bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Jeremiah 41
Jeremiah 41
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 40
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 49
Chapter 50
Chapter 51
Chapter 52
Chapter 42 →
1
هم د هغه کال په اوومه مياشت، اِسمٰعيل د نتنياه زوئ او د اليسمع نمسے چې د شاهى خاندان يو کس وو، او د اوچتې عُهدې آفسر وو، هغه د لسو سړو سره مصفاه ته د جدلياه سره مِلاوېدو له لاړو. کله چې هغوئ په شريکه روټۍ خوړله،
2
نو ناګهانه د نتنياه زوئ اِسمٰعيل او د هغۀ لسو کسانو ټوپ کړو او خپلې تُورې يې راوويستلې او جدلياه يې قتل کړو، څوک چې د بابل بادشاه په يهوداه کښې ګورنر مقرر کړے وو.
3
اِسمٰعيل هم هغه ټول يهوديان ووژل څوک چې په مصفاه کښې د جدلياه سره وُو، او هغه بابليان فوجيان هم چې هلته وُو.
4
د جدلياه د قتلېدو نه يوه ورځ وروستو چې لا څوک هم د هغۀ په مرګ باندې خبر نۀ وُو،
5
اتيا کسان د شِکم، سيلا او سامريه نه د خُدائ کور ته راغلل چې عبادت وکړى. هغوئ خپلې ږيرې د غم په وجه خرئيلې وې، او د غم په وجه يې خپلې جامې هم شلولې وې او خپل ځانونه يې هم زخمى کړى وُو. او خپل ځان سره يې غله دانه او خوشبو مالِک خُدائ ته د نذرانې پېش کولو په توګه راوړې وې.
6
نو اِسمٰعيل د اوښکو نه په ډکو سترګو سره د مصفاه نه بهر ووتو او د هغه کسانو سره د ملاقات دپاره لاړو. کله چې هغه هغوئ ته ورسېدلو نو ورته يې ووئيل چې، ”راشئ، وګورئ چې د جدلياه د اخيقام زوئ سره څۀ شوى دى.“
7
خو چې څنګه هغوئ ښار ته ورننوتل، نو فوراً اِسمٰعيل او د هغۀ ملګرو ټول ووژل او د هغوئ لاشونه يې په يوه ډيګۍ کښې وروغورزول.
8
خو په هغه ډله کښې لس کسان وُو چې هغوئ اِسمٰعيل سره دا خبره وکړه او ورته يې ووئيل چې، ”کۀ چرې تۀ مونږ ونۀ وژنې نو کوم غنم، اوربشې، او د زيتون تېل او شات چې مونږ پټ ذخيره کړى دى هغه به تا له راوړُو.“ نو په دې خبره هغۀ هغوئ ژوندى پرېښودل.
9
هغه د اوبو ډيګۍ چې اِسمٰعيل په کښې د هغه مړو لاشونه ورګزار کړل کوم چې هغۀ وژلى وُو هم هغه لويه ډيګۍ وه چې آسا بادشاه جوړه کړې وه چې کله هغۀ د مصفاه دفاع مضبوطه کړه چې خپل ځان د اِسرائيلو د بعشا بادشاه نه وساتى. اِسمٰعيل د نتنياه زوئ هغه د مړو نه ډکه کړه.
10
بيا اِسمٰعيل د بادشاه لوڼه او هغه ټول کسان چې نبوزردان د فوج مشر په مصفاه کښې جدلياه ته پرېښى وُو هغوئ ټول يې ګېر کړل او ځان سره يې د عمون د علاقې په طرف روان کړل.
11
خو کله چې يوحانان د قريح زوئ او نور د فوج مشران د اِسمٰعيل د جرم نه خبر شول،
12
نو هغوئ خپل ټول سپاهيان راټول کړل او هغۀ پسې راووتل او په جبعون کښې د لوئ تالاب سره نزدې هغوئ هغه پېدا کړو.
13
کله چې د اِسمٰعيل سره قېديانو يوحانان او ورسره نور فوجى مشران وليدل نو هغوئ ډېر خوشحاله شول.
14
او د مصفاه نه ټول قېديان وتښتېدل او د يوحانان مدد يې شروع کړو.
15
خو اِسمٰعيل سره د خپلو هغه اتو کسانو دوستانو د عمون مُلک ته وتښتېدلو.
16
نو بيا يوحانان د قريح زوئ او نورو فوجى مشرانو، هغه ټول کسان د ځان سره روان کړل کوم چې هغوئ په جبعون کښې د اِسمٰعيل نه خلاص کړى وُو چې په هغوئ کښې سپاهيان، زنانه، ماشومان او د دربار خصيان شامل وُو، څوک چې د جدلياه د قتلولو نه وروستو اِسمٰعيل ګرفتار کړى وُو.
17
هغوئ مِصر ته د تللو وخت کښې د کِمهام سرائى چې بيتلحم سره نزدې وو هلته ايسار شُو.
18
نو د دې يرې نه چې کۀ بابليان په دې موضوع خبر شى چې اِسمٰعيل جدلياه قتل کړے دے، هغه څوک چې د بابل بادشاه د يهوداه ګورنر مقررولو، نو هغوئ به بيا څۀ کوى.
← Chapter 40
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 49
Chapter 50
Chapter 51
Chapter 52
Chapter 42 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
41
42
43
44
45
46
47
48
49
50
51
52