bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Joshua 12
Joshua 12
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 11
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 13 →
1
بنى اِسرائيلو دوو بادشاهانو له شکست ورکړو، نو د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د ارنون وادۍ نه واخله د اُردن تر وادۍ پورې او هم داسې په شمال کښې د حرمون غر پورې ټول مُلک يې فتح کړے وو او قبضه يې پرې کړې وه.
2
يو امورى بادشاه سيحون وو چې هغۀ به په حسبون باندې بادشاهى کوله. د هغۀ په بادشاهۍ کښې نيم جِلعاد شامل وو، د عروعير نه واخله چې د ارنون وادۍ په غاړه وو او د هغه وادۍ په مينځ کښې ښار او هم داسې د يبوق سيند پورې چې دا د عمون سرحد وو،
3
په دې کښې د اُردن وادى يعنې په جنوب کښې د ګليل درياب نه واخله د مړ درياب نمرخاتۀ طرف تر بيتيسيموت پورې او د پِسګه غر د لمنو پورې علاقې شاملې وې.
4
هغوئ د بسن بادشاه عوج له هم شکست ورکړو، څوک چې د رفائيم آخرى پاتې شوے وو، هغۀ په عستارات او ادرعى باندې بادشاهى کوله.
5
د هغۀ په بادشاهۍ کښې د حرمون غر، سلکه او د جسور سرحدونو پورې ټول بسن او معکه او نيم جِلعاد او هم داسې د حسبون بادشاه سيحون د علاقې پورې مُلک په کښې شامل وو.
6
موسىٰ او بنى اِسرائيلو دې دوو بادشاهانو له شکست ورکړے وو. د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ د هغوئ مُلک د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې له د دې دپاره ورکړے وو چې د هغوئ خپل ميراث شى.
7
نو يشوَع او بنى اِسرائيلو د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته دې ټولو بادشاهانو له شکست ورکړو چې په دې کښې د لبنان وادۍ بعلجاد نه واخله په جنوب کښې د ادوم سره نزدې د خلق غر پورې علاقې شاملې وې. يشوَع دا مُلک په قبيلو باندې تقسيم کړو او دا يې ورکړو چې پوخ ميراث يې شى.
8
په دې حِصه کښې د غرونو مُلک، نمرپرېواتۀ طرف ته د غرونو لمنې، د اُردن وادى او د دې لمنې، نمرخاتۀ طرف ته کوزه علاقه او په جنوب کښې خُشکه علاقه شامله وه. په دې علاقه کښې حِتيان، اموريان، کنعانيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان اوسېدل.
9
بنى اِسرائيلو چې کومو بادشاهانو له شکست ورکړو هغه دا دى، يريحو، عى چې بيتايل ته نزدې وو،
10
يروشلم، حبرون،
11
يرموت، لکيس،
12
عجلون، جزر،
13
دبير، جدر،
14
حُرمه، عراد،
15
لِبناه، عدولام،
16
مقيده، بيتايل،
17
تفوح، حِفر،
18
افيق، لشرون،
19
مدون، حصور،
20
سِمرون مرون، اکشاف،
21
تعنک، مِجدو،
22
قادِس، يقنِعام چې په کرمل کښې وو،
23
دور چې د سمندر په غاړه وو، جوئيم، چې په ګليل کښې وو،
24
او تِرضاه. دا ټول يو دېرش بادشاهان وُو.
← Chapter 11
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 13 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24