bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Judges 10
Judges 10
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 11 →
1
د ابىمَلِک د مرګ نه پس د دودو نمسے او د فُوه زوئ، تولع د بنى اِسرائيلو د بچ کولو دپاره راغلو. هغه د يساکار د قبيلې نه وو او د اِفرائيم د غرونو په مُلک سمير کښې اوسېدو.
2
هغه درويشت کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو. بيا هغه مړ شو او په سمير کښې ښخ شو.
3
د تولع نه پس يائير د جِلعاد نه راغلو. هغه دوويشت کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو.
4
د هغۀ دېرش زامن وُو چا چې په دېرشو خرونو سورلى کړې وه. د جِلعاد په مُلک کښې د هغوئ دېرش ښارونه وُو، چې تر اوسه پورې د يائير په نوم ياديږى.
5
يائير مړ شو او په قامون کښې ښخ شو.
6
بنى اِسرائيلو يو ځل بيا د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او د بعل او عستارات او هم داسې د شام، د صيدا، د موآب، د عمون او د فلستيانو د معبودانو عبادت يې وکړو. هغوئ مالِک خُدائ پرېښودو او د هغۀ عبادت کول يې بس کړل.
7
نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته په قهر شو او فلستيانو او عمونيانو له يې موقع ورکړه چې بنى اِسرائيلو له شکست ورکړى.
8
هغوئ اتلس کاله هغه ټول بنى اِسرائيل په تکليف کښې واچول او ظلم زياتے يې ورسره کولو کوم چې په جِلعاد کښې د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته د اموريانو په مُلک کښې اوسېدل.
9
عمونيان د اُردن نه هم پورې وتل چې د يهوداه، بنيامين او اِفرائيم قبيلو سره جنګ وکړى. بنى اِسرائيليان په سخت کړاؤ کښې وُو.
10
نو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او وې وئيل، ”مونږ ستا خِلاف ګناه کړې ده، ځکه چې مونږ تۀ، زمونږ خپل خُدائ پاک پرېښودې او د بعل د بُتانو عبادت مو وکړو.“
11
مالِک خُدائ هغوئ له دا جواب ورکړو، ”مِصريانو، اموريانو، عمونيانو، فلستيانو،
12
صيدانيانو، عماليقيانو او ماعونيانو په تېره زمانه کښې تاسو سره ظلم زياتے کولو او تاسو ما ته فرياد وکړو. ما تاسو د هغوئ نه بچ نۀ کړئ څۀ؟
13
خو تاسو بيا هم زۀ پرېښودم او د نورو معبودانو عبادت مو وکړو، نو زۀ به بيا تاسو نۀ بچ کوم.
14
لاړ شئ او هغه معبودانو ته فرياد وکړئ چې تاسو خوښ کړى دى. کله چې تاسو په تکليف کښې يئ نو هغوئ له موقع ورکړئ چې تاسو بچ کړى.“
15
خو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته ووئيل، ”مونږ ګناه کړې ده. څۀ چې ستا خوښه وى نو هغه راسره وکړه، خو نن مونږ بچ کړه.“
16
نو هغوئ د پردو معبودانو نه ځان خلاص کړو او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو، نو د بنى اِسرائيلو په تکليف باندې د هغۀ زړۀ وسوزېدو.
17
بيا د عمونيانو لښکر د جنګ دپاره تيارے وکړو او په جِلعاد کښې يې خېمې ولګولې. بنى اِسرائيل هم راغونډ شول او په مصفاه کښې يې خېمې ولګولې.
18
هلته خلقو او د بنى اِسرائيلو د قبيلو مشرانو يو بل ته ووئيل، ”څوک چې په عمونيانو باندې وړومبے حمله وکړى نو هغه به د جِلعاد په ټولو خلقو باندې مشر شى.“
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 11 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21