bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Leviticus 1
Leviticus 1
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 2 →
1
مالِک خُدائ د خپلې حضورۍ د خېمې نه موسىٰ ته آواز وکړو او دا اصُول يې ورته وښودل.
2
هر کله چې اِسرائيليان خپلې قربانۍ پېش کوى نو دا اصُول به ياد ساتى، چې کله يو کس د يو ځناور قربانى پېش کوى، نو هغه به د سوزېدونکې نذرانې دپاره ګډ يا چېلے راولى.
3
کۀ هغه خپل څاروے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې د رمې نه يو نر څاروے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. هغه دې دا د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې حاضر کړى، نو مالِک خُدائ به دا قبول کړى.
4
هغه کس به خپل لاس ورله په سر کېږدى او دا به ترې نه په قربانۍ کښې قبول کړے شى او دا به د هغۀ دپاره کفاره شى.
5
هغه به هلته غوَيے حلال کړى او د هارون د خاندان اِمامان به مالِک خُدائ ته هغه وينه پېش کړى او چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې کومه قربانګاه ده د هغې څلورو واړو طرفونو ته دې وشيندى.
6
بيا به د هغه ځناور نه څرمن وباسى او حِصې حِصې به يې کړى،
7
او اِمامان به په قربانګاه باندې لرګى سم کېږدى او په لرګو به اور بل کړى.
8
هغوئ به د ځناور حِصې، سره د سر او وازګې په اور باندې کېږدى.
9
د هغه ځناور کولمې او پتُونان دې ووينځلے شى او اِمام به دا هر څۀ په قربانګاه باندې وسوزوى، ځکه چې په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
10
کۀ هغه کس د ګډو يا د چېلو د رَمې نه څۀ پېش کوى، نو هغه دې خامخا نر وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.
11
هغه به دا د قربانګاه په شمالى طرف حلالوى او د هغې وينه به اِمامان د قربانګاه څلورو واړو طرفونو ته وشيندى.
12
چې کله هغه کس دا حِصې حِصې کړى، نو اِمامان به د دې ټولې حِصې سره د سر او وازګې په اور باندې کېږدى.
13
هغه کس به د دې کولمې او پتُونان په اوبو ووينځى او اِمام به دا قربانى مالِک خُدائ ته پېش کړى او په قربانګاه باندې به يې ټوله وسوزوى. په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
14
کۀ څوک يو مارغۀ د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې يوه ګوګوشتکه يا کونتره وى.
15
اِمام به دا په قربانګاه باندې پېش کړى، د هغې څټ به تاو کړى او سر به يې په قربانګاه باندې وسوزوى او د هغې وينه دې د قربانګاه په اړخ باندې وڅڅولے شى.
16
هغه دې د دې ججُوره او په ججُوره کښې چې څۀ وى هغه دې لرې کړى او دا دې د قربانګاه نمرخاتۀ طرف ته وغورزوى چرته چې ايرې اچولے شى.
17
هغه دې دا مارغۀ د وزرو نه ونيسى او داسې دې په مينځ دوه ټوټې شى چې وزر ترې نه بېل نۀ شى. او هغه دې دا ټول په قربانګاه باندې وسوزوى، په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27