bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
Matthew 28
Matthew 28
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 27
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
1
د سبت ورځ تېره شوه او د یکشنبې سهار وختي ؤ چې مریم مجدلیه او هغه بله مریم د قبر لیدلو ته لاړلې.
2
ناڅاپه یوه سخته زلزله وشوه، ځکه چې د څښتن فرښته له اسمانه راښکته شوه، قبر ته ورغله او هغه تیږه یې بېرته راورغړوله او ورباندې کښېناستله.
3
د هغې مخ د برېښنا په شان ځلېده او کالي یې د واورې په شان سپین وو.
4
ساتونکي له وېرې ولړزېدل او لکه د مړو په شان په ځمکه ولوېدل.
5
خو فرښتې هغو ښځو ته وویل: «مه وېرېږئ، زه پوهېږم چې تاسو عیسی لټوئ چې په صلیب باندې ځړول شوی ؤ.
6
هغه دلته نشته. لکه څنګه چې هغه خپله ویلي وو، هغه راژوندی شوی دی. راشئ او هغه ځای وګورئ چې هغه په کې پروت ؤ.
7
نو بیا زر لاړې شئ او د هغه شاګردانو ته ووایئ چې عیسی د مړو نه راژوندی شوی دی. ګورئ، هغه ستاسو څخه مخکې جلیل ته ځي او تاسو به یې هلته ووینئ. څه چې مې درته وویل هغه یاد ساتئ.»
8
نو هغوی په بیړه د قبر څخه روانې شوې او په وېرې او ډېرې خوشحالۍ سره په منډه منډه لاړې چې شاګردان خبر کړي.
9
ناڅاپه عیسی د هغوی سره مخامخ شو او ویې ویل: «سلام دې وي په تاسو!» هغوی ورغلې او د هغه په پښو کې پرېوتلې او سجده یې ورته وکړه.
10
بیا عیسی هغوی ته وویل: «مه وېرېږئ. لاړې شئ او زما ورونو ته ووایئ چې جلیل ته لاړ شي او هلته به ما وویني.»
11
په هغه وخت کې چې ښځې په لاره روانې وې، یو څو عسکره چې د قبر ساتنه یې کوله، ښار ته لاړل او څه چې پېښ شوي وو هغه یې مشرانو کاهنانو ته وویل.
12
کله چې مشرانو کاهنانو د قوم د مشرانو سره لیدنه کتنه وکړه او مشوره یې وکړه او هغوی ساتونکو ته زیات رشوت ورکړ
13
او ورته ویې ویل: «تاسو باید خلکو ته داسې ووایئ، کله چې د شپې مونږ ویده وو، نو د هغه شاګردان راغلي او د هغه مړی یې غلا کړی دی.
14
که چېرې دا خبره د والي غوږ ته ورسیږي، نو مونږ به هغه ته قناعت ورکړو چې تاسو بې ګناه یئ او نه پرېږدو چې د کومې ستونزې سره مخ شئ.»
15
نو ساتونکو پیسې واخیستې او څه چې ورته ویل شوي وو هماغسې یې وکړل. یهودیان تر نن ورځې پورې یو بل ته دا کیسه کوي.
16
بیا یوولس شاګردان د جلیل هغه غره ته لاړل چې عیسی ورته ویلي وو چې لاړ شي.
17
کله چې هغوی عیسی ولیده، نو ورته په سجده شول. خو په هغوی کې ځینې ورباندې شکمن وو.
18
بیا عیسی هغوی ته نژدې ورغی او ورته ویې ویل: «د ځمکې او اسمان ټول واک او اختیار ماته راکړل شوی دی.
19
لاړ شئ او ټول قومونه زما پیروان کړئ او هغوی ته د پلار او زوی او روح القدس په نوم د تعمید غسل ورکړئ.
20
هغوی ته دا تعلیم ورکړئ چې په هغو ټولو حکمونو باندې عمل وکړي چې تاسو ته مې درکړي دي. او په دې باور ولرئ چې زه به تل او د نړۍ تر پایه ستاسو سره مل یم.»
← Chapter 27
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28