bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Joshua 17
Joshua 17
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 16
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 18 →
1
د نمرپرېواتۀ طرف ته د اُردن يوه برخه د يوسف مشر زوئ منسى اولاد څۀ کورَنو ته مِلاو شوې وه. د جِلعاد پلار مکير، چې د منسى مشر زوئ وو هغه يو تکړه فوجى وو، نو په دې وجه جِلعاد او د نمرخاتۀ طرف ته بسن هغۀ ته حواله شوى وُو.
2
د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته زمکه د منسى دې باقى پاتې کورَنو ته حواله شوې وه يعنې ابيعزر، حالق، اسرىاېل، شِکم، حِفر او سميدع. دا د يوسف زوئ منسى نران اولاد وو او هغوئ د خپلو کورَنو مشران وُو.
3
د حِفر زوئ صِلافحاد، چې دې زوئ د جِلعاد، جِلعاد زوئ د مکير او مکير زوئ د منسى وو، د صِلافحاد زامن نۀ وُو، خو صِرف لوڼه يې وې. د هغوئ نومونه محلاه، نوعاه، حجلاه، مِلکاه او تِرضاه وُو.
4
هغوئ اِلىعزر اِمام، د نون زوئ يشوَع او مشرانو له لاړې او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړو چې مونږ له او داسې زمونږ نرانو خپلوانو له هم د زمکې يوه برخه راکړى چې زمونږ ميراث شى.“ نو چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو هغۀ ورله د ترونو سره ميراث ورکړو.
5
نو په دې وجه منسى ته د اُردن نمرخاتۀ طرف د جِلعاد او بسن نه علاوه لس نورې برخې مِلاو شوې،
6
ځکه چې د منسى قبيلې لوڼو ته د خپلو زامنو سره ميراث مِلاو شو. نو په دې وجه د جِلعاد مُلک د منسى د باقى پاتې اولاد ميراث شو.
7
د منسى علاقه د آشر نه د شِکم نمرخاتۀ طرف ته تر مکمتاه پورې ورسېده. بيا هغه سرحد د جنوب طرف ته لاړو چې په دې کښې د تفوح خلق شامل شى.
8
د تفوح نه ګېرچاپېره علاقه د منسى وه، خو په سرحد باندې د تفوح ښار، د اِفرائيم د اولاد وو.
9
بيا سرحد لاندې د قاناه نِهر ته تلے وو. د نِهر جنوبى طرف ته ښارونه د اِفرائيم وُو، اګر چې دا د منسى په علاقه کښې وُو. د منسى سرحد د نِهر شمالى غاړې سره تلے وو او د مديترانى سمندر سره ختم وو.
10
اِفرائيم جنوب طرف ته وو او منسى د شمال طرف ته وو او د نمرپرېواتۀ سرحد يې د مديترانى سمندر وو. آشر شمالى نمرپرېواتۀ طرف ته وو او يساکار شمالى نمرخاتۀ طرف ته وو.
11
د يساکار او آشر په علاقو کښې، بيتشان او ابليعام د منسى وُو او تر دور پورې چې د سمندر په غاړه دے او د هغې نه ګېرچاپېره ښارونه هم د منسى وُو، عين دور، تعنک، مِجدو او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه.
12
د منسى خلقو په دې ښارونو کښې اوسېدونکى خلق نۀ شول شړلے، نو په دې وجه کنعانيان هلته په زور اوسېدل.
13
اګر چې کله بنى اِسرائيليان تکړه هم شول، نو هغوئ بيا هم ټول کنعانيان ونۀ شړل، خو کنعانيان يې دې ته مجبور کړل چې په زبردستۍ ترې نه کار واخلى.
14
د يوسف اولاد يشوَع ته ووئيل، ”تا مونږ له د مُلک صِرف يوه برخه ولې راکړې ده چې زمونږ ميراث شى؟ مونږ ډېر زيات خلق يُو ځکه چې مالِک خُدائ مونږ له برکت راکړے دے.“
15
يشوَع ورته وفرمائيل، ”کۀ تاسو ډېر زيات يئ او د اِفرائيم د غرونو مُلک ستاسو دپاره کافى نۀ وى، نو بيا ځنګلو ته لاړ شئ او د فرزيانو او رفائيم په مُلک کښې د خپلو ځانونو دپاره زمکه صفا کړئ.“
16
د يوسف قبيلې ورته ووئيل، ”د غرونو مُلک هم زمونږ دپاره کافى نۀ دے، او د مېدانونو او د بيتشان او د دې نه ګېرچاپېره ښارونو او د يزرعيل په وادۍ کښې اوسېدونکى ټول کنعانيان د اوسپنې جنګى ګاډۍ لرى.“
17
نو يشوَع د اِفرائيم او د نمرپرېواتۀ طرف ته منسى قبيلو ته ووئيل چې، ”په حقيقت کښې تاسو ډېر زيات يئ او تاسو ډېر تکړه شوى يئ. تاسو ته به د يوې برخې نه زياتې برخې ملاويږى.
18
د غرونو مُلک به ستاسو شى، اګر چې دا يو ځنګل دے، تاسو به دا صفا کړئ او د يو سر نه تر بل سَره پورې به يې ونيسئ. کۀ کنعانيان هر څومره تکړه هم وى او ورسره د اوسپنې جنګى ګاډۍ وى خو تاسو به بيا هم هغوئ وشړئ.“
← Chapter 16
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 18 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24