bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
2 Thessalonians 1
2 Thessalonians 1
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 2 →
1
دَ پولوس اَؤ سيلوانوس اَؤ دَ تيموتيوس له طرفه، دَ تِسالونيکانو دَ جماعت په نُوم چه زمُونږ دَ پلار خُدائے اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دے،
2
په تاسو دِ دَ خُدائے پلار اَؤ عيسىٰ مسيح له طرفه فضل اَؤ سلامتى وى.
3
اَئے ورُوڼو! ستاسو په باب کښے په مُونږ هر وخت دَ خُدائے شکر ويستل فرض دى، اَؤ دا ځکه مُناسب دى چه ستاسو ايمان ډير لوئيږى اَؤ ستاسو يو بل سره مينه زياتيږى.
4
بے شکه چه مُونږ په خپله دَ خُدائے په جماعتُونو کښے په تاسو فخر کوُو، چه څومره ظُلم اَؤ تکليفُونه چه تاسو زغمئ په هغو ټولو کښے ستاسو صبر اَؤ ايمان ظاهريږى.
5
دا دَ خُدائے دَ رښتُونى عدالت ثبُوت دے دَ پاره دَ دے چه تاسو دَ خُدائے دَ بادشاهئ لائق شئ دَ کُومے دَ پاره چه تاسو تکليفُونه هم زغمئ.
6
ځکه چه خُدائے اِنصاف کوُونکے دے، هغه به هغوئ ته چه تاسو له مُصيبت پيدا کوى په بدل کښے مصيبت پيدا کړى.
7
اَؤ هغه به تاسو مُصيبت زغمُونکو ته زمونږ سره آرام درکړى کله چه به مالِک عيسىٰ دَ خپلو قوتناکو فرښتو سره په شُغله ناک اور کښے دَ آسمان نه ظاهر شى.
8
هغه وخت به هغوئ چه خُدائے نۀ پيژنى اَؤ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے نۀ منى، هغوئ ته به سزا ورکوى.
9
هغوئ به دَ مالِک دَ څيرے اَؤ دَ هغۀ دَ قُدرت دَ جلال نه لرے دَ تل عُمرى مرګ سزا بيا مومى.
10
دا به په هغه ورځ وى کله چه هغه راځى چه دَ هغۀ پاکان دَ هغۀ جلال ښکاره کوى، اَؤ ټول په هغۀ ايمان راوړُونکى به دَ هغۀ حمد و ثنا ووائى. په هغوئ کښے به تاسو هم شامل يئ ځکه چه تاسو زمونږ په ګواهئ ايمان راؤړے وو.
11
دَ دے دَ پاره مُونږ ستاسو دَ پاره هر وخت دُعا کوُو چه زمونږ خُدائے دِ تاسو دَ دے بلنے جوګه وګڼى، اَؤ ستاسو دَ نيکئ هر يو خواهش اَؤ دَ ايمان هر يو کار دِ په قُدرت پُوره کړى،
12
تر دے چه زمُونږ دَ خُدائے اَؤ مالِک عيسىٰ مسيح دَ فضل په مُطابق زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ نُوم په تاسو کښے جلال ومُومى اَؤ تاسو په هغۀ کښے.
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3