bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Jeremiah 11
Jeremiah 11
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 49
Chapter 50
Chapter 51
Chapter 52
Chapter 12 →
1
مالِک خُدائ يرمياه ته دا پېغام ورکړو چې،
2
”تاسو د دې لوظ شرطونو ته غوږ ونيسئ او هغه د يروشلم او يهوداه خلقو ته ووايه کوم چې ما تاسو سره کړے دے.
3
هغوئ ته ووايه چې دا هغه موضوع ده چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، لعنت دې وى په هر هغه چا چې د دې لوظ د شرطونو پيروى نۀ کوى.
4
دا هغه لوظ دے چې کله ما ستاسو پلار نيکۀ سره په هغه وخت کښې کړے دے کله چې ما هغوئ د مِصر نه بهر راوويستل د هغه ځائ نه چې لکه د اور د بټۍ په شان وو. کۀ چرې تاسو زما د حکمونو پيروى وکړئ کوم چې ما تاسو له درکړى دى، نو بيا به تاسو زما قوم يئ، او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم.
5
نو زۀ به بيا خپل هغه لوظ پوره کړم کوم چې ما ستاسو د پلار نيکۀ سره کړے وو چې زۀ به هغوئ له هغه زمکه ورکړم چې په کښې د شهد او پئ ډېر تېر دى او په کوم کښې چې تاسو نن اوسېږئ.“ نو بيا ما جواب ورکړو چې، ”آمين، مالِکه خُدايه.“
6
بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”لاړ شه او د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې وګرځه. هلته زما ټول پېغامونه هغوئ ته بيان کړه او خلقو ته ووايه چې، د لوظ په شرطونو باندې غور وکړئ، او په هغۀ باندې عمل وکړئ.
7
کله چې ما ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه بهر راويستل نو ما بار بار دوئ ته خبردارے ورکړو چې زما تابعدارى وکړئ او تر نن ورځ پورې لګيا يم او هم دا خبردارے ورکوم.
8
بلکې هغوئ نۀ ما ته غوږ ونيولو او نۀ يې زما په خبرو غور وکړلو خو په ځائ د دې هغوئ هر يو د خپل سرکشه زړۀ د خواهشاتو په مطابق ژوند تېرولو. او زما د لوظ د احکامو پيروى يې ونۀ کړه، نو بيا ما هم په هغوئ هغه ټول لعنتونه نازل کړل چې په لوظ کښې يې ذکر شوے دے.“
9
نو دوباره بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”د يهوداه او د يروشلم خلقو زما خِلاف سازش جوړ کړے دے.
10
هغوئ د خپل پلار نيکۀ پخوانى د ګناهونو لارو ته رجوع کړې ده، د هغوئ پلار نيکۀ زما کلام ته غوږ نۀ نيولو او د نورو معبودانو پيروى او عبادت يې شروع کړو. دواړو اِسرائيل او يهوداه هغه لوظ مات کړو کوم چې ما د دوئ پلار نيکۀ سره کړے وو.
11
نو د دې دپاره زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې، زۀ به په دوئ هغه افتونه او مصيبتونه راولم چې دوئ به ترې نه تښتېدلے نۀ شى. کۀ څۀ هم چې دوئ ما ته د مدد دپاره وژاړى او چغې ووهى، خو زۀ به يې نۀ اورم.
12
نو د يهوداه او د يروشلم خلق به معبودانو له لاړ شى او فرياد به ورته وکړى، چا ته چې هغوئ خوشبويۍ سوزولې. خو هرکله چې افت په دوئ باندې راشى نو په هغه وخت کښې به هغه بُتان دوئ بچ نۀ کړى.
13
اے د يهوداه خلقو وګورئ ستاسو د خپلو ښارونو په تعداد کښې معبودان دى، او د يروشلم د کوڅو په تعداد کښې تاسو شرمناکې ډيرې قربانګاه جوړې کړې دى، چې په کښې د بعل بُت دپاره د خوشبو سوزولو قربانۍ پېش کړئ.
14
اے يرمياه، تۀ د دې خلقو دپاره نۀ ما ته دُعا او نۀ مِنت زارى وکړې، ځکه چې زۀ به دوئ ته په هغه وخت کښې چې کله په تکليف کښې وى غوږ نۀ نيسم.
15
نو بيا تاسو زما کور ته د داخلېدو څۀ حق لرئ چې تاسو بد کارونه وکړل، اے زما محبوب قومه؟ آيا ستاسو د نذرانې او د قربانۍ مقدسې غوښې پېش کول به تاسو د تباهۍ نه بچ کړى څۀ؟ او په حقيقت کښې تاسو په بدعملۍ کولو کښې خوشحاله يئ.
16
ما مالِک خُدائ به په يو وخت کښې تاسو ته د زيتُونو د شنې او ښکلې ونې لقب درکړے وو چې د ښو مېوو نه ډکې وى. خو د سخت او زورَور طوفان په شور کښې به زۀ ستا په پاڼو اور بل کړم، او ستا څانګې به ماتې کړم.
17
ما، مالِک خُدائ ربُ الافواج اِسرائيل او يهوداه د ونې په شان کَرلى وُو، خو اوس مې په تاسو د افت راوستلو فېصله وکړه. ځکه چې تاسو بدعملى وکړه، او د بعل بُت ته د خوشبويۍ په سوزولو تاسو زما غصه راوپاروله.“
18
نو بيا مالِک خُدائ زۀ د هغوئ د بدو منصوبو نه خبر کړم کومې چې دشمنانو زما خِلاف جوړې کړې وې.
19
زۀ د هغه بېګناه ګډُورى په شان وم چې د حلالولو دپاره روان کړے شوے وى او ما ته زما خِلاف د هغوئ د بدو منصوبو عِلم نۀ وو. هغوئ وئيل، ”راځئ چې د مېوې هغه ډکه ونه راوغورزوُو، راځئ چې هغه د ژوندو د دُنيا نه ختم کړُو چې نور د هغۀ نوم د دُنيا نه د تل دپاره ورک شى.“
20
نو بيا ما سوال وکړو چې، ”اے مالِکه خُدايه ربُ الافواجه. تۀ عادل او اِنصاف کوونکے يې، تا ته د هغوئ د زړُونو او سوچونو پته ده، زۀ غواړم چې تۀ زما بدله واخلې او هغه په خپله ووينم، نو اوس ما خپله فېصله تا ته پرېښې ده.“
21
مالِک خُدائ فرمائى، ”د عنتوت خلق غواړى چې تا ووژنى. هغوئ وائى چې تۀ د مالِک خُدائ په نوم نبوت مۀ کوه ګنې تا به مړ کړُو.
22
نو مالِک خُدائ ربُ الافواج د دوئ په حقله فرمائى، زۀ به هغوئ له سزا ورکړم. د هغوئ ځوانان به په جنګ کښې ووژلے شى، او د هغوئ زامن او لوڼه به د قحط په وجه مړۀ شى.
23
د هغوئ نه به يو هم بچ پاتې نۀ شى ځکه چې زۀ به د عنتوت په خلقو افت رانازل کړم. کله چې د هغوئ د سزا وخت راورسيږى.“
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 49
Chapter 50
Chapter 51
Chapter 52
Chapter 12 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
41
42
43
44
45
46
47
48
49
50
51
52