bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
1 Corinthians 2
1 Corinthians 2
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 3 →
1
ای خویندو او ورونو! کله چې زه تاسو ته د خدای د پټ راز د وعظ دپاره راغلم، نو تاسو ته زما وینا ډېره اوچته او د حکمت له مخې نه وه.
2
کله چې زه تاسو سره وم، نو دا پرېکړه مې وکړه چې تاسو ته به پرته د عیسی مسیح او په صلیب باندې د هغه د مړینې نه د بل هيڅ شي په هکله وعظ ونه کړم.
3
زه تاسو ته په کمزورۍ، وېرې او لړزېدلو سره راغلم
4
او زما وینا او پیغام د انساني حکمت او هڅوونکو خبرو له مخې نه، بلکې د روح القدس د قدرت د ښودلو له مخې ؤ.
5
ما داسې وکړل ترڅو ستاسو ایمان د انساني حکمت په بنیاد نه، بلکې د خدای په قدرت سره ټینګ وي.
6
بیاهم مونږ د هغو خلکو په منځ کې د حکمت خبرې کوو چې په روحاني لحاظ بالغ دي، خو دا د دې نړۍ او یا د دې نړۍ د حاکمانو حکمت نه دی چې د تباهۍ خواته روان دي.
7
بلکې مونږ د خدای د هغه پټ حکمت د راز په هکله خبرې کوو چې خدای د نړۍ د جوړولو نه مخکې زمونږ د سرلوړۍ دپاره ټاکلی ؤ.
8
خو د دې دنیا د حاکمانو څخه هېڅ یو یې په دې حکمت باندې پوه نه شو، ځکه که چېرې هغوی پوهېدلی نو عیسی مسیح چې د جلال خاوند دی، په صلیب باندې ځوړند کړی نه وای.
9
خو لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: څه چې نه سترګو لیدلي، نه غوږونو اورېدلي او نه د انسان په زړه کې تېر شوي دي، خدای هغه د هغو خلکو دپاره تیار کړي دي چې د هغه سره مینه کوي.
10
خو خدای دا شیان مونږ ته د خپل روح په وسیله ښکاره کړي دي. ځکه چې د هغه روح د ټولو شیانو او حتی د خدای د ډېرو ژورو او پټو مقصدونو په لټه کې دی.
11
ځکه څوک کولای شي چې د بل انسان د خیالونو څخه خبر شي، پرته د هغه له روح نه چې په هغه کې دی؟ په همدې ډول پرته د خدای له روح څخه هېڅوک نه شي کولای چې د خدای په خیالونو باندې پوه شي.
12
خو مونږ دنیاوي روح نه دی تر لاسه کړی، بلکې هغه روح مو تر لاسه کړی دی چې د خدای له خوا دی، ترڅو هغه شیان وپېژنو چې خدای مونږ ته وړیا راکړي دي.
13
مونږ د هغو شیانو په هکله خبرې نه کوو چې انساني حکمت مونږ ته رازده کړي دي، بلکې په هغو خبرو کې یې بیانوو چې روح القدس راته زده کړي دي او په دې ډول روحاني حقیقتونه هغو خلکو ته بیانوو چې روحاني دي.
14
خو څوک چې روحاني نه دی، نو هغه د خدای د روح حقیقتونه نه مني، ځکه چې د هغه په نظر دا بې عقلي ده. هغه نه شي کولای چې په هغو باندې پوه شي، د دې دپاره چې په دې ډول تعلیم باندې د پوهېدلو په خاطر روحاني قضاوت ته اړتیا ده.
15
روحاني شخص کولای شي چې د ټولو شیانو په هکله قضاوت وکړي، خو هېڅوک نه شي کولای د هغه په هکله قضاوت وکړي.
16
ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: څوک کولای شي چې د څښتن په فکرونو باندې پوه شي او څوک کولای شي چې هغه ته مشوره ورکړي؟ خو مونږ په دې شیانو باندې پوهیږو، ځکه چې د مسیح په شان فکر کوو.
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16