل په هکله قضاوت ونه کړو، بلکې د هغې په ځای پرېکړه وکړو چې د بل ایماندار په لاره کې تیږه کېنږدو چې ورباندې وښوییږي او یا د هغه د لارې خنډ شو، ترڅو ګناه وکړي.
14
زه پوهېږم او څرنګه چې زه په څښتن عیسی باندې ډاډمن یم چې هېڅ شی په خپله ناپاکه نه دی، خو څوک یې چې ناپاک ګڼي، نو د هغه دپاره ناپاکه دی.
15
که چېرې بل ایماندار په هغه خوړو باندې چې ته یې خورې خفه کیږي، نو ته نور په مینه چلند نه کوې. ته چې څه خورې په هغو باندې د هغه چا د تباهۍ او هلاک کېدلو سبب مه ګرځه چې مسیح د هغه دپاره مړ شو.
16
نو څه چې ستاسو دپاره ښه دي، مه پرېږدئ چې نور ورته بد ووایي.
17
ځکه چې د خدای پاچاهي خوړل او څښل نه دي، بلکې عدالت، سوله او خوشحالي ده چې روح القدس یې ورکوي.
18
څوک چې په دې ډول د مسیح خدمت کوي، نو هغه خدای ته د منلو وړ دی او خلک یې خوښوي.
19
نو بیا راځئ چې د هغو شیانو پسې وګرځو چې زمونږ ترمنځ د سولې او سلامتۍ سبب ګرځي او یو د بل سره مرسته وکړو چې ټینګ ایمان ولرو.
20
د خوراک په خاطر د خدای کار مه خرابوئ. په حقیقت کې هرڅه پاک دي، خو دا غلطه ده چې کوم څوک هغه څه وخوري چې د نورو د ښویېدلو او ګناه سبب شي.
21
دا به ښه وي چې ته غوښه ونه خورې یا شراب ونه څښې او بل داسې کار ونه کړې چې د نورو ایماندارانو د ښویېدلو سبب شي.
22
په کوم شي چې ته عقیده لرې، هغه د خدای او په خپل منځ کې وساته. بختور دي هغه خلک چې خپل ځانونه د هغه څه په خاطر چې د هغوی په نظر کې سم دي او تر سره کوي یې، مجرم نه ګڼي.
23
خو که چېرې څوک کوم څه وخوري او په هغه باندې شکمن وي، نو هغه محکوم دی، ځکه چې هغه د ایمان له مخې دا عمل نه کوي او هر عمل چې د ایمان له مخې نه وي، هغه ګناه ده.
← Chapter 13
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 15 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
Recommended Reading
Commentary
Romans Commentaries
→
Devotional
Romans Devotional Guide
→
Get This Bible
Pashto (Afghan Pashto Bible) Study Bible
→