bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
2 Thessalonians 3
2 Thessalonians 3
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
1
نو اَئے ورُوڼو! زمُونږ په حق کښے دُعا کوئ چه دَ مالِک کلام داسے زر خور شى اَؤ په عزت سره قبُول کړے شى څنګه چه په تاسو کښے
2
اَؤ چه دَ بدو اَؤ ورانو خلقو نه مُونږ بچ پاتے شُو ځکه چه هر څوک ايمان نۀ راؤړى.
3
خو مالِک رښتُونے دے، هغه به تاسو مظبُوط کړى اَؤ له هغه شرير نه به مو په امان کړى.
4
اَؤ په مالِک کښے زمُونږ په تاسو باور دے چه مُونږ تاسو ته کُوم حُکمُونه درکوُو په هغوئ عمل کوئ اَؤ کوئ به ئے هم.
5
مالِک دِ ستاسو زړُونه دَ خُدائے په مينه اَؤ دَ مسيح په صبر معمُور کړى.
6
اَئے ورُوڼو! مُونږ دَ خپل مالِک عيسىٰ په نُوم تاسو ته حُکم درکوُو چه دَ هر هغه ورور نه په ډډه شئ چه سُست دے اَؤ په هغه تعليم عمل نۀ کوى چه هغۀ ته زمُونږ له طرفه نه ورورسيدلو.
7
ځکه چه تاسو په خپله خبر يئ چه زمُونږ په شان څنګه چليدل په کار دى ځکه چه مُونږ په تاسو کښے سُست نۀ تلُو.
8
اَؤ دَ چا ډوډئ مو مُفته نۀ خوړله بلکه شپه اَؤ ورځ به مو خوارى، مُشقت اَؤ کار کولو چه په تاسو کښے په چا پيټے وانۀ چوُو.
9
دا نۀ چه مُونږ ته اِختيار نۀ وو بلکه دَ دے دَ پاره چه خپل ځانُونه تاسو ته دَ نمُونے په طور پيش کړُو، دَ پاره دَ دے چه تاسو زمُونږ په شان جوړ شئ.
10
کله چه مُونږ تاسو سره وُو هغه وخت به مو هم تاسو ته دا حُکم درکولو چه چا ته چه محنت کول منظور نۀ وى نو هغه دِ ونۀ خورى.
11
مُونږ آؤرُو چه په تاسو کښے ځنى سُست دى اَؤ هيڅ کار نۀ کوى بلکه دَ نورو په کار کښے دخل کوى.
12
داسے کسانو ته مُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په نُوم حُکم ورکوُو اَؤ نصيحت کوُو چه په پټه خُلۀ دِ کار کوى اَؤ خپله ډوډئ دِ په خپله ګټى.
13
زما وروڼو! خو تاسو په ښۀ کار کښے هِمت مۀ بائيلئ.
14
اَؤ که څوک زمُونږ دَ دے خط خبره نۀ منى نو هغه په نظر کښے ساتئ اَؤ دَ هغۀ نه په ډډه شئ چه هغه وشرميږى.
15
خو هغه دُښمن مه ګڼئ بلکه دَ ورور په شان نصيحت ورته کوئ.
16
اوس مالِک چه دَ سلامتئ سرچينه دے په خپله دِ تاسو ته هر وخت اَؤ هر قسم تسلى وبخښى. مالِک دِ ستاسو ټولو سره وى.
17
زَۀ پولوس په خپل لاس سلام درته ليکم، په هر خط کښے دغه زما نخښه ده، زَۀ دغه شان ليکم.
18
زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ تاسو ټولو سره وى.
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
All chapters:
1
2
3