bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Judges 17
Judges 17
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 16
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 18 →
1
يو ځل يو سړے وو چې نوم يې ميکاه وو، هغه د غرونو په مُلک اِفرائيم کښې اوسېدو.
2
هغۀ خپلې مور ته ووئيل، ”کله چې ستا نه هغه يوولس سوه د سپينو زرو سيکې چا پټې کړې، نو ما واورېدل چې تا هغه غل ته ښېرې وکړې. ګوره، هغه پېسې ما سره دى او هغه ما اخستې دى.“ د هغۀ مور ووئيل، ”زما زويه، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى.“
3
هغۀ پېسې واپس خپلې مور له ورکړې او مور يې ووئيل، ”چې هغه ښېرې زما په زوئ باندې ونۀ لګى زۀ پخپله دا د سپينو زرو سيکې مالِک خُدائ ته وقف کوم. د لرګى په يوه مجسمه به دا سپين زر وخېژولے شى. نو داسې به زۀ دا د سپينو زرو سيکې تا له واپس درکړم.“
4
کله يې چې دا واپس خپلې مور له ورکړې نو هغې دوه سوه د سپينو زرو سيکې يوړې او زرګر د لرګى بُت جوړ کړو او سپين زر يې پرې وخېژول. دا د ميکاه په کور کښې کېښودے شول.
5
د دې سړى يعنې د ميکاه يوه بُتخانه وه. هغۀ څۀ بُتان او يو مقدس پېش بند جوړ کړو. او خپل يو زوئ يې خپل اِمام مقرر کړو.
6
په هغه وخت کښې په بنى اِسرائيلو کښې يو بادشاه هم نۀ وو، خلقو هم هغه شان کول چې څۀ يې خوښه وه.
7
هم په هغه وخت کښې هلته يو ځوان ليوى وو چې د يهوداه د بيتلحم په ښار کښې اوسېدو.
8
هغه د بيتلحم نه لاړو چې د اوسېدو دپاره بل ځائ ولټوى. د سفر په دوران کښې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې د ميکاه کور ته راغلو.
9
ميکاه د هغۀ نه تپوس وکړو، ”تۀ د کوم ځائ نه راغلے يې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ يو ليوى يم چې د يهوداه د بيتلحم نه راغلے يم. زۀ د اوسېدو دپاره يو ځائ لټوم.“
10
ميکاه ووئيل، ”ما سره ايسار شه. زما اِمام او مشير شه او زۀ به په کال کښې لس د سپينو زرو سيکې، جامې او خوراک درکوم.“
11
هغه ځوان ليوى د ميکاه سره اوسېدو ته راضى شو او د هغۀ د زوئ په شان شو.
12
ميکاه هغه خپل اِمام مقرر کړو او هغه د ميکاه په کور کښې اوسېدو.
13
ميکاه ووئيل، ”اوس چې زما يو ليوى اِمام شته، نو ما ته پته ده چې مالِک خُدائ به زما هر کار سم کړى.“
← Chapter 16
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 18 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21