bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Judges 12
Judges 12
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 11
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 13 →
1
د اِفرائيم سړى د جنګ دپاره تيار شول، هغوئ د اُردن سيند نه صفون ته پورې وتل او اِفتاح ته يې ووئيل، ”تۀ د عمونيانو سره جنګ دپاره د حد پولې نه ولې واوړېدلې او مونږ دې راونۀ غوښتلو چې تا سره لاړ شُو؟ مونږ به ستا کور سره تا وسوزوو.“
2
خو اِفتاح هغوئ ته ووئيل، ”زما او زما د خلقو د عمونيانو سره يوه سخته لانجه وه. ما تاسو راوغوښتلئ، خو تاسو زۀ د هغوئ نه بچ نۀ کړم.
3
کله چې ما ته پته ولګېده چې تاسو زما د بچ کولو دپاره رانۀ غلئ، نو ما خپل ژوند په خطره کښې واچولو او د حد پولې نه واوړېدم چې د هغوئ سره جنګ وکړم او مالِک خُدائ ما له په هغوئ باندې فتح راکړه. نو اوس تاسو ما سره جنګ کولو له ولې راغلى يئ؟“
4
بيا اِفتاح د جِلعاد ټول سړى راغونډ کړل، د اِفرائيم د سړو سره يې جنګ وکړو او هغوئ له يې شکست ورکړو ځکه چې د اِفرائيم خلقو وئيلى وُو چې، ”تاسو جِلعاديان تش د اِفرائيم او منسى مفروران يئ.“
5
د دې دپاره چې اِفرائيميان تښتېدو ته پرې نۀ ږدى، جِلعاديانو هغه ځايونه ونيول چې چرته هغوئ د اُردن نه پورې وتلے شول. کله چې به يو اِفرائيمى هم د تښتېدو کوشش کولو نو هغۀ به د پورې وتو اجازت غوښتو او د جِلعاد سړو به ترې نه تپوس کولو، ”تۀ د اِفرائيم د قبيلې يې څۀ؟“ کۀ هغۀ به ووئيل چې، ”نه،“
6
هغوئ به ورته ووئيل چې، ”شبوليت ووايه.“ خو هغۀ به ورته په جواب کښې ”سبوليت“ ووئيل ځکه چې هغۀ به دا ټکے صحيح نۀ شو وئيلے. نو هغه به يې ونيولو او د اُردن سيند نه د پورې وتو په ځائ کښې به يې ووژلو. په هغه وخت کښې دوه څلوېښت زره اِفرائيميان ووژلے شول.
7
اِفتاح شپږ کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو. بيا هغه مړ شو او په جِلعاد کښې په يو ښار کښې ښخ شو.
8
د اِفتاح نه پس، د بيتلحم اِبصان د بنى اِسرائيلو قاضى شو.
9
د هغۀ دېرش زامن او دېرش لوڼه وې. هغۀ خپلې لوڼه د خپلې قبيلې نه بهر وادۀ کړې او خپلو زامنو له يې دېرش ښځې د پردو قبيلو نه وادۀ کړې. اِبصان اووۀ کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو،
10
بيا هغه مړ شو او په بيتلحم کښې ښخ شو.
11
د اِبصان نه پس، د زبولون ايلون لس کاله د بنى اِسرائيلو قاضى شو.
12
بيا هغه مړ شو او د زبولون په علاقه په ايالون کښې ښخ شو.
13
د ايلون نه پس، د فِرعاتون نه د هليل زوئ عبدون د بنى اِسرائيلو قاضى شو.
14
د هغۀ څلوېښت زامن او دېرش نمسى وُو، چې هر يو په خپل خر باندې سورلى کوله. عبدون اتۀ کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو،
15
بيا هغه مړ شو او په فِرعاتون کښې ښخ شو چې دا ځائ د عماليقيانو د غرونو په مُلک کښې د اِفرائيم په علاقه کښې وو.
← Chapter 11
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 13 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21