bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Joshua 2
Joshua 2
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 3 →
1
بيا يشوَع د شطيم کېمپ نه دوه جاسوسان په پټه ولېږل او دوئ ته يې حُکم ورکړو چې، ”لاړ شئ او د کنعان په حقله معلومات حاصل کړئ او خاص کَر د يريحو ښار په حقله.“ کله چې هغوئ هغه ښار ته ورغلل نو لاړل چې د راحب نومې کنجرې کره شپه وکړى.
2
د يريحو بادشاه خبر شو چې څۀ اِسرائيليان په هغه شپه د دې مُلک د جاسوسۍ دپاره راغلى دى.
3
نو هغۀ راحب ته پېغام ولېږلو، ”ستا کور کښې چې کوم سړى دى هغه د دې مُلک معلومات حاصلولو له راغلى دى. هغوئ رابهر کړه.“
4
هغې جواب ورکړو، ”څۀ سړى زما کور ته راغلى وُو خو ما ته پته نشته چې دوئ د کوم ځائ وُو. هغوئ د ښار دروازې بندېدو نه لږ مخکښې د نمرپرېواتو په وخت دلته نه لاړل. ما ترې نه دا پته ونۀ لګوله چې هغوئ چرته تلل، خو کۀ تاسو اوس په هغوئ پسې ورمنډه کړئ نو وروبه رسېږئ.“ خو راحب هغه جاسوسان چت ته خېژولى وُو او هغې چې هلته کوم د سنډ بوټى اېښى وُو نو د هغې لاندې يې پټ کړى وُو.
7
د بادشاه سړى د ښار نه لاړل او بيا د ښار دروازه بنده شوه. هغوئ د بنى اِسرائيلو جاسوسانو پسې تر هغه ځائ پورې لاړل چرته چې سړک د اُردن سيند نه تېريږى.
8
د جاسوسانو د څملاستو نه مخکښې راحب چت ته وروخته
9
او ورته يې ووئيل، ”ما ته پته ده چې مالِک خُدائ دا مُلک تاسو له درکړے دے او د دې مُلک هر يو کس تاسو نه سخت يريږى.
10
مونږ د هغې نه خبر شوى يُو چې کله تاسو د مِصر نه تلئ نو مالِک خُدائ څنګه ستاسو په وړاندې بحرِقُلزم اوچ کړو. مونږ دا هم اورېدلى دى چې تاسو د اُردن نمرخاتۀ طرف ته د اموريانو دوه بادشاهان سيحون او عوج تباه کړى دى.
11
کله چې مونږ د دې نه خبر شُو نو مونږ ډېر سخت ويرېدُو. ستاسو د يرې نه مونږ ټولو زړونه بائيللى وُو. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک بره په آسمان کښې او لاندې په زمکه هم خُدائ پاک دے.
12
نو اوس بيا په مالِک خُدائ قسم وکړئ چې تاسو به زما خاندان سره داسې ښۀ سلوک کوئ لکه څنګه چې ما تاسو سره کړے دے. او ما سره څۀ ضمانت کېږدئ چې زۀ په تاسو باور وکړم.
13
ما سره وعده وکړئ چې تاسو به زما د مور پلار، وروڼو خوېندو او د هغوئ د کورَنو ژوند بچ کوئ او مونږ مۀ پرېږدئ چې ووژلے شُو.“
14
هغه جاسوسانو هغې ته ووئيل، ”کۀ مونږ د خپلې ژبې نه واوړېدو نو خُدائ پاک دې مونږ مړۀ کړى. کۀ تاسو څوک خبر نۀ کړل چې مونږ دلته څۀ کوُو، نو مونږ تاسو سره دا لوظ کوُو چې کله مالِک خُدائ مونږ له دا مُلک راکړى نو مونږ به تاسو سره ښۀ سلوک کوُو.“
15
راحب چې په کوم کور کښې اوسېده د هغې دېوال د ښار د دېوال سره لګېدلے وو. نو هغې د کړکۍ نه د رسۍ په ذريعه سړى ښکته کوز کړل.
16
هغې ورته ووئيل، ”هسې نه چې د بادشاه سړى مو پېدا کړى نو د غرونو مُلک ته لاړ شئ او هلته تر درېو ورځو پورې پټ شئ او کله چې د بادشاه سړى راواپس شى نو د هغې نه پس تاسو په خپله مخه تلے شئ.“
17
هغه سړو هغې ته ووئيل، ”مونږ به په يو شرط باندې په هغه وعده باندې قائم پاتې شُو کومه چې تا زمونږ نه اخستې ده،
18
تۀ داسې وکړه چې کله مونږ ستاسو په مُلک حمله وکړُو نو تۀ په کړکۍ کښې دا سره رسۍ وتړه د کومې نه چې تۀ مونږ کوزوې. خپل مور پلار، وروڼه او د خپل پلار ټول خاندان کور ته دننه راوله.
19
خو کۀ څوک د کور نه وځى نو خُون به يې په خپله غاړه وى او مونږ به يې ذمه وار نۀ يُو. خو کۀ په کور کښې دننه چا ته څۀ ضرر ورسېدو نو بيا د هغۀ خُون زمونږ په غاړه دے او مونږ به يې ذمه وار يُو.
20
خو کۀ چرې تۀ چا ته ووائې چې مونږ دلته څۀ کوُو نو چې کومه وعده تا زمونږ نه اخستې ده مونږ د هغې نه آزاد يُو.“
21
راحب په دې رضا شوه او هغوئ يې رُخصت کړل. کله چې هغوئ لاړل نو هغې سره رسۍ د کړکۍ سره وتړله.
22
جاسوسان غرونو ته لاړل او تر درېو ورځو پورې پټ وُو. د بادشاه سړو هغوئ په ټوله لار باندې لټول خو پېدا يې نۀ کړل نو هغوئ واپس يريحو ته لاړل.
23
بيا هغه دوه جاسوسان د غرونو نه راکوز شول، د سيند نه پورې وتل او واپس يشوَع د نون زوئ له لاړل. او چې څۀ شوى وُو هغه هر څۀ يې هغۀ ته ووئيل.
24
او بيا هغوئ ووئيل، ”زمونږ يقين دے چې مالِک خُدائ مونږ له هغه ټول مُلک راکړے دے او هلته ټول خلق زمونږ نه ډېر سخت يرېدلى دى.“
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
Recommended Reading
Commentary
Joshua Commentaries
→
Devotional
Joshua Devotional Guide
→
Get This Bible
Pashto (Pakistani Yousafzai Pashto) Study Bible
→