bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
2 Corinthians 13
2 Corinthians 13
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 12
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
1
دا زَۀ تاسو ته په دريم ځل درځم. ”دَ دوؤ يا دَ دريو ګواهانو دَ خُلے نه به هره خبره ثابته شى.“
2
لکه څنګه چه زَۀ په دويم ځل حاضر وم نو دَ وړاندے نه مے وئيلى وُو، هغه شان اوس په غير حاضرئ کښے هم هغه خلقو ته چا چه اول ګُناهُونه کړى دى اَؤ نورو ټولو خلقو ته دَ اول نه وايم چه که چرے بيا درځم نو مُعاف به ئے نۀ کړم.
3
ځکه چه تاسو دَ دے ثبُوت غواړئ چه مسيح په ما کښے خبرے کوى. هغه تاسو دَ پاره کمزورے نۀ دے بلکه تاسو ته خپل قوت ښکاره کوى.
4
هو، هغه دَ کمزرتيا په وجه په سولئ کړے شو خو دَ خُدائے دَ قُدرت په سبب ژوندے دے اَؤ مُونږ هم په هغۀ کښے کمزورى خو يُو خو دَ هغۀ سره به دَ خُدائے دَ هغه قُدرت په سبب ژوندى يُو چه ستاسو خدمت وکړُو.
5
تاسو خپل ځانُونه وآزميئ چه په ايمان يئ يا نه، دَ ځانُونو جاج واخلئ. آيا تاسو په خپل باب کښے په دے نۀ يئ خبر چه مسيح عيسىٰ په تاسو کښے دے، ګنى تاسو مقبُول نۀ يئ؟
6
خو زَۀ اُميد لرم چه تاسو به ئے معلُومه کړئ چه مُونږ خو نا مقبُوله نۀ يُو.
7
اَؤ مُونږ دَ خُدائے نه دُعا غواړُو چه تاسو څۀ بدى ونۀ کړئ دَ دے دَ پاره نه چه مُونږ مقبُول ښکاريږُو بلکه دَ دے دَ پاره چه تاسو نيکى وکړئ، اګر که مُونږ نا مقبُول هم شُو.
8
ځکه چه مُونږ دَ حق خِلاف هيڅ نۀ شُو کولے خو تش دَ حق دَ خاطره.
9
نو مُونږ خوشحاله يُو چه مُونږ کمزورى يُو اَؤ تاسو زورَور يئ اَؤ دا دُعا هم کوُو چه تاسو کامل شئ.
10
زَۀ دا خبرے په غير حاضرئ کښے دَ دے دَ پاره ليکم چه هلته درشم نو دَ هغه اِختيار په مُطابق سختى ونۀ کړم کُوم اِختيار چه مالِک ما ته ستاسو دَ جوړولو دَ پاره راکړے دے، نۀ چه دَ ورانولو دَ پاره.
11
نو اَئے ورُوڼو! خُدائے مو مل شه، کامل شئ، خاطر جمع لرئ، په يو اتفاق اوسئ، صُلح ساتئ، نو دَ مينے اَؤ دَ سلامتئ خُدائے به تاسو سره وى.
12
اَؤ يو بل ته په پاکو ښکلولو سره سلام وايئ.
13
ټول پاکان تاسو ته سلام وائى.
14
دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل اَؤ دَ خُدائے مينه اَؤ دَ رُوحُ القُدس شراکت دِ تاسو ټولو سره وى.
← Chapter 12
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13