bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
1 Corinthians 3
1 Corinthians 3
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 4 →
1
ای خویندو او ورونو! ما تاسو سره لکه د روحاني خلکو په شان خبرې ونه کړای شوې، بلکې تاسو سره مې داسې خبرې وکړې لکه د دې نړۍ د خلکو سره چې مې وکړې یعنې لکه د هغو کسانو په شان چې په مسیح باندې په ایمان کې لا تر اوسه ماشومان دي.
2
ما تاسو په شیدو باندې ماړه کړئ، نه په سختو او کلکو خوړو باندې، ځکه چې تیار نه وئ چې سخت خواړه وخورئ. اوس هم ورته تیار نه یئ،
3
ځکه چې تاسو لا تر اوسه هم د انساني فطرت د غوښتنو په اختیار کې یئ. په تاسو کې اوس هم کینه او شخړې شته، ایا دا د دې څرګندوونکې نه ده چې تاسو اوس هم نفساني یئ؟ ایا ستاسو چلند لکه د دې نړۍ د خلکو په شان نه دی؟
4
ځکه کله چې یو وایي: «زه د پولوس پیروي کوم.» او بل وایي: «زه د اپولوس پیروي کوم.» نو ایا تاسو لکه د دې نړۍ د خلکو په شان عمل نه کوئ؟
5
نو بیا اپولوس څوک دی؟ پولوس څوک دی؟ مونږ یوازې خدمتګاران یو چې څښتن هر یو ته ځانګړې دنده ورسپارلې ده، ترڅو تاسو د هغوی په وسیله ایمان راوړئ.
6
ما وکرل، اپولوس اوبه ورکړې، خو خدای راشنه کړل.
7
نو بیا نه هغه څوک مهم دی چې کري یې، نه هغه څوک چې اوبه ورکوي، بلکې یوازې خدای دی چې شنه کوي یې.
8
څوک چې کرنه کوي او څوک چې اوبه ورکوي، دواړه یو برابر دي، خو هر یو به د خپل کار له مخې خپل اجر تر لاسه کوي.
9
ځکه چې مونږ خدای ته په خدمت کولو کې سره همکاران یو. تاسو د خدای د کروندې ځمکه او هغه ودانۍ یئ چې خدای ورباندې کار کوي.
10
د هغه فضل له مخې چې خدای ماته راکړ، ما لکه د یو ماهر ګلکار په شان بنیاد کېښود او کوم بل څوک ورباندې ودانۍ جوړوي. خو هر یو دې پام وکړې چې څنګه یې جوړ کړي.
11
ځکه چې هېڅوک نه شي کولای چې بل بنیاد کېږدي، پرته له هغه بنیاد نه چې ایښودل شوی دی او هغه بنیاد عیسی مسیح دی.
12
که چېرې څوک په هغه بنیاد باندې د سرو زرو، سپینو زرو، قیمتي تیږو، لرګیو، واښو او بوسو څخه کار واخلي،
13
د هرچا کار به ښکاره شي، ځکه چې د قضاوت ورځ به هغه وښایي. هغه به د اور په وسیله ښکاره شي او اور به هغه وازمایي چې څه ډول کار یې کړی دی.
14
که چېرې هغه کار چې چا په دې بنیاد باندې کړی دی پاتې شي، نو هغه کس به اجر تر لاسه کړي.
15
خو که چېرې هغه کار په اور له منځه لاړ شي، نو هغه ته به تاوان ورسیږي، خو په خپله به وژغورل شي لکه څوک چې د اور د لمبو نه خلاص شي.
16
ایا په دې نه پوهېږئ چې تاسو د خدای کور یئ او د خدای روح په تاسو کې اوسیږي؟
17
که څوک د خدای کور خرابوي، نو خدای به هغه تباه کړي، ځکه چې د خدای کور سپېڅلی دی او هغه کور په خپله تاسو یئ.
18
خپل ځان مه غولوئ. که چېرې په تاسو کې څوک خپل ځان په دې نړۍ کې هوښیار ګڼي، نو لومړی باید خپل ځان کم عقل وګڼي، ترڅو په رښتیا هوښیار شي.
19
ځکه چې د دې نړۍ حکمت د خدای په نظر کې بې معنی دی. لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: خدای هوښیاران په خپلې چالاکۍ کې راګېروي.
20
او بیا لیکل شوي دي: څښتن پوهیږي چې د هوښیارانو خیالونه باطل او پوچ دي.
21
نو بیا تاسو په هغو کارونو باندې چې انسان یې کوي، ویاړ مه کوئ. ځکه چې هرڅه ستاسو دي،
22
که پولوس وي یا اپولوس یا پطروس وي، که نړۍ وي، که ژوند یا مرګ، که اوسنی وخت وي او یا راتلونکی وخت وي، دا ټول ستاسو دي
23
او تاسو د مسیح یئ او مسیح د خدای دی.
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 4 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16