bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Titus 3
Titus 3
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
1
خپلو خلقو ته دا ورياد کړه چه دَ حاکمانو اَؤ دَ اِختيار دَ خاوندانو فرمانبردارى دِ کوى اَؤ دَ هغوئ حُکم دِ منى اَؤ دَ هر ښۀ کار دَ پاره دِ تيار ولاړ وى.
2
دَ چا بد دِ نۀ وائى، تکرار دِ نۀ کوى بلکه نرم مزاج دِ وى، اَؤ دَ هر چا سره دِ ډير په صبر خبرے کوى.
3
ځکه چه مُونږ هم اول ناپوهه، نافرمانه، ګُمراه اَؤ دَ قِسما قِسم خواهشاتو اَؤ دَ عيش و عشرت بنديان وُو اَؤ په بد خواهئ اَؤ په حسد کښے مو ژوند تيروو، دَ نفرت لائق وُو اَؤ دَ يو بل نه مو نفرت کاوو.
4
خو هر کله چه زمُونږ خلاصوُونکى خُدائے فضل وکړو اَؤ دَ اِنسان سره دَ هغۀ مينه ظاهره شوه،
5
نو هغۀ مُونږ له خلاصُون راکړو، خو دَ صداقت دَ هغه ښۀ کارُونو په سبب نه، کُوم چه مُونږ په خپله کړى وُو، بلکه دَ خپل رحمت په مُطابق اَؤ دَ نوى پيدايښت په وينځلو اَؤ دَ رُوحُ القُدس زمُونږ دَ بيا دَ نوى کولو په وسيله.
6
خُدائے رُوحُ القُدس زمُونږ دَ خلاصوُونکى عيسىٰ مسيح په وسيله په مُونږ ډير زيات نازل کړو،
7
دَ دے دَ پاره چه مُونږ دَ هغۀ په فضل صادِق کړے شُو اَؤ دَ تل دَ ژوندُون دَ اُميد وارثان شُو.
8
دا خبره رښتيا ده اَؤ زَۀ غواړم چه تۀ دَ دے خبرو تاکيد وکړے دَ دے دَ پاره چه چا چه په خُدائے ايمان راوړے دے، هغوئ په ښو کارُونو کښے دَ بوختيدو خيال وکړى. دا کارُونه غوره اَؤ دَ اِنسان دَ پاره سُود من دى.
9
خو دَ بے وقوفئ په بحثُونو، نسب نامو اَؤ جګړو اَؤ دَ هغه جنګُونو نه چه دَ شريعت په حقله جوړيږى، ځان ساته، ځکه چه دا لا حاصله اَؤ بے فائدے دى.
10
دوه ځلے نصيحت کوه خو بيا دَ بدعتى سړى نه ځان ساته.
11
اَؤ په دے پوهه شه چه داسے سړے بے لارے شوے دے اَؤ خپل ځان ئے مُجرم کړے دے ځکه چه په ګُناه کښے ژوند تيروى.
12
هر کله چه زَۀ تا ته ارتِماس يا تخيکوس دروليږم نو نيکوپوليس ته دَ راتلو کوشِش وکړه ځکه چه ما هلته دَ ژمى تيرولو نيت کړے دے.
13
دَ شرعے عالم زيناس اَؤ اپولوس دَ را استولو کوشِش وکړه، په دے شان چه هغوئ ته دَ څۀ څيز کمے رانۀ شى.
14
اَؤ زمُونږ خلق دِ هم په ښۀ کارُونو کښے آخته وى، دَ دے دَ پاره چه حاجت پيښ شى نو ورسره څۀ وى، اَؤ بے کاره دِ نۀ کښينى.
15
زما ټول ملګرى تا ته سلام وائى. چه مُونږ دَ ايمان دَ مخه خپل ګڼى، هغوئ ته زمُونږ سلام وايه. په تاسو ټولو دِ دَ خُدائے فضل جارى وى.
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
All chapters:
1
2
3