bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
2 Timothy 4
2 Timothy 4
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
1
دَ خُدائے اَؤ دَ مسيح عيسىٰ په وړاندے چه به دَ ژوندو اَؤ دَ مړو عدالت کوى، دَ هغۀ دَ ظاهريدو اَؤ دَ بادشاهئ په دريادولو زَۀ دَ هغۀ په نامه حُکم در کوم.
2
چه تۀ دَ کلام زيرے ورکوه اَؤ وخت ناوخت په دے کار کښے تيار اوسه، اَؤ چه تعليم ورکوے نو دَ صبر سره ئے قايل اَؤ ملامت کوه اَؤ تسلى ورکوه.
3
ځکه چه داسے وخت به راځى چه خلق به صحيح تعليم نۀ زغمى، بلکه دَ خپلے خوښے په مُطابق به داسے اُستاذان جوړ کړى چه هغوئ ته به هغه څۀ وښائى چه آؤريدل ئے غواړى.
4
اَؤ هغوئ به حق ته غوږ نۀ کيږدى اَؤ قِصو ته به پام کوى.
5
خو تۀ په هر حالت کښے بيدار اوسه، سختى وزغمه، دَ بشارت کار کوه اَؤ دَ خُدائے دَ خادم په حيث خپل خدمت پُوره کوه.
6
ځکه چه زَۀ اوس قُربانى کيدُونکے يم اَؤ زما دَ رُخصتيدو وخت راغلے دے.
7
هغه جنګ چه ما ته په دے دُنيا کښے کول وُو، ما په ښه شان وکړو، خپله منډه مے پُوره کړے ده اَؤ هغه ايمان چه ما ته سپارلے شوے وو، هغه مے محفوظ ساتلے دے.
8
اَؤ وړاندے زما دَ پاره دَ صداقت دَ ګټے سهره کيښودے شوے ده چه عادل مُنصف، يعنے مالِک به ئے ما له په هغه ورځ راکړى، اَؤ يواځے ما له نه، بلکه هغه ټولو له هم چه دَ هغۀ دَ ظاهريدو آرزُومند دى.
9
ما له دَ راتلو زر کوشِش وکړه.
10
ځکه چه دَ ديماس دا موجُوده دُنيا خوښه کړه اَؤ زَۀ ئے پريښودلم اَؤ تِسالونيکے ته لاړو اَؤ کريسکينس ګلتيه ته اَؤ تيطوس دلماتيه ته.
11
يواځے لُوقا ما سره دے. مرقوس ځان سره راوله ځکه چه هغه زما په خدمت کښے په کار دے.
12
تخيکوس مے اِفِسوس ته اَستولے دے.
13
کُومه چُوغه چه ما په ترواس کښے دَ کريوس کره پريښے ده، تۀ چه راځے نو هغه اَؤ کتابُونه خاص په څرمنو ليکلى اَؤ نغښتى شوى دَ ځان سره راؤړه.
14
سکندر مسګر زما سره ډيرے بدے کړے دى. خُدائے به هغۀ ته خپل بدل ورکړى.
15
دَ هغۀ نه تۀ هم ځان ساته، ځکه چه هغۀ زمُونږ دَ پيغام ډير مُخالفت کړے دے.
16
په عدالت کښے زما دَ وړُومبئ صفايئ دَ پيش کولو په وخت هيچا زما ملګرتيا ونۀ کړه بلکه ټولو زۀ يواځے پريښودلم. کاش! چه هغوئ په دے ګُناه ونۀ نيولے شى.
17
خو مالِک زما مددګار وو اَؤ هغۀ ما له دا طاقت راکړو چه زما په معرفت دا زيرے په پُوره طور خور شى اَؤ ټول غير يهُوديان دا واؤرى اَؤ زَۀ دَ زمرى له کُومى نه راخلاص کړے شوم.
18
مالِک به ما دَ هرے بدئ نه خلاصوى اَؤ خپلے آسمانى بادشاهئ ته به مے په حفاظت رسوى. دَ هغوئ لوئى دِ تل تر تله وى آمين.
19
پرسکيله، اکوله اَؤ دَ اونِسيفوروس په خاندان مے سلام ووايه.
20
اِراستوس په کورنتوس کښے ايسار شو اَؤ تروفيموس ما په ميليتوس کښے پريښودو ځکه چه هغه ناجوړه وو.
21
دَ ژمى دَ موسم نه وړُومبے تۀ ما ته دَ ځان رارسولو کوشِش وکړه. يوبولوس اَؤ پودنس، لينوس، کلوديه اَؤ نور ټول ورُوڼه درته سلام وائى.
22
مالِک دِ تاسو سره وى اَؤ په تاسو دِ دَ خُدائے فضل وى!
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
All chapters:
1
2
3
4