bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
2 Corinthians 2
2 Corinthians 2
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 3 →
1
ما په خپل زړۀ کښے دا اِراده کړے وه چه که زما درتلل تاسو له دَ غم سبب ګرځى نو بيا تاسو له نۀ درځم.
2
ځکه چه که زَۀ تاسو غمژن کړم نو ما به څوک خوشحالوى، بغير دَ هغو نه څوک چه زما په وجه غمژن شوى دى.
3
اَؤ ما تاسو ته هغه خبره ليکلے وه دَ دے دَ پاره چه هسے نه چه زما په راتلو چه ما ته په چا خوشحاليدل په کار دى زَۀ دِ دَ هغوئ په وجه غمژن يم، ځکه چه زما په تاسو ټولو دَ دے خبرے باور دے چه کُومه چه زما خوشحالى ده هغه ستاسو دَ ټولو ده.
4
ځکه چه ما دَ ډير مُصيبت اَؤ دَ خفګان په حالت کښے په ډيرو اوښکو سره تاسو ته ليکلى وُو خو دَ دے دَ پاره نه چه تاسو دِ غمژن شئ بلکه دَ دے دَ پاره چه تاسو هغه لوئے مُحبت معلُوم کړئ، کُوم چه زما تاسو سره دے.
5
اَؤ که څوک ستاسو په مينځ کښے دَ غم سبب شوے دے نو هغه تش زما دَ غم نه، بلکه څۀ قدرے ستاسو ټولو دَ غم باعث شو، دَ دے دَ پاره چه په هغۀ زياته سختى ونۀ کړم.
6
دغه سزا چه هغۀ دَ ډيرو خلقو له طرف نه ومُونده دَ داسے سړى دَ پاره پُوره ده.
7
پس دَ دے برعکس غوره دا ده چه دَ هغۀ قصُور مُعاف کړئ اَؤ تسلى ورکړئ دَ دے دَ پاره چه هغه دَ غم دَ زياتوالى په وجه تباه نۀ شى.
8
دَ دے دَ پاره زَۀ تاسو ته سوال کوم چه دَ هغۀ په حقله مُحبت ښکاره کړئ.
9
ځکه چه ما دَ دے دَ پاره هم ليکلى وُو چه تاسو وآزمائيم چه تاسو په ټولو خبرو کښے حُکم منُونکى يئ اَؤ که نه.
10
تاسو چه چا ته څۀ مُعاف کوئ هغۀ ته ئے زَۀ هم مُعاف کوم ځکه چه هغه څۀ چه مُعاف کړى وى نو دَ مسيح دَ قائم مُقام کيدو په سبب مے ستاسو دَ خاطره مُعاف کړى دى،
11
دَ دے دَ پاره چه دَ شيطان وار راباندے کامياب نۀ شى ځکه چه مُونږ دَ هغۀ دَ چلُونو نه ناواقفه نۀ يُو.
12
اَؤ هر کله چه زَۀ دَ مسيح زيرى ورکولو له ترواس ته راغلم اَؤ مالِک ما ته دروازه خلاصه کړه،
13
نو زما رُوح آرام ونۀ مُوندو ځکه چه ما خپل ورور تيطوس ونۀ مُوندو، نو دَ هغوئ نه مے رُخصت واخستو اَؤ مِکدونيه ته لاړم.
14
خو دَ خُدائے شکر دے څوک چه په مسيح کښے مُونږ لکه دَ قيديانو دَ فتحمندئ په جُلوس بيائى اَؤ دَ هغۀ دَ عِلم خوشبُوئ زمُونږ په وسيله په هر ځائے خوروى.
15
ځکه چه مُونږ دَ خُدائے په نزد خلاصُون موندُونکو اَؤ هلاکيدُونکو، دواړو دَ پاره، دَ مسيح خُوشبُوئ يُو.
16
بعضو ته دَ مړ کيدو دَ پاره دَ مرګ بُوئ اَؤ بعضو له دَ ژوندانۀ دَ پاره دَ ژوندُون بوئ يُو، اَؤ څوک دے چه دَ دے خبرو لائق دے؟
17
ځکه چه مُونږ دَ بنجارى په شان نۀ يُو، څوک چه دَ خُدائے کلام خرڅوى بلکه مُونږ دَ زړۀ په صفايئ اَؤ دَ خُدائے دَ طرفه خُدائے حاضر ګڼُو اَؤ دَ مسيح دَ خادمانو په شان خبرے کوُو.
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13