bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
2 Timothy 1
2 Timothy 1
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 2 →
1
دَ پولوس له طرفه چه دَ خُدائے په مرضئ دَ مسيح عيسىٰ رسُول دے، اَؤ دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے دَ هغه ژوندُون پيغام آؤروى چه خُدائے ئے وعده کړے ده،
2
دا زما دَ خوږ زوى تيموتيوس په نُوم ليکلے شى، په تا دِ دَ پلار خُدائے اَؤ زمُونږ دَ مالِک مسيح عيسىٰ فضل رحم اَؤ سلامتى نازله وى.
3
زَۀ دَ هغه خُدائے شکر کوم دَ چا عبادت چه زَۀ په صفا زړۀ دَ پلارُونو نيکُونو په شان کوم، اَؤ هر وخت په خپلو دُعاګانو کښے تا يادوم.
4
اَؤ ستا اوښکے چه رايادے کړم نو ستا دَ مُلاقات خواهش لرم چه خوشحالى بيا مُومم.
5
اَؤ ما ته ستا هغه بے ريا ايمان راياديږى کوم چه اول ستا نيا لوئيس اَؤ ستا مور يُونيکے لرلو، اَؤ زما يقين دے چه تۀ ئے هم لرے.
6
په دے وجه زَۀ تا ته دا خبره دريادوم چه تۀ دَ خُدائے هغه نعمت وځلوه کُوم چه زما دَ لاس دَ کيښودلو په وسيله تا ته حاصل دے.
7
ځکه کُوم رُوح چه خُدائے مُونږ ته راکړے دے، دَ ويرے دَ پاره نه، بلکه دَ قُدرت، دَ مينے اَؤ په نفس قابُو کولو طاقت دَ پاره.
8
نو بيا زمُونږ دَ مالِک په باب کښے دَ ګواهئ ورکولو اَؤ له ما نه چه دَ هغۀ قيدى يم، شرميږه مه، بلکه دَ خُدائے دَ قُدرت په مُطابق دَ زيرى دَ خاطره ما سره تکليفُونه وزغمه،
9
چه مُونږ ته ئے خلاصُون راکړو اَؤ راوئے بللُو چه دَ هغۀ خلق شُو، نۀ چه زمُونږ دَ کارُونو په وسيله، بلکه په خپله خاص اِراده اَؤ دَ هغه فضل په مُطابق چه دَ مسيح عيسىٰ په وسيله په مُونږ دَ ازل نه وشو.
10
خو اوس زمُونږ دَ خلاصوُونکى مسيح عيسىٰ په راتلو سره ښکاره شو چه مرګ ئے نِشت کړو، اَؤ غير فانى ژوندون ئے دَ هغه زيرى په وسيله څرګند کړو.
11
دَ هغه زيرى دَ تبليغ دَ پاره زَۀ رسُول اَؤ اُستاذ مقرر شوم،
12
اؤ په دِے وجه زَۀ دا تکليفُونه هم زغمم اَؤ شرميږم نه، ځکه چه په چا چه ما ايمان راوړے دے هغه پيژنم، اَؤ زما يقين دے چه څۀ چه هغۀ ما ته سپارلى دى تر هغے ورځے پورے هغه دَ هغۀ حفاظت کولے شى.
13
کُومے صحيح خبرے چه تا له ما نه دَ هغه ايمان اَؤ مينے سره چه په مسيح عيسىٰ کښے دى واؤريدے، هغوئ نمُونه وګڼه.
14
دَ رُوحُ القُدس په وسيله چه په مُونږ کښے اوسى دَ هغه څيز حفاظت وکړه چه تا ته سپارلے شوے دے.
15
لکه چه تۀ خبر ئے چه دَ ايشيا صوبے ټولو خلقو زَۀ پريښودلم چه په هغوئ کښے فوګِلوس اَؤ هِرموګينيس هم دى.
16
مالِک دِ دَ اونسيفوروس په کورنئ رحم وکړى ځکه چه زَۀ هغه اکثر دَ غمُونو نه خلاص کړے يم، اَؤ زما په قيد ونۀ شرميدلو،
17
بلکه هر کله چه هغه رُوم ته راغے نو ډير په کوشِش ئے زما لټُون وکړو اَؤ زَۀ ئے ومُوندلم.
18
زَۀ غواړم چه مالِک دِ په هغه لويه ورځ په هغۀ رحم وکړى، اَؤ هغۀ چه په اِفِسوس کښے کُوم خدمتُونه وکړل دَ هغے نه تۀ ښۀ خبر يئے.
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
4