bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
1 Corinthians 8
1 Corinthians 8
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 7
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 9 →
1
اوس د هغو خوړو په هکله چې بتانو ته وړاندې کیږي خبرې کوم. دا رښتیا دي کله چې خلک وایي: «مونږ ټول پوهه لرو.» دا ډول پوهه خلک مغروره کوي، خو مینه یې جوړوي.
2
که چېرې څوک داسې فکر کوي چې زه په هرڅه باندې پوهېږم، خو لکه څنګه چې لازمه ده چې پوه شي، هغه نه پوهیږي.
3
خو څوک چې د خدای سره مینه کوي، نو خدای هغه پېژني.
4
نو بتانو ته د وړاندې شوي خوراک د خوړلو په هکله مونږ ایمانداران پوهېږو چې بت په نړۍ کې هېڅ شی نه دی او پرته له یو خدای نه بل خدای نشته.
5
که څه هم ځینې خلک وایي چې په ځمکه او اسمانونو کې خدایان شته او د هغوی دپاره داسې خدایان او څښتنان ډېر دي،
6
خو زمونږ دپاره یوازې یو خدای دی، یعنې پلار چې د ټولو شیانو خالق دی او د هغه دپاره مونږ ژوند کوو. همدارنګه یو څښتن دی، یعنې عیسی مسیح چې ټول شیان د هغه په وسیله پیدا شوي دي او د هغه په وسیله مونږ ژوند کوو.
7
خو د ټولو ایماندارانو سره دا پوهه نشته، ځکه چې ځینې یې د بتانو سره داسې عادت شوي دي چې تر اوسه پورې کله چې هغه خواړه چې بتانو ته وړاندې شوي دي خوري، نو هغه د بتانو قرباني ګڼي. څرنګه چې هغوی ښه نه پوهیږي، نو احساس کوي چې د هغو په خوړلو سره ناپاکه کیږي.
8
خوراک مونږ خدای ته نه نژدې کوي. که چېرې خواړه ونه خورو، نو کوم څه د لاسه نه ورکوو او که ویې خورو، نو څه تر لاسه کولای نه شو.
9
خو پام کوئ چې ستاسو ازادي په یو ډول د کمزورو ایماندارانو د تېروتنې سبب نه شي.
10
ځکه که چېرې څوک تا، چې پوهه لرې په بتخانه کې په خوراک وویني، نو ایا ستا دا کار به هغه کس چې ښه پوهه نه لري، دې ته ونه هڅوي چې بتانو ته وړاندې شوي خواړه وخوري؟
11
نو ستا د داسې پوهې له امله به هغه کمزوری ورور چې مسیح د هغه دپاره مړ شو، تباه شي.
12
کله چې تاسو د نورو ایماندارانو په وړاندې ګناه کوئ او هغوی دې ته هڅوئ چې داسې کار وکړي چې د هغوی په نظر کې غلط وي، نو تاسو د مسیح په وړاندې ګناه کوئ.
13
که چېرې زما خوراک زما د ورور یا خور د تېروتنې سبب ګرځي، نو زه به هېڅکله غوښه ونه خورم، هسې نه چې د هغوی د تېروتنې سبب شي.
← Chapter 7
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 9 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16