bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Leviticus 10
Leviticus 10
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 11 →
1
نو د هارون زامنو ندب او ابيهُو، هر يو خپل مجمر واخستلو او ژوندى سکارۀ يې په کښې واچول، خوشبوئى يې ورباندې واچوله او دا يې مالِک خُدائ ته پېش کړل. خو دا اور خُدائ پاک ته قبول نۀ وو، ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ له د دې د پېش کولو حُکم نۀ وو ورکړے.
2
نو ناڅاپه مالِک خُدائ اور راولېږلو او دې اور هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې هغوئ وسوزول او مړۀ شول.
3
بيا موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ مطلب دا وو کله چې هغۀ وفرمائيل، هر څوک چې زما خِدمت کوى هغوئ دې خامخا زما د پاکوالى عزت کوى، زۀ به خپلو خلقو ته خپل جلال څرګند کړم.“ خو هارون غلے پاتې شو.
4
موسىٰ ميسائيل او الصفن، د عُزىاېل زامن راوغوښتل، عُزىاېل د هارون ترۀ وو او موسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”دلته راشئ او د خپل ترۀ د زامنو مړى د مقدسې خېمې نه يوسئ او د کېمپ نه بهر يې کېږدئ.“
5
نو هغوئ راغلل او مړى يې د جامو نه ونيول او د خېمو نه بهر يې يوړل، هم هغه شان چې څنګه موسىٰ حُکم ورکړے وو.
6
بيا موسىٰ هارون او د هغۀ زامنو اِلىعزر او اِتمر ته وفرمائيل، ”خپل وېښتۀ ببر مۀ ساتئ او نۀ چې خپلې جامې وشلوئ چې ښکاره کړئ چې په غم غمژن يئ. کۀ تاسو داسې وکړل، نو مړۀ به شئ. او مالِک خُدائ به ټول قوم ته په قهر شى. خو نورو بنى اِسرائيلو ته اجازت دے چې په دې غم غمژن شى کوم مرګ چې د مالِک خُدائ د اور په وجه شوے دے.
7
د مقدسې خېمې د دروازې د خولې نه مۀ ځئ ګنې مړۀ به شئ، ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ په تېلو غوړ کړے شوى يئ.“ نو هغوئ هم هغه شان وکړل چې څنګه موسىٰ فرمائيلى وُو.
8
نو مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل،
9
”د ميو يا د شرابو څښلو نه پس تۀ او ستا زامن زما د حضور مقدسې خېمې ته مۀ راځئ، کۀ تاسو داسې وکړل، نو مړۀ به شئ. دا قانون د همېشه دپاره دے چې ستاسو ټول اولاد به پرې عمل کوى.
10
تاسو خامخا د هغه څيزونو په مينځ کښې فرق کوئ څۀ چې د خُدائ پاک دى يا څۀ چې د عام استعمال دپاره دى او د هغه څيزونو په مينځ کښې چې کوم پاک دى او کوم ناپاک دى.
11
تاسو بنى اِسرائيلو ته هغه ټول قانون وښايئ کوم چې ما د موسىٰ په ذريعه درکړے دے.“
12
موسىٰ هارون او د هغۀ دوه پاتې شوو زامنو، اِلىعزر او اِتمر ته وفرمائيل، ”د غلې هغه نذرانه واخلئ کومه چې مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې نه پاتې شوې ده، پتيره روټۍ د دې سره پخه کړئ او د قربانګاه په خوا کښې يې وخورئ، ځکه چې دا نذرانه ډېره مقدسه ده.
13
دا په مقدس ځائ کښې وخورئ، دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانه کښې ستا او ستا د زامنو حِصه ده. دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ما ته حُکم کړے دے.
14
خو تاسو او ستاسو خاندان هغه سينه او پتُون خوړلے شئ کوم چې د اِمامانو دپاره مالِک خُدائ ته د خاص تُحفې او خاص برخې په توګه پېش کيږى. دا تاسو په يو پاک ځائ کښې خوړلے شئ. دا نذرانې تاسو او ستاسو بچو له د بنى اِسرائيلو د سلامتۍ د نذرانو د برخې نه درکړے شوې دى چې ستاسو شى.
15
هغه پتُون او سينه به په هغه وخت راوړے شى چې کله وازګه په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کيږى. دا برخې به همېشه دپاره ستاسو او ستاسو د بچو وى، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے.“
16
موسىٰ د ګناه نذرانې د چېلى په حقله تپوس وکړو او خبر شو چې هغه خو سوزولے شوے دے. په دې باندې هغه اِلىعزر او اِتمر ته په قهر شو او پوښتنه يې وکړه چې،
17
”د ګناه نذرانه تاسو په مقدس ځائ کښې ولې ونۀ خوړله؟ دا ډېره مقدسه ده او دا مالِک خُدائ تاسو له د دې دپاره درکړې ده چې د کفارې ادا کولو په ذريعه د مالِک خُدائ په نظر کښې د قوم ګناهونه لرې شى.
18
چې د دې وينه مقدسې خېمې ته وړلے شوې نۀ وې، نو تاسو له په کار وُو چې هغه قربانى مو هلته خوړلے، چې څنګه ما حُکم درکړے وو.“
19
هارون په جواب کښې وفرمائيل، ”کۀ ما د ګناه نذرانه خوړلې وے، نو مالِک خُدائ به قبوله کړې وے څۀ؟ خلقو نن په خپله د ګناه نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کړه او هغوئ خپله سوزېدونکې نذرانه هم راوړه، خو بيا هم دا مصيبتونه ما ته راپېښ شول.“
20
چې کله موسىٰ دا واورېدل، نو د هغۀ تسلى وشوه.
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 11 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27