bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Jeremiah 36
Jeremiah 36
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 35
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 49
Chapter 50
Chapter 51
Chapter 52
Chapter 37 →
1
په يهوداه کښې د يهويقيم د يوسياه د زوئ د بادشاهۍ په څلورم کال، مالِک خُدائ يرمياه ته پېغام ورکړو چې،
2
”يو طومار راواخله او په هغې زما ټول کلام کوم چې ما درته د يهوداه، د اِسرائيل او د ټولو قومونو په خلاف د يوسياه د بادشاهۍ د وخت نه تر اوسه پورې نازل کړے دے وليکه.
3
شايد چې د يهوداه خلق د هغه ټولو افتونو په حقله واورى کوم چې زما په هغوئ د راوستلو نيت دے، نو کۀ هر يو د خپلې بدعملۍ نه راوګرځى نو بيا به زۀ د هغوئ ګناهونه او بدعملونه معاف کړم.“
4
نو بيا يرمياه باروک د نيرياه زوئ راوغوښتلو، او کله چې يرمياه هغۀ ته هغه هر څۀ ووئيل کوم چې مالِک خُدائ هغۀ ته فرمائيلى وُو، نو باروک هغه په يو طومار کښې وليکل.
5
نو بيا يرمياه باروک ته وفرمائيل چې، ”زۀ دلته نظر بند يم نو د مالِک خُدائ کور ته دننه تلے نۀ شم.
6
نو بيا تاسو د مالِک خُدائ کور ته کله چې روژه وى لاړ شئ او خلقو ته هغه څۀ ولولئ کوم چې ما تاسو ته وفرمائيل او تاسو هغه په يو طومار کښې وليکل. دا د يهوداه ټولو هغه خلقو ته ولوله کوم چې د خپلو ښارونو نه د عبادت دپاره دلته راغلى وى.
7
شايد چې هغوئ مالِک خُدائ ته عرض او مِنت زارى وکړى او ټول د خپلو بدو لارو نه راوګرځى، ځکه چې د مالِک خُدائ قهر او غضب ډېر لوئ دے کوم چې يې د دې خلقو خلاف اعلان کړے دے.“
8
باروک د نيرياه زوئ هم هغه شان وکړل څنګه چې ورته يرمياه نبى حکم کړے وو، نو د هغه طومار نه يې د مالِک خُدائ کلام د مالِک خُدائ په کور کښې ولوستلو.
9
يهويقيم د يوسياه زوئ د يهوداه بادشاه د بادشاهۍ د پينځم کال په نهمه مياشت د يروشلم ټولو خلقو ته او د هغوئ دپاره څوک چې د يهوداه د ښارونو نه راغلى وُو، د روژې اعلان وکړو او هغوئ د مالِک خُدائ دپاره روژه ونيوله.
10
د مالِک خُدائ په کور کښې د ګمرياه د سافن زوئ منشى د کوټې نه، کومه چې د دربار په بره حِصه کښې وه او د مالِک خُدائ د کور د داخلېدو د نوې دروازې سره نزدې وه، باروک ټولو خلقو ته چې هلته موجود وُو د يرمياه کلام د طومار نه تلاوت کړو.
11
کله چې ميکاياه د ګمرياه زوئ او د سافن نمسى د مالِک خُدائ کلام د طومار نه واورېدو،
12
نو هغه په شاهى محل کښې لاندې د منشى کوټې ته لاړو، چرته چې ټول آفسران ناست وُو. اليسمع، د دربار منشى، د سمعياه زوئ دلاياه، د عکبور زوئ الناتن، د سافن زوئ ګمرياه، د حننياه زوئ صدقياه او نور ټول آفسران هلته موجود وُو.
13
نو ميکاياه هغوئ ته هغه هر څۀ ووئيل څۀ چې باروک خلقو ته د طومار نه بيانول او هغۀ ترې اورېدلى وُو.
14
نو ټولو آفسرانو په مشورې سره يهودى د نتنياه زوئ، د شلمياه نمسى او د کوشى کړوسے باروک ته ورولېږلو چې ورته دا ووائى، ”آفسران وائى چې راشه، او ځان سره هغه طومار هم راوړه کوم چې تا ټولو خلقو ته ولوستلو.“ نو باروک د نيرياه زوئ د هغه طومار سره چې کوم يې په لاس کښې وو هغوئ له ورغلو.
15
نو هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”مهربانى وکړه دلته کښېنه او مونږ ته دا طومار ولوله.“ نو باروک ورته هغه طومار ولوستلو.
