bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Titus 1
Titus 1
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 2 →
1
دا خط دَ پولوس دَ طرفه دے چه دَ خُدائے غُلام اَؤ دَ عيسىٰ مسيح رسُول دے. زَۀ دَ دے دَ پاره مُقرر کړے شوے يم چه دَ خُدائے په غوره شوو کښے دَ ايمان دَ راوړلو وسيله جوړ شم اَؤ دَ ديندارئ پُوره رښتينوالى په هغوئ څرګنده کړم.
2
دَ هغه بُنياد دَ تل ژوندُون اُميد دے، اَؤ خُدائے چه هيڅکله دروغ نۀ وائى، مُونږ سره دَ هغه ژوندُون وعده له ازل نه وکړه.
3
اَؤ بيا خُدائے دَ خپل ټاکلى شوى وخت په مُطابق دَ خپل پيغام په وسيله هغه ښکاره کړو. دا پيغام ما ته وسپارلے شو اَؤ زَۀ دَ خپل خلاصوُونکى خُدائے په حُکم دا آؤرم.
4
دا خط زَۀ دَ تيطوس په نُوم ليکم چه ما سره په شريک ايمان کښے زما رښتينے زوئے دے. دَ خُدائے پلار اَؤ زمُونږ دَ خلاصوُونکى مسيح عيسىٰ فضل اَؤ سلامتى دِ په تا وى.
5
ما په کريت کښے تۀ دَ دے دَ پاره پريښے وے چه تۀ پاتے شوے کار پُوره کړے اَؤ زما دَ حُکم په مُطابق ښار په ښار داسے مشران مُقرر کړے،
6
چه څوک بے اِلزامه اَؤ دَ يوے ښځے خاوندان وى، اَؤ بچى ئے ايمانداره اَؤ دَ بدچلنئ اَؤ دَ نافرمانئ دَ اِلزام نه پاک وى.
7
ځکه چه دَ جماعت مشر دَ خُدائے دَ کار دَ مُختار کيدو په وجه دِ بے اِلزامه وى، چه هغه دِ نۀ خودغرضه، نۀ غُصه ناک، نۀ شرابى، نۀ جګړه مار، اَؤ نۀ دِ دَ ناجائزے ګټے حرصناک وى.
8
بلکه هغه دِ ميلمه پالُونکے، نيک خواه، تقوىٰ دار، مُنصف مزاجه، پاک اَؤ صبرناک وى.
9
کُوم کلام چه هغۀ ته ورزده کړے شوے دے، هغه دِ دَ دے لائق وى، چه خلق په هغۀ باور کولے شى. نو په کار دى چه مشر په دے کلام قايل وى چه هغه په صحيح تعليم ورکولو نصيحت هم کولے شى، اَؤ مُخالفان قائل کولے هم شى.
10
ځکه چه ډير خلق نافرمانه، بدزبانه اَؤ دوکه باز دى، خاص دَ نؤو ايمان راوړُونکو يهُوديانو په مينځ کښے.
11
دَ دوئ خُلۀ بندول په کار دى ځکه چه دا خلق دَ ناجائزے ګټے دَ پاره ورانے خبرے ورزده کوى اَؤ دغه شان کورُونه اَؤ خيلخانے تباه کوى.
12
لکه چه په دوئ کښے يو پيغمبر دا وئيلى دى چه ”کريتيان هميشه دروغژن، وحشيان، ګيډه ور اَؤ لټان دى.“
13
دا ګواهى رښتيا ده، نو هغوئ په دے ډير ملامته کوه دَ دے دَ پاره چه دَ هغوئ ايمان ټينګ شى.
14
اَؤ هغوئ دِ نۀ دَ يهُوديانو قيصو اَؤ دَ هغو سړو حُکمُونو ته غوږ ږدى، چه دَ حق نه ګُمراه دى.
15
دَ پاکو خلقو دَ پاره ټول څيزونه پاک دى، خو دَ ګُناه ګارو اَؤ بے اِيمانه خلقو دَ پاره هيڅ شے هم پاک نۀ دے بلکه دَ هغوئ عقل اَؤ ضمير دواړه پليت دى.
16
هغوئ دَ خُدائے دَ پيژندلو دعوىٰ کوى خو په عمل کښے دَ هغۀ نه اِنکار کوى، ځکه چه هغوئ مکروه اَؤ نافرمانه دى اَؤ دَ يو نيک کار قابل هم نۀ دى.
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3