bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
2 Corinthians 6
2 Corinthians 6
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 7 →
1
اَؤ مُونږ چه دَ خُدائے په کار کښے شريک يُو، دا خواست کوُو چه دَ خُدائے کُوم فضل چه تاسو قبُول کړے دے، هغه عبث مه ګڼئ.
2
څنګه چه هغه په خپله فرمائى : ”ما دَ خپل فضل په وخت ستاسو واؤريدل اَؤ دَ خلاصُون په ورځ مے ستاسو مدد وکړو.“ ګورئ دَ قبليدو وخت اوس راغلے دے، ګورئ دا دَ خلاصُون ورځ ده!
3
دَ دے دَ پاره چه زمُونږ خدمت ضائع نۀ شى نو مُونږ په هيڅ خبره کښے دَ تيندک خوړلو موقع نۀ ورکوُو،
4
بلکه دَ خُدائے دَ خادمانو په شان په هره خبره کښے خپل ځان ښکاره کوُو، يعنے ډير په صبر، په مُصيبت، په حاجتمندئ اَؤ په تنګسياؤ،
5
په کروړو خوړلو، په قيد، په ګړبړ، په محنت، په شوګيرو، په لوږه،
6
په پاکئ، په عِلم، په زغم، په مهربانئ، په رُوحُ القُدس، په بے ريا مينه،
7
په حق کلام سره، دَ خُدائے په قُدرت، دَ صداقت په وسلو چه حمله کوى اَؤ دفاع کوى،
8
په عزت اَؤ بے عزتئ، دَ بدنامئ اَؤ نيکنامئ په وسيله، اګر که ګُمراه کوُونکى معلُوميږُو خو بيا هم رښتينى يُو،
9
نامعلُوم يُو خو بيا هم مشهُور يُو، مړ کيدُونکى يُو خو ګورئ ژوندى يُو، وهل خوړُونکى يُو خو مړۀ کيږُو نه،
10
غمژن يُو خو تل خوشحاله اوسُو، غريبان يُو خو ډير خلق غنيان کوُو، خواران يُو خو بيا هم هر څۀ لرُو.
11
اَئے کورنتيانو! مُونږ ستاسو سره صفا خبرے وکړلے اَؤ مُونږ تاسو ټولو ته خپل زړُونه پرانستلى دى
12
زمُونږ زړُونه تنګ نۀ دى خو ستاسو زړُونه تنګ دى.
13
لکه څۀ رنګ چه پلار خپلو بچو ته وائى نو تاسو هم په بدل کښے مُونږ ته خپل زړُونه پرانزئ.
14
څوک چه په مسيح ايمان نۀ لرى، دَ هغوئ سره په جغ کښے مه ځئ. دَ صداقت اَؤ ناصداقت په خپلو کښے څۀ تعلق؟ بيا دَ رڼا اَؤ تيارے دَ يو بل سره څۀ کار؟
15
آيا مسيح دَ شيطان سره اِتفاق کولے شى يا يو ايماندار دَ يو بے ايمان سره څۀ تعلق ساتلے شى څۀ؟
16
آيا دَ خُدائے کور دَ بُتانو سره څۀ جوړښت لرى؟ ولے چه مُونږ دَ ژوندى خُدائے کور يُو لکه چه خُدائے په خپله فرمائى چه : ”زَۀ به په هغوئ کښے اوسم اَؤ په هغوئ کښے به ګرزم، اَؤ زَۀ به دَ هغوئ خُدائے يم اَؤ هغوئ به زما خلق وى.“
17
دے دَ پاره مالِک وائى چه : ”دَ هغوئ نه راوزئ اَؤ هغوئ پريږدئ اَؤ ناپاکو څيزُونو ته لاس مه وروړئ، نو زَۀ به تاسو قبُول کړم.
18
اَؤ زَۀ به ستاسو پلار يم اَؤ تاسو به زما زامن لُوڼه يئ، دا دَ مالِک قادر مُطلق وينا ده.“
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 7 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13