bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Leviticus 22
Leviticus 22
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 21
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 23 →
1
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،
2
”هارون او د هغۀ زامنو ته ووايه، تاسو زما د مقدس نوم سپکاوے مۀ کوئ، او د مقدسو نذرانو احترام کوئ کومې چې اِسرائيل ما ته وقف کوى. زۀ مالِک خُدائ يم.
3
هغوئ ته ووايه چې کله ستاسو د اولاد يو کس ناپاک وى او مقدسو نذرانو ته نزدې راځى کومې چې اِسرائيلو ما ته وقف کړې وى، هغه دې بيا هيڅکله په قربانګاه کښې خِدمت ونۀ کړى. په راتلونکى ټولو وختونو کښې به په دې عمل کوئ. زۀ مالِک خُدائ يم.
4
د هارون د اولاد يو کس هم دا مقدسې نذرانې نۀ شى خوړلے چې په هغۀ د جذام بيمارى وى يا د هغۀ د بدن نه څۀ وځى چې ترڅو پورې هغه پاک شوے نۀ وى. هر هغه اِمام ناپاک دے چې هغه داسې څۀ څيز له لاس وروړى چې هغه د يو مړى سره د لګېدو په وجه ناپاک وى يا د هغۀ د ذکر نه اوبۀ وځى
5
يا کۀ هغه يو ناپاک ځناور يا ناپاک کس له لاس وروړى.
6
هر يو اِمام چې ناپاک شى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى، خو بيا به هم هغه مقدسې نذرانې نۀ شى خوړلے چې ترڅو پورې يې غسل نۀ وى کړے.
7
چې کله نمر پرېوځى نو هغه پاک دے او بيا هغه مقدسې نذرانې خوړلے شى، کومې چې د هغۀ خوراک دے.
8
هغه به د داسې ځناور غوښه نۀ خورى چې په خپل مرګ مړ وى يا ځنګلى ځناورو وژلے وى، په دې به هغه ناپاک شى. زۀ مالِک خُدائ يم.
9
ټول اِمامان به هغه اصُول منى کوم چې ما ښودلى دى. ګنې، هغوئ به ګناهګار شى او مړۀ به شى، ځکه چې هغوئ مقدسو اصُولو ته سپک کتلى دى. زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ هغوئ مقدس کوم.
10
صِرف د اِمامانو د خاندان کس دا نذرانې خوړلے شى، بل څوک يې نۀ شى خوړلے کۀ هغه د اِمام کره مېلمه وى يا يې مزدور وى.
11
خو د اِمام غلامان، چې هغه يې په پېسو اخستى وى يا يې په خپل کور کښې پېدا شوى وى، نو هغوئ هغه خوراک خوړلے شى کوم چې اِمام ته ملاويږى.
12
کۀ د اِمام لور د يو داسې سړى سره وادۀ وکړى چې هغه اِمام نۀ وى نو هغه ښځه به دا مقدسې نذرانې نۀ شى خوړلے.
13
خو کۀ د هغۀ لور کونډه يا طلاقه شوې وى چې د هغې بچى نۀ وى او هغه واپس راغلې وى او د پلار په کور کښې اوسيږى نو هغه دا خوراک خوړلے شى چې کوم يې پلار ته د اِمام په توګه مِلاو شوے وى. صِرف د اِمامانو د خاندان کس دا خوراک خوړلے شى.
14
کۀ يو کس د اِمامانو د خاندان نه نۀ وى او د مقدسې نذرانې نه څۀ په غلطۍ سره وخورى، نو هغه به خامخا اِمام ته د دې پوره قيمت او شل فيصده تاوان هم ورکوى.
15
اِمامان به د دې نذرانو سپکاوے نۀ کوى،
16
چا ته چې د مقدسو نذرانو د خوړلو اجازت نۀ وى نو هغه خلق به ورته نۀ شى پرېښودلے، کۀ داسې وشى نو د دې په وجه به هغه کس ګناهګار شى او سزا به ورته مِلاو شى. زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ نذرانې مقدسې کوم.“
17
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،
18
”هارون او د هغۀ زامنو ته او ټولو اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه. کله چې يو اِسرائيلے يا په بنى اِسرائيلو کښې اوسېدونکے مسافر يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوى، کۀ هغه يوه منښته يا رضاکارانه نذرانه وى، نو په هغه ځناور کښې دې هيڅ عېب نۀ وى.
19
دا ځناور به خامخا نر وى، ګډ يا چېلے چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى د دې دپاره چې دا نذرانه ستاسو نه قبوله شى.
20
کۀ تاسو يو داسې ځناور پېش کوئ چې څۀ عېب په کښې وى، نو مالِک خُدائ به دا نۀ قبلوى.
21
کله چې څوک مالِک خُدائ ته د سلامتۍ نذرانه پېش کوى، کۀ هغه يوه منښته يا رضاکارانه نذرانه وى، نو په هغه ځناور کښې به څۀ عېب نۀ وى، دا د دې دپاره چې قبوله شى.
22
مالِک خُدائ ته داسې ځناور مۀ پېش کوئ چې ړوند، ګوډ، يا ناسور شوے زخم په کښې وى، يا يې په څرمن کښې پمنوالے يا خارښت وى. داسې ځناور په قربانګاه باندې په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه مۀ پېش کوئ.
23
د رضاکارانه نذرانې په توګه تاسو داسې ځناور پېش کولے شئ چې هغه لنډ وى يا کۀ هغه صحيح شکل نۀ لرى، خو دا به په منښته کښې قبلېدونکے نۀ وى.
24
مالِک خُدائ ته داسې ځناور مۀ پېش کوئ چې په ټکولو، پرې کولو، زخمى کولو يا ويستلو په وجه خصى شوے وى. ستاسو په مُلک کښې به د دې قِسم نذرانو اجازت نۀ وى.
25
په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه داسې ځناور مۀ پېش کوئ چې د يو پردى سړى نه اخستے شوے وى. داسې ځناور عېبژن ګڼلے شى او قبلېدونکى نۀ وى.
26
کله چې يو سخے، ګډُورے يا د چېلۍ بچے پېدا شى، نو دا به اووۀ ورځې د مور نه نۀ شى لرې کولے، خو د هغې نه پس دا به په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه قبلېدونکے وى.
28
يوه غوا او د هغې سخے يا ګډه او د هغې ګډُورے يا يوه چېلۍ او د هغې بچے په يوه ورځ مۀ حلالوئ.
29
کله چې تاسو مالِک خُدائ ته د شکرانې قربانى پېش کوئ، نو په هغه اصُولو عمل کوئ نو داسې به تاسو قبول شئ،
30
هم په هغه ورځ باندې دا وخورئ او د دې هيڅ هم بلې ورځې ته مۀ پرېږدئ.“
31
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زما حُکمونه منئ، زۀ مالِک خُدائ يم.
32
زما د مقدس نوم سپکاوے مۀ کوئ، ټول اِسرائيليان دې دا اِقرار وکړى چې زۀ مقدس يم. زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ تاسو مقدس کوم،
33
او ما تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ چې ستاسو خُدائ پاک شم. زۀ مالِک خُدائ يم.“
← Chapter 21
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 23 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27