bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
Romans 7
Romans 7
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 6
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 8 →
1
ای خویندو او ورونو! تاسو چې د شریعت څخه خبر یئ، ایا تاسو نه پوهېږئ چې شریعت په هغو ټولو کسانو باندې عملي کیږي چې ترڅو پورې هغوی ژوندي وي؟
2
د مثال په ډول د شریعت له مخې یوه ښځه تر هغه وخته پورې د خپل مېړه سره تړاو لري چې مېړه یې ژوندی وي، خو که چېرې مېړه یې مړ شي، نو هغه د واده د قانون د قید نه ازاده ده.
3
نو له دې امله که چېرې هغه ښځه په داسې حال کې چې مېړه یې ژوندی وي او هغه د بل چا سره اړیکې ولري، نو هغه زناکاره ګڼل کیږي. خو که چېرې د هغې مېړه مړ شي، نو هغه د شریعت له مخې ازاده ده او که چېرې هغه د بل چا سره واده وکړي، نو زناکاره نه ده.
4
ای خویندو او ورونو! نو په همدې ډول تاسو هم چې د مسیح د بدن غړي یئ، د شریعت په وړاندې مړه شوي یئ او اوس د هغه چا سره تړاو لرئ چې د مړو نه بیا راژوندی شوی دی، ترڅو وکولای شئ چې خدای ته په خدمت کولو کې ګټور تمام شئ.
5
کله چې مونږ د خپل انساني فطرت له مخې ژوند کاوه، نو شریعت مونږ نفساني غوښتنو ته هڅولو او په مونږ کې یې کار کاوه چې نتیجه یې مرګ دی.
6
اوس مونږ د شریعت نه ازاد شوي یو او د هغه څه په وړاندې چې مونږ یې بندیان ساتلو، مړه شوي یو. نو مونږ نور په هغې زړې طریقې نه چې په شریعت کې لیکل شوي دي، بلکې په نوې طریقې د روح القدس په مرسته د خدای خدمت کوو.
7
نو مونږ بیا څه ووایو؟ ایا په خپله شریعت ګناه ده؟ هېڅکله نه! که چېرې شریعت نه وای، نو ما به ګناه نه وای پېژندلې. که چېرې شریعت نه وای ویلي: «د نورو څخه د کوم شي تمه مه کوه،» نو زه به هېڅکله په دې نه وای پوه شوی چې تمه څه شی دی.
8
خو ګناه د همدې حکم په وسیله دا موقعه تر لاسه کړه چې په ما کې هر ډول تمه کول پیدا کړي. ځکه پرته له شریعت نه ګناه مړه ده.
9
یو وخت زه بې له شریعته ژوندی وم، خو کله چې د شریعت حکم راغی، نو ګناه ژوندۍ شوه او زه مړ شوم.
10
هماغه حکم چې باید ماته یې ژوند راکړی وای، ماته یې مرګ راوړ.
11
ځکه د دې حکم په وسیله ګناه ته موقعه په لاس ورغله او زه یې وغولولم او مړ یې کړم.
12
نو بیا شریعت سپېڅلی دی او حکمونه یې هم سپېڅلي، عادلانه او ښه دي.
13
خو ایا یو ښه شی زما د مرګ سبب ګرځي؟ هېڅکله نه! بلکې دا ګناه وه چې د هغه ښه شي په وسیله یې زه ووژلم، د دې دپاره چې زه پوه شم چې ګناه څه شی دی. خو د شریعت حکم د ګناه بې حده بدي ښکاره کړه.
14
ځکه چې مونږ پوهېږو چې شریعت روحاني دی، خو زه جسماني یم او لکه د یو غلام په شان په ګناه باندې خرڅ شوی یم.
15
زه نه پوهېږم چې څه کوم، ځکه زه چې څه غواړم چې ویې کړم هغه نه کوم، خو هماغه کار کوم چې کرکه ترې لرم.
16
اوس چې زه هغه کار کوم چې نه غواړم ویې کړم، نو دا د دې څرګندونه کوي چې زه دا منم چې شریعت ښه دی.
17
نو اوس زه هغه څوک نه یم چې دا کار کوم، بلکې دا ګناه ده چې په ما کې اوسیږي او دا کار کوي.
18
زه پوهېږم چې زما په انساني فطرت کې نېکي نشته، ځکه زه غواړم چې ښه کار وکړم، خو کولای یې نه شم.
19
ځکه کوم ښه کار چې زه غواړم ویې کړم، هغه نه کوم، خو کوم بد کار چې زه یې نه غواړم، هغه کوم.
20
نو اوس چې زه کوم کار چې نه غواړم ویې کړم، هغه کوم، نو زه د هغه کار سرته رسوونکی نه یم، بلکې دا ګناه ده چې په ما کې اوسیږي.
21
نو زه په دې قانون پوه شوم هرکله چې زه وغواړم کوم ښه کار وکړم، نو بدي مې له لاسه وشي.
22
ځکه چې زه په باطن کې د خدای په شریعت باندې خوشحاله یم.
23
خو زه وینم چې په ما کې یو بل قانون کار کوي چې زما د ذهن د قانون سره په جنګ کې دی او ما د هغې ګناه د قانون بندي کوي چې په ما کې کار کوي.
24
زه څومره بدبخته انسان یم. څوک کولای شي چې ما د دې بدن نه چې ما مرګ ته سپاري، خلاص کړي؟
25
د خدای شکر کوم چې ماته زمونږ د څښتن عیسی مسیح په وسیله خلاصون راکوي. نو بیا زه په خپل ذهن سره د خدای د شریعت غلامي کوم، خو په نفساني توګه زه د ګناه د قانون غلامي کوم.
← Chapter 6
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 8 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16