bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Judges 15
Judges 15
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 14
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 16 →
1
لږه موده وروستو سمسون د غنمو د لَو په وخت کښې د خپلې ښځې سره مِلاوېدو دپاره لاړو او يو د چېلۍ بچے يې ورله بوتلو. هغۀ د هغې پلار ته وفرمائيل، ”زۀ غواړم چې د خپلې ښځې کوټې ته لاړ شم او ورسره څملم.“ خو د هغې پلار هغه دننه نۀ پرېښودو.
2
هغۀ سمسون ته ووئيل، ”په حقيقت کښې زما خيال دا وو چې تۀ د هغې نه کرکه کوې، نو ما هغه ځکه ستا ښۀ ملګرى له ورکړه. خو کشره خور يې ترې نه ښائسته ده، د هغې په ځائ دا وکړه.“
3
سمسون وفرمائيل، ”دا ځل چې زۀ د فلستيانو سره څۀ کوم نو د هغې اِلزام دې په ما نۀ شى لګولے.“
4
نو هغه لاړو او درې سوه لومبړې يې ونيولې. د دؤو دؤو لومبړو لکۍ يې وتړلې او د دې په غوټو کښې يې چراغونه کېښودل.
5
بيا هغۀ چراغونه بل کړل او لومبړې يې د فلستيانو فصلونو طرف ته پرېښودلې. نو داسې هغه ګېډۍ شوے فصل او ولاړ فصل يې وسوزولو او د انګورو او زيتُونو باغونه يې هم ورسره وسوزول.
6
کله چې فلستيانو تپوس وکړو چې، ”دا چا کړى دى؟“ نو هغوئ خبر شول چې دا سمسون کړى دى، ځکه چې د تمنت يو سړى يعنې د هغۀ سخر، د سمسون ښځه د سمسون ملګرى له ورکړې وه. نو فلستيان لاړل او هغه ښځه او د هغې پلار يې په اور وسوزول.
7
سمسون هغوئ ته وفرمائيل، ”چې تاسو دا کار کړے دے نو په دې وجه زۀ قسم خورم چې تر هغې پورې به زۀ قلار نۀ شم چې ترڅو پورې مې ستاسو نه بدل نۀ وى اخستے.“
8
نو هغۀ په دوئ باندې سخته حمله وکړه او ډېر کسان يې ترې نه ووژل. بيا هغه لاړو او د ايتام غر په يو غار کښې ايسار شو.
9
فلستيان راغلل او په يهوداه کښې يې خېمې ولګولې او د لحى په ښار يې حمله وکړه.
10
د يهوداه سړو د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو په مونږ باندې ولې حمله کوئ؟“ هغوئ په جواب کښې ورته ووئيل، ”مونږ د دې دپاره راغلى يُو چې سمسون قېدى بوځُو او هم هغه شان ورسره وکړُو چې څۀ يې زمونږ سره کړى وُو.“
11
نو د يهوداه درې زره سړى د ايتام د غرۀ هغه غار ته لاړل او سمسون ته يې ووئيل، ”تا ته پته نشته څۀ چې فلستيان په مونږ باندې حکومت کوى؟ تا مونږ سره څۀ کړى دى؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ما د هغوئ سره هم هغه شان وکړل چې څۀ يې زما سره کړى وُو.“
12
هغوئ ووئيل، ”مونږ دلته د دې دپاره راغلى يُو چې تا وتړُو، نو داسې به تا هغوئ ته په حواله کړُو.“ سمسون وفرمائيل، ”ما ته قسم وخورئ چې تاسو به په خپله ما نۀ وژنئ.“
13
هغوئ ورته ووئيل، ”ټيک ده، مونږ به صِرف تا وتړُو او هغوئ ته به دې حواله کړُو. مونږ تا نۀ وژنو.“ نو هغوئ هغه په دؤو نوؤ پړو وتړلو او د غرۀ نه يې په زور بوتلو.
14
کله چې هغه لحى ته راغلو، نو فلستيانو د هغۀ طرف ته منډې وهلې او هغۀ ته يې چغې وهلې. د مالِک خُدائ روح ناڅاپه هغه تکړه کړو، نو هغۀ د خپلو لاسونو او مټو نه تاو شوى پړى داسې وشلول لکه چې سوزېدلى تارونه وى.
15
بيا هغۀ د خر د ژامنې يو تازه هډُوکے وموندو. هغه ورټيټ شو او راوچت يې کړو او زر سړى يې ورباندې ووژل.
16
او هغۀ ووئيل، ”د خر د ژامنې هډُوکى سره ما زر سړى ووژل، د خر د ژامنې هډُوکى سره ما هغوئ ډېرے ډېرے کړل.“
17
د هغې نه پس هغۀ د ژامنې هډُوکے وغورزولو. چرته چې دا کار وشو نو د هغه ځائ نوم د ژامنې غر شو.
18
بيا سمسون سخت تږے شو، نو هغۀ مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او وې فرمائيل، ”تا ما له دا لويه فتح راکړې ده، اوس زۀ د تندې نه مرم او د ناسنته په لاسونو کښې به وغورزېږم؟“
19
نو خُدائ پاک هلته د لحى په زمکه کښې يو خالى ځائ کولاو کړو او اوبۀ ترې نه راووتلې. سمسون اوبۀ وڅښلې او تازه دم شو. نو هغۀ په دې باندې دا نوم کېښودو، ”د چغې وهونکى چينه“ او دا تر اوسه پورې په لحى کښې ده.
20
د فلستيانو په دور کښې سمسون شل کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو.
← Chapter 14
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 16 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21