bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
2 Thessalonians 2
2 Thessalonians 2
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 3 →
1
نو اوس اَئے ورُوڼو! مُونږ دَ خپل مالِک عيسىٰ مسيح دَ راتلو اَؤ دَ هغۀ سره زمُونږ دَ راغونډيدلو په باب کښے تاسو ته خواست کوُو
2
چه ستاسو عقل دِ ناڅاپى پريشانه نۀ شى اَؤ ستاسو وار دِ خطا نۀ شى چه څوک ووائى چه دَ مالِک ورځ رارسيدلے ده، يا دَ رُوح دَ هدايت نه په هغۀ دا ظاهر شوے دے، يا زمُونږ دَ پيغام يا خط نه ښکاره شوے دے، نو تاسو داسے خبره مه منئ.
3
په هيڅ شان سره دَ چا په فريب کښے مه راځئ، ځکه چه هغه ورځ به نۀ راځى تر څو چه خلق اول دَ خُدائے نه ګرزيدلے نۀ وى اَؤ دَ نافرمانئ نمائنده ظاهر نۀ شى، يعنے څوک چه دَ هلاکيدو دَ پاره مُقرر شوے وو.
4
هغه به دَ هر چا چه هغه خُدائے بللے شى يا دَ هغه عبادت کولے شى، هغه نمائنده به ئے مُخالفت کوى اَؤ خپل ځان به دَ هغه نه لوئے جوړوى، تر دے چه هغه دَ خُدائے په کور کښے ناست به وائى چه ”زَۀ خُدائے يم.“
5
آيا تاسو ته ياد نۀ دى چه هر کله چه زَۀ تاسو سره وم نو تاسو ته به مے دا خبرے کولے؟
6
اوس چه کُوم څيز هغه ايساروى تاسو دَ هغے نه خبر يئ، هغه به په خپل خاص وخت ظاهر شى.
7
په اصل کښے نافرمانى اوس هم پټ په پټه خپل اثر اچوى لګيا ده، اَؤ دَ هغے اثر به تر هغے په ښکاره نۀ خوريږى تر څو چه دَ هغے ايساروُونکے لرے نۀ کړے شى.
8
هغه وخت به هغه دَ نافرمانئ نمائنده ظاهريږى اَؤ مالِک عيسىٰ به هغه دَ خپلے خُلے په پوکى مړ کړى اَؤ دَ خپل ظاهريدو په جلال به ئے نِشت کړى.
9
دَ نافرمانئ نمائنده به دَ شيطان دَ اثر په مُطابق دَ هر قِسمه دَ دروغو دَ قُدرت په نخښو اَؤ په عجيبه کارُونو سره راځى،
10
اَؤ هغوئ چه برباديدُونکى دى به دوکه کړى. هغوئ دَ رښتينوالى قدر ونۀ کړو اَؤ نۀ ئے قبول کړو، اَؤ که کړے ئے وَئے نو خلاصُون به ئے مُوندلے وو.
11
دغه وجه ده چه خُدائے به په هغوئ دَ ګُمراه کوُونکے تاثير وروليږى چه هغوئ به دَ نافرمانئ دَ نمائنده دروغ رښتيا وګڼى.
12
اَؤ څومره خلق چه په حق يقين نۀ کوى اَؤ بدى خوښوى، هغه ټول به سزا ومُومى.
13
خو اَئے وروڼو! دَ مالِک خوږو! ستاسو په باب کښے په مُونږ هر وخت دَ خُدائے شکر کول فرض دى ځکه چه خُدائے تاسو دَ اول نه دَ دے دَ پاره غوره کړى يئ چه دَ رُوحُ القُدس په وسيله پاک شئ اَؤ په حق ايمان راؤړئ اَؤ خلاصُون ومُومئ.
14
دَ دے دَ پاره هغۀ تاسو زمُونږ دَ زيرى په وسيله راوبللئ چه تاسو زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح جلال حاصل کړئ.
15
نو اَئے ورُوڼو! مظبُوط پاتے شئ اَؤ دَ کومُو خبرو چه تاسو زمونږ دَ خُلے يا دَ خط په وسيله تعليم مُوندلے دے تاسو په هغے قائم شئ.
16
اوس دِ زمُونږ مالِک عيسىٰ مسيح په خپله اَؤ زمُونږ پلار خُدائے چه زمُونږ سره مينه وکړله اَؤ دَ فضل په وسيله ئے آبدى تسلى اَؤ ښۀ اُميد راوبخښلُو،
17
ستاسو زړُونو ته دِ تسلى درکړى اَؤ په هر ښۀ کار اَؤ کلام باندے مُو دِ مضبوط کړى.
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3