bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
Matthew 20
Matthew 20
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 19
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 21 →
1
عیسی زیاته کړه: «اسماني پاچاهي داسې ده لکه د ځمکې خاوند چې سهار وختي له کوره ووت، ترڅو خپل د انګورو د باغ دپاره مزدوران ونیسي.
2
کله چې هغه ورسره یو دینار یعنې د ورځنۍ مزدورۍ په هکله جوړه وکړه، نو هغوی یې ولېږل چې په باغ کې یې کار وکړي.
3
د سهار په نهه بجو هغه دباندې ووت، نو ځینې خلک یې ولیدل چې په بازار کې وزګار ولاړ وو.
4
هغوی ته یې وویل: ‹تاسو هم لاړ شئ او زما د انګورو په باغ کې کار وکړئ او زه به تاسو ته مناسبه مزدوري درکړم.› نو هغوی لاړل.
5
هغه د غرمې په وخت کې او بیا په درې بجو بازار ته لاړ او د نورو کسانو سره یې هم هماغه شان کار وکړ.
6
د مازدیګر شاوخوا پنځه بجې هغه بازار ته لاړ او نور خلک یې ولیدل چې هلته وزګار ولاړ وو. د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: ‹تاسو ولې ټوله ورځ دلته وزګار ولاړ یئ؟›
7
هغوی ځواب ورکړ: ‹ځکه چې مونږ ته هېچا د کار دپاره څه نه دي ویلي.› هغه ورته وویل: ‹تاسو هم لاړ شئ او زما په باغ کې کار وکړئ.›
8
کله چې ماښام شو، نو د باغ خاوند خپل ناظر ته وویل: ‹مزدوران راوغواړه او د هغوی مزدوري ورته ورکړه، لومړی یې هغو خلکو ته ورکړه چې وروسته راغلي دي او بیا ورپسې یې هغو ته ورکړه چې اول راغلي وو.›
9
کومو خلکو چې شاوخوا پنځه بجې کار پیل کړی ؤ راغلل او د پوره ورځې مزدوري یې واخیستله.
10
کله چې د هغو مزدورانو وار راورسېد چې اول راغلي وو، نو هغوی په دې تمه وو چې د نورو څخه به زیاته مزدوري واخلي، خو هغوی ته هم د نورو په اندازه ورکړل شوه.
11
کله چې هغوی خپله مزدوري واخیستله نو د باغ خاوند ته یې ګیله وکړه.
12
هغوی وویل: ‹دا خلک چې وروسته راغلل هغوی یوازې یو ساعت کار کړی دی، حال دا چې مونږ ټوله ورځ په سور لمر کې کار کړی دی خو بیاهم تا هغوی ته زمونږ سره یو برابر مزدوري ورکړه.›
13
د باغ خاوند په هغوی کې یو ته وویل: ‹ملګریه! ما درسره کومه بې انصافي نه ده کړې. ایا تا خپله دا ونه منله چې په یو دینار به ټوله ورځ کار کوې؟
14
خپله مزدوري دې واخله او ځه. دا زما خوښه ده چې وروسته راغلي سړي ته همدومره ورکړم څومره مې چې تاته درکړله.
15
ایا زه حق نه لرم چې په خپلو پیسو باندې چې څه غواړم هغه وکړم؟ یا په دې باندې بخیلي کوې چې زه سخي یم؟›»
16
نو عیسی وویل: «په دې ډول به لومړني وروستي شي او وروستي به اول شي.»
17
کله چې عیسی اورشلیم ته روان ؤ، نو په لاره کې یې خپل دولس شاګردان یوې ګوښې ته کړل او ورته ویې ویل:
18
«ګورئ، مونږ اوس اورشلیم ته ځو او د انسان زوی به مشرانو کاهنانو او د شریعت عالمانو ته په لاس ورکړل شي او هغوی به ورباندې د مرګ حکم وکړي.
19
غیریهودیانو ته به یې وسپاري ترڅو هغوی ورباندې ملنډې ووهي، په دورو یې ووهي او په صلیب باندې یې ځوړند کړي. خو په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي.»
20
بیا د زبدي ښځه د خپلو دوو زامنو سره عیسی ته راغله، د هغه په پښو کې پرېوتله او د هغه څخه یې وغوښتل چې په هغې باندې احسان وکړي.
21
عیسی د هغې څخه پوښتنه وکړه: «څه غواړې؟» هغې وویل: «زما سره وعده وکړه چې ستا په پاچاهۍ کې دې زما دا دواړه زامن ستا په څنګ کې کښېني، یو دې ښي لاس ته کښېني او بل چپ لاس ته.»
22
عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: «تاسو نه پوهېږئ چې څه غواړئ. کومه پیاله چې زه به یې څښم تاسو هغه څښلی شئ؟» هغوی ځواب ورکړ: «هو، مونږ یې کولای شو.»
23
عیسی هغوی ته وویل: «بې له شکه، تاسو به زما پیاله وڅښئ، خو دا زما په اختیار کې نه ده چې څوک به زما ښي یا چپ لاس ته کښېني. دا ځایونه د هغو خلکو دپاره دي چې زما پلار ورته تیار کړي دي.»
24
کله چې هغو نورو لسو شاګردانو دا واورېدل، نو هغوی د هغو دوو ورونو څخه خفه شول.
25
خو عیسی هغوی راوغوښتل او ورته ویې ویل: «تاسو پوهېږئ چې په نړۍ کې د غیریهودیانو واکمنان په خپلو خلکو باندې باداري کوي او مشران یې ورته خپل زور ښایي.
26
خو په تاسو کې دې داسې نه وي. که په تاسو کې څوک غواړي چې لوی وګڼل شي، نو باید د نورو خدمتګار شي
27
او هرڅوک چې غواړي د ټولو څخه اول شي باید د نورو خدمت وکړي.
28
حتی د انسان زوی د دې دپاره نه دی راغلی چې خدمت یې وشي بلکې د نورو خدمت وکړي او خپل ژوند د ډېرو خلکو د خلاصون دپاره قربان کړي.»
29
کله چې عیسی او د هغه شاګردان د اریحا د ښار څخه تلل، نو ګڼ شمېر خلک ورپسې روان وو.
30
د لارې په غاړه دوه ړانده ناست وو. کله چې هغوی خبر شول چې عیسی په دې لاره تېریږي، نو چیغې یې کړې: «ای ښاغلیه، ای د داود زویه! په مونږ رحم وکړه.»
31
خلکو هغوی ورټل او ورته ویې ویل چې غلي شئ. خو هغوی نورې هم چیغې ووهلې: «ای ښاغلیه، ای د داود زویه! په مونږ رحم وکړه.»
32
عیسی ودرېده او هغوی ته یې غږ وکړ او پوښتنه یې ترې وکړه: «زما نه څه غواړئ چې درته ویې کړم؟»
33
هغوی ورته وویل: «ای ښاغلیه، غواړو چې سترګې مو بینا شي.»
34
د عیسی زړه ورباندې وسوځېده او د هغوی په سترګو یې لاس کېښود او هغوی سمدلاسه بینا شول او په هغه پسې روان شول.
← Chapter 19
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 21 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
Recommended Reading
Commentary
Matthew Commentaries
→
Devotional
Matthew Devotional Guide
→
Get This Bible
Pashto (Afghan Pashto Bible) Study Bible
→