bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Leviticus 17
Leviticus 17
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 16
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 18 →
1
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو چې
2
هارون د هغۀ زامنو او ټولو اِسرائيلو ته دا اصُول وښائى.
3
کۀ يو اِسرائيلے کس يو غوَيے، يو ګډُورے، يا يو چېلۍ مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې خولې نه بغېر په هر ځائ کښې حلال کړى نو هغۀ به قانون مات کړے وى. هغۀ وينه توئ کړې ده او هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.
5
د دې حُکم مطلب دا دے چې اِسرائيلو کوم ځناور په کولاو مېدان کښې حلالول نو هغوئ به هغه مالِک خُدائ ته راولى. هغوئ به دا د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې اِمام له راولى او د سلامتۍ د نذرانو په توګه به يې حلالوى.
6
اِمام به هغه وينه د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې د قربانګاه په طرفونو باندې وشيندى او د خوشبوئى جوړېدو دپاره دې وازګه وسوزوى، په مالِک خُدائ باندې دا خوشبو ښۀ لګى.
7
اِسرائيليان دې د مالِک خُدائ سره نوره بېوفائى نۀ کوى چې خپل ځناور د چېلو په شان ښکارېدونکو پيريانو ته قربانى کړى. اِسرائيل به په راتلونکى ټولو وختونو کښې دا اصُول خامخا منى.
8
يو اِسرائيلے يا د پردى مُلک هر يو کس چې د هغوئ سره اوسيږى چې هغه يوه سوزېدونکې نذرانه يا بله څۀ قربانى پېش کوى
9
او د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته يې مالِک خُدائ ته د پېش کولو دپاره رانۀ وړى نو هغه کس به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.
10
هر يو اِسرائيلے يا د بل مُلک کس چې د هغوئ سره اوسيږى کۀ هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې وى، نو مالِک خُدائ به د هغۀ خِلاف شى او هغه به نور د هغۀ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.
11
د هر ژوندى څيز ژوند په وينه کښې دے او دا ځکه مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې ټوله وينه به په قربانګاه توئ کړے شى چې د خلقو د ګناه کفاره ادا شى، دا وينه ده چې د ګناهونو کفاره ادا کوى.
12
دا ځکه مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته فرمائيلى دى چې نۀ به هغوئ او نۀ به د هغوئ سره مهاجر هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې وى.
13
هر يو اِسرائيلے يا د پردى مُلک کس چې د هغوئ سره اوسيږى کۀ د يو ځناور يا مارغۀ ښکار وکړى کوم چې حلال وى، نو هغه به خامخا د دې وينه په زمکه توئ کړى او په خاوره به يې پټه کړى.
14
د هر ژوندى څيز ژوند په وينه کښې دے، نو دا ځکه مالِک خُدائ اِسرائيلو ته فرمائيلى دى چې هغوئ به هغه غوښه نۀ خورى چې وينه لا په کښې وى خو کۀ چا وخوړله نو هغه به نور د هغۀ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.
15
هر څوک، کۀ هغه اِسرائيلے وى يا د پردى مُلک کس، کۀ هغۀ د يو داسې ځناور غوښه وخوړله چې هغه په خپل مرګ مړ وى يا ځنګلى ځناورو وژلے وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى، غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به هغه ناپاک وى خو بيا به پاک شى.
16
کۀ هغۀ داسې ونۀ کړل، نو هغۀ ته به د خپلو بدو سزا مِلاو شى.
← Chapter 16
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 18 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27