16
نو کله چې هغوئ دا کلام واورېدو، نو بيا هغوئ يو بل ته يرې سره کتل او باروک ته يې ووئيل چې، ”مونږ به ضرور بادشاه د دې ټول کلام نه خبر کړُو.“
17
نو بيا هغوئ د باروک نه تپوس وکړو چې، ”تۀ مونږ ته دا ووايه چې دا هر څۀ تا څنګه وليکل؟ آيا يرمياه نبى تا ته وفرمائيل او تا وليکل؟“
18
باروک ورته جواب ورکړو چې، ”آو، هغۀ دا هر څۀ ما ته وفرمائيل او ما هغه په دې طومار کښې په سياهۍ باندې وليکل.“
19
نو آفسرانو باروک ته ووئيل چې، ”تۀ او يرمياه لاړ شئ او خپل ځان پټ کړئ. او هيچا ته مۀ وايئ چې تاسو چرته يئ.“
20
نو بيا آفسرانو هغه طومار د دربار د منشى اليسمع په کوټه کښې کېښودو، نو بيا هغوئ د بادشاه دربار ته لاړل او د دې ټول کلام نه يې بادشاه خبر کړو.
21
نو بادشاه يهودى نومې سړے ورولېږلو چې هغه طومار راوړى، نو يهودى هغه د اليسمع منشى د کوټې نه راوړو او بادشاه او هغه ټولو آفسرانو ته چې ورسره په خوا کښې ولاړ وُو ولوستلو.
22
نو د کال نهمه مياشت وه، د يخنۍ موسم وو نو بادشاه په شاهى محل کښې د ژمى دپاره په جوړه شوې کوټه کښې نغرى ته ناست وو.
23
هرکله چې يهودى درې څلور عنوانونه ولوستل، نو بادشاه دا طومار په چاقو وشلولو او هغه يې په نغرى کښې اور ته واچولو، تر دې چې هغه طومار ټول په اور کښې وسوزېدو.
24
بادشاه او د هغۀ ټولو خِدمتګارانو چا چې دا کلام واورېدو هغوئ ونۀ يرېدل او نۀ يې د غم نه جامې وشلولې.
25
کۀ څۀ هم چې الناتن، دلاياه او ګمرياه بادشاه ته مِنتُونه کول چې طومار مۀ سوزوه خو هغۀ د هغوئ خبرې ته غوږ ونۀ نيولو.
26
نو بيا د دې په ځائ بادشاه يرحمئيل شهزاده او ورسره سراياه د عزرائيل زوئ او شلمياه د عبدائيل زوئ ته حکم وکړو چې باروک منشى او يرمياه نبى ګرفتار کړى. خو مالِک خُدائ هغوئ پټ کړل.
27
کله چې يهويقيم هغه طومار وسوزولو چې په کښې هغه الفاظ وُو کوم چې باروک ته يرمياه فرمائيلى وُو او هغۀ ليکلى وُو، نو د مالِک خُدائ کلام په يرمياه نازل شو او ورته يې وفرمائيل چې،
28
”يو بل طومار راواخله او په هغې کښې هغه هر څۀ وليکه څۀ چې په اول طومار کښې ليکلے شوى وُو کوم چې يهويقيم د يهوداه بادشاه وسوزولو.
29
نو همدارنګه يهويقيم د يهوداه بادشاه ته ووايه، مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، تا دا طومار وسوزولو او يرمياه ته دې وئيل چې، تا ولې په دې کښې دا ليکلى دى چې په يقين سره به د بابل بادشاه راشى او په حقيقت کښې به دا مُلک تباه کړى او انسان او ځناور داوړه به په کښې جارُو کړى؟
30
نو په دې وجه مالِک خُدائ د يهويقيم د يهوداه بادشاه په حقله فرمائى چې، د هغۀ په اولاد کښې به څوک هم د داؤد په تخت بادشاهى ونۀ کړى، او د هغۀ لاش به په خوشى مېدان وغورزولے شى چرته چې په ورځ کښې به نمر او په شپه کښې به سختې يخنۍ او پرخې ته پروت وى.
31
زۀ به هغۀ ته او د هغۀ اولاد او د هغۀ نوکرانو ته د هغوئ د غلطو کارونو په وجه سزا ورکړم، زۀ به په دوئ او په هغه چا باندې چې په يروشلم کښې اوسيږى او د يهوداه په ټولو خلقو به هغه افتونه راولم کوم چې ما د هغوئ خلاف اعلان کړى دى، ځکه چې هغوئ ما ته غوږ ونۀ نيولو.“
32
بيا يرمياه يو بل تش طومار راواخستلو او باروک ليکوال د نيرياه زوئ له يې ورکړو، نو څنګه به چې يرمياه فرمائيل نو هغه ټول الفاظ يې په کښې دوباره وليکل کوم چې په هغه طومار کښې ليکلے شوى وُو چې يهويقيم د يهوداه بادشاه په اور کښې اچولے او سوزولے وو. او د هغې نه علاوه يې نوره هم په دې موضوع رڼا واچوله.
← Chapter 35
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 49
Chapter 50
Chapter 51
Chapter 52
Chapter 37 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
41
42
43
44
45
46
47
48
49
50
51
52