bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Jeremiah 18
Jeremiah 18
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 17
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 49
Chapter 50
Chapter 51
Chapter 52
Chapter 19 →
1
مالِک خُدائ ما يرمياه له پېغام راکړو،
2
”لاندې د کُلال کور ته لاړ شه، نو هلته به زۀ تا له خپل پېغام درکړم.“
3
نو زۀ هلته د کُلال کور ته لاړم او ما هغه وليدو چې په خپله څرخه يې کار کولو.
4
خو چې کوم لوښے به هغۀ د خټې نه جوړولو نو هغه به په لاس کښې هغه شان نۀ راتلو کوم به چې د هغۀ اُميد وو نو بيا به يې هغه خراب کړو او بل څيز به يې ترې نه جوړول شروع کړل کوم به چې هغۀ ته ښۀ ښکارېدو.
5
بيا مالِک خُدائ ما له دا پېغام راکړو چې،
6
”اے بنى اِسرائيلو، نو زۀ دا نۀ شم کولے چې تاسو سره هغه کار وکړم کوم به چې کُلال د خټې سره کولو؟ لکه څنګه چې خټه د کُلال په لاس کښې وه، داسې تاسو زما په لاس کښې يئ. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
7
هرکله کۀ چرې زۀ وغواړم چې يو قوم يا بادشاهت د بېخ نه ختم کړم، يا هغه راوغورزوم او تباه يې کړم،
8
او کۀ چرې هغه قوم کوم ته چې ما خبردارے ورکړے وى، د خپلو بدو عملونو نه راوګرځى، نو بيا به زۀ نرمۍ نه کار واخلم او د خپلې ارادې نه به واپس شم او په هغوئ به هغه افت نۀ راولم.
9
او کۀ بل وخت کښې زۀ چرې دا ووايم چې زۀ به دا قوم يا يو بادشاهت آباد او قائم کړم،
10
خو کۀ بيا هغه مُلک زما په وړاندې شرارت کوى او زما تابعدارى ونۀ کړى نو زۀ به د هغه ښۀ کولو اراده پرېږدم د کوم چې ما د هغوئ دپاره اراده کړې وه.
11
نو اوس زما د طرفه د يهوداه او يروشلم خلقو ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى چې ګورئ، زۀ په تاسو د افت راوستلو تيارے کوم او ستاسو خلاف منصوبه جوړوم. نو هر يو دې د خپلو بدو طريقو نه راواوړى، او هغه څۀ دې کوى کوم چې ښۀ وى.
12
خو هغوئ په جواب کښې ووئيل چې، خپله خولۀ دې په مونږ مۀ خرابوه، مونږ چې په کومو طريقو اوسېدل غواړُو هغه شان به اوسيږو، په سرکشۍ سره به د خپل زړۀ بد خواهشونه پوره کوُو.“
13
”نو په دې وجه مالِک خُدائ فرمائى چې، د نورو قومونو د خلقو نه دا تپوس وکړه چې کله هم هغوئ د داسې کار په حقله اورېدلى دى. بنى اِسرائيل دې د پاکې پېغلې په شان وى، خو هغې ډېر بد کار وکړو.
14
آيا د لبنان د غرونو د څوکو نه کله هم واوره ويلې شوې او ختمه شوې ده څۀ؟ آيا د هغوئ د غريزه او لرې چينو يخې اوبۀ بهېدل کله ختم شوى دى څۀ؟
15
بلکې زما خلقو زۀ هېر کړے يم، او هغوئ بېکاره بُتانو ته خوشبويۍ وسوزولې، بُتان کوم چې د هغوئ د تيندک باعث شُو او دوئ يې د پخوانو ښو لويو لارو نه جدا کړل او په کچه لارو باندې روان شول.
16
نو په دې وجه به د هغوئ مُلک په بيابان بدل کړے شى او نورو ته به د خندا ذريعه وګرځى. څوک هم چې په دې لاره تېريږى نو هغوئ به حق حيران شى او د يهوداه په حالت به يې د يرې نه وېښتۀ نيغ ودريږى.
17
نو زۀ به لکه د نمرخاتۀ د باد په شان هغوئ د دشمنانو په وړاندې خوارۀ وارۀ کړم. او د هغوئ د مصيبت په ورځ به زۀ خپل مخ د هغوئ نه واړوم او د هغوئ فريادونه به نۀ اورم.“
18
نو بيا خلقو ووئيل، ”راځئ چې د يرمياه خلاف منصوبه جوړه کړُو. ځکه چې مونږ سره ډېر اِمامان، هوښياران او نبيان شته دے. مونږ ته د هغۀ د شريعت د تعليم، نصيحت او پېشګويۍ ورکولو ضرورت نشته دے. راځئ چې په خولۀ د هغۀ په حقله افواګانې خورې کړُو او په هغۀ اِلزام ولګوو او دوئ چې څۀ هم وائى نور ورته غوږ ونۀ نيسو.“
19
نو بيا ما ووئيل چې، ”اے مالِکه خُدايه، ما ته غوږ ونيسه او زما دشمنان چې زما خلاف څۀ وائى په هغې غور وکړه.
20
ولې هغوئ د ښو بدله په بدو سره ورکوى څۀ؟ اوس خو هغوئ زما د وژلو دپاره کنده کنستلې ده. هغه وخت راياد کړه چې زۀ به ستا په حضور کښې ودرېدم او د هغوئ سفارش به مې تاسو ته کولو چې په هغوئ باندې خپل قهر او غضب مۀ نازلوه.
21
خو اے مالِکه خُدايه، اوس پرېږده چې د هغوئ بچى د لوږې نه مړۀ شى، پرېږده چې هغوئ په تُوره قتل کړے شى. د هغوئ ښځې دې بورې او کونډې شى، پرېږده چې د هغوئ بوډاګان سړى په وبا مړۀ شى، پرېږده چې د هغوئ ځوانان په جنګ مړۀ شى.
22
پرېږده چې ناګهانه په هغوئ جنګى سپاهيان ورننوځى، او د هغوئ د کورونو نه دې چغې او سورې واورېدلے شى. ځکه چې هغوئ زما دپاره کنده کنستلې ده او پټ دام يې راته خور کړے دے.
23
خو اے مالِکه خُدايه، تۀ د هغوئ په ټولو منصوبو باندې پوهه يې چې زما د وژلو دپاره يې تيارې کړې دى. تۀ د هغوئ جرم مۀ معاف کوه او مۀ د هغوئ ګناه د خپلو سترګو نه اخوا کوه. پرېږده چې هغوئ ستا په وړاندې راوغورزيږى، او په خپل قهر او غضب کښې هغوئ له سزا ورکړه.“
← Chapter 17
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 49
Chapter 50
Chapter 51
Chapter 52
Chapter 19 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
41
42
43
44
45
46
47
48
49
50
51
52