bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Joshua 16
Joshua 16
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 15
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 17 →
1
د يوسف اولاد ته چې کوم مُلک حواله شوے وو د هغې جنوبى سرحد د يريحو سره نزدې د اُردن نه شروع شوے وو، دا هغه ځائ وو چې د يريحو چينو نمرخاتۀ طرف ته وو او صحرا ته تلے وو. دا د يريحو نه تلے وو او تر بيتايل پورې د غرونو مُلک ته ننوتلے وو.
2
د بيتايل نه دا لوز ته تلے وو او عطارات ادار ته رسېدلے وو، چرته چې ارکيان اوسېدل.
3
بيا دا د لاندينى بيتحورون پورې، نمرپرېواتۀ طرف ته د يفليطيانو علاقې ته تلے وو. دا د هغه ځائ نه جزر ته تلے وو او د مديترانى په سمندر باندې ختم وو.
4
دا زمکه د يوسف اولاد، د اِفرائيم قبيلو او د نمرپرېواتۀ طرف ته منسى ته مِلاو شوه چې د هغوئ خپل ميراث شى.
5
دا د اِفرائيم د قبيلې د کورَنو علاقه وه، د هغوئ سرحد نمرخاتۀ طرف ته د عطارات ادار نه پاسنى بيتحورون ته تلے وو.
6
او د هغه ځائ نه د مديترانى سمندر ته تلے وو. مکمتاه د هغوئ په شمالى طرف باندې وو. هلته نمرخاتۀ طرف ته سرحد د تانت سيلا طرف ته تاو وو او د ينوحاه نمرخاتۀ طرف ته تلے وو.
7
بيا دا د ينوحاه نه لاندې عطارات او نعراه ته تلے وو، چې يريحو ته رسېدلے وو او د اُردن سره ختم وو.
8
نمرپرېواتۀ طرف ته سرحد د تفوح نه د قاناه نِهر ته تلے وو او د مديترانى سمندر سره ختم وو. دا هغه مُلک وو چې د اِفرائيم د قبيلې کورَنو ته ورکړے شوے وو چې د هغوئ ميراث شى،
9
چې په کښې يو څو هغه واړۀ ښارونه او کلى هم شامل وُو کوم چې د منسى په سرحدونو کښې دننه وُو، خو د اِفرائيم قبيلې له ورکړے شوى وُو.
10
خو هغوئ هغه کنعانيان ونۀ شړل کوم چې په جزر کښې اوسېدل، نو په دې وجه کنعانيان تر اوسه پورې د اِفرائيميانو سره اوسيږى، خو د کنعانيانو نه يې په زور کار اخلى.
← Chapter 15
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 17 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24