bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Titus 2
Titus 2
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 3 →
1
خو تۀ هغه خبرے وربيان کړه کُومے چه دَ صحيح تعليم دَ پاره مُناسب دى،
2
يعنے دا چه بُوډاګان دِ پرهيزګاره، په خوئ درانۀ اَؤ تقوىٰ دار وى، اَؤ دَ هغوئ ايمان اَؤ مينه اَؤ صبر دِ صحيح وى.
3
دغه شان دِ دَ بوډئ ګانو ښځو ظاهرى چال چلن دَ نيکانو وى، هغوئ دِ تور لګوُونکے اَؤ زيات شراب څښونکے نۀ وى بلکه ښے خبرے ورزده کوُونکے دِ وى،
4
دَ دے دَ پاره چه ځوانانو ښځو ته وښائى چه دَ خپلو خاوندانو اَؤ خپلو بچو سره دِ مينه ولرى،
5
اَؤ تقوىٰ دارے، پاک لمنے اَؤ دَ کور کار کوُونکے اَؤ مهربانى کوُونکے اَؤ دَ خپل خپل خاوند تابعدارے اوسى، دَ دے دَ پاره چه دَ خُدائے کلام بدنام نۀ شى.
6
اَؤ زلمو ته هم داسے نصيحت کوه چه هغوئ دِ تقوىٰ دار شى.
7
په ټولو خبرو کښے خپل ځان دَ ښو کارُونو يوه نمُونه جوړه کړه، ستا په تعليم کښے دِ پاکوالے اَؤ درُوندوالے وى.
8
اَؤ ستا کلام دِ دومره صحيح وى چه څوک په کښے څۀ وئيلے نۀ شى، دَ دے دَ پاره چه مُخالف په مُونږ کښے څۀ عيب ونۀ مُومى اَؤ شرمنده شى.
9
غُلامانو ته نصيحت کوه چه دَ خپلو مالِکانو حُکم دِ منى اَؤ په هره خبره کښے دِ هغوئ خوشحاله ساتى اَؤ دَ هغوئ په حُکم کښے دِ هيڅ کله تکرار نۀ کوى،
10
غلا دِ نۀ کوى بلکه هميشه دِ ديانتدارى په ښۀ شان ظاهروى دَ دے دَ پاره چه دَ هغوئ دَ مخه په هره خبره کښے زمُونږ دَ خلاصوُونکى خُدائے تعليم عزت ومُومى.
11
ځکه چه دَ خُدائے فضل دَ ټولو خلقو دَ خلاصون دَ پاره ظاهر شوے دے.
12
اَؤ مُونږ ته دا ښائى چه بے دينى اَؤ دُنياوى خواهشُونه پريږدُو اَؤ په موجُوده جهان کښے په پرهيزګارئ، صداقت اَؤ ديندارئ سره ژوند تير کړُو.
13
اَؤ دَ هغه مُبارک اُميد، يعنے دَ خپل لوئے خُدائے اَؤ خلاصوُونکى عيسىٰ مسيح دَ جلال دَ ظاهريدو په اِنتظار شُو،
14
چا چه خپل ځان زمُونږ دَ پاره ورکړو چه مُونږ دَ هر قِسم نافرمانبردارئ نه خلاص کړى اَؤ پاک مو کړى، اَؤ په خپل خاص ملکيت کښے مو يو داسے خلق وګرزوى کُوم چه دَ ښۀ کارُونو دَ پاره په کار آخته وى.
15
په پُوره اِختيار سره دغه خبرے کوه، خلقو ته نصيحت کوه اَؤ ملامته کوه ئے. هيڅ څوک دِ هم تا ته په سپکه ونۀ ګورى.
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3