bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
Matthew 3
Matthew 3
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 4 →
1
په هغو ورځو کې تعمید ورکوونکی یحیی راغی او د یهودیې په دښته کې یې وعظ کاوه او ویل یې:
2
«توبه وباسئ، ځکه چې اسماني پاچاهي نژدې ده.»
3
دا هغه څوک دی چې اشعیا نبي د هغه په هکله خبرې کړې وې او ویلي یې وو: یو څوک چیغې وهي دښته کې کړئ تیاره د څښتن دپاره لاره لاره کړئ سمه د هغه دپاره
4
یحیی داسې کالي اغوستل چې د اوښ د وړیو څخه جوړ شوي وو او د څرمنې کمربند به یې له ملا تړلو او ملخان او ځنګلي شات به یې خوراک ؤ.
5
خلک به د اورشلیم او ټولې یهودیې او د اردن سیند ته د نژدې سیمو څخه هغه ته راتلل.
6
هغوی به په خپلو ګناهونو اقرار کاوه او د اردن په سیند کې یې د یحیی په لاس د تعمید غسل اخیستلو.
7
خو کله چې یحیی ولیدل چې ډېر فریسیان او صدوقیان د تعمید غسل د اخیستلو دپاره راځي، نو هغوی ته یې وویل: «ای د مارانو بچیانو! تاسو ته چا خبرداری درکړی دی چې د راتلونکي غضب څخه وتښتئ؟
8
نو بیا داسې کارونه وکړئ چې دا وښایي چې تاسو د ګناهونو نه توبه ویستلې ده.
9
د خپلو ځانونو سره داسې مه وایئ چې په مونږ به هېڅ هم نه کیږي، ځکه چې ابراهیم زمونږ نیکه دی. زه تاسو ته وایم چې خدای کولای شي د دې تیږو څخه هم ابراهیم ته اولادونه پیدا کړي.
10
همدا اوس د ونو بېخونو ته تبر نیول شوی دی او هره ونه چې ښه مېوه نه نیسي هغه به ووهل شي او په اور کې به واچول شي.
11
زه تاسو ته د توبې ویستلو په خاطر په اوبو باندې د تعمید غسل درکوم، خو زما څخه وروسته چې څوک راروان دی، هغه زما څخه ډېر زورور دی. زه د هغه د څپلیو د راپورته کولو لایق هم نه یم. هغه به تاسو ته په روح القدس او اور د تعمید غسل درکړي.
12
هغه خپله ښاخۍ په لاس کې نیولې ده او په هغې باندې به خپل درمند پاکوي. غنم به په ګودام کې ټولوي، خو بوس به په هغه اور کې سوځوي چې هېڅکله نه مړ کیږي.»
13
بیا عیسی د جلیل څخه د اردن سیند ته راغی، ترڅو د یحیی په لاس د تعمید غسل واخلي.
14
یحیی کوښښ وکړ چې هغه د دې کار نه منع کړي او ورته ویې ویل: «زه باید ستا په لاس د تعمید غسل واخلم، خو ته ماته راځې؟»
15
خو عیسی په ځواب کې وویل: «پرېږده چې اوس همداسې وشي، ځکه چې دا زمونږ دپاره ښه ده چې د خدای رضا پوره کړو.» بیا یحیی ومنله.
16
کله چې عیسی د تعمید غسل واخیست، نو سمدلاسه د اوبو څخه راووت. بیا د اسمان دروازه پرانیستل شوه او هغه د خدای روح ولیده چې د کوترې په شکل رانازل شو او په هغه باندې کښېناست.
17
بیا د اسمان څخه یو اواز راغی او ویې ویل: «دا زما ګران زوی دی چې زه ترې خوشحاله یم.»
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 4 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28