bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
Matthew 4
Matthew 4
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 5 →
1
بیا روح القدس عیسی دښتې ته بوته چې د شیطان له خوا وازمایل شي.
2
عیسی څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې روژه ونیوله او په پای کې وږی شو.
3
بیا شیطان ورنژدې شو او ورته ویې ویل: «که ته د خدای زوی یې، نو دې تیږو ته ووایه چې په ډوډۍ باندې بدلې شي.»
4
خو عیسی په ځواب کې وویل: «د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: انسان یوازې په ډوډۍ نه، بلکې په هرې یوې خبرې باندې ژوندی دی چې د خدای د خولې څخه راوځي.»
5
بیا شیطان هغه سپېڅلي ښار اورشلیم ته بوته او د خدای د کور په مناره باندې یې ودراوه
6
او ورته ویې ویل: «که ته د خدای زوی یې، نو خپل ځان ښکته وغورځوه، ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: هغه به ستا دپاره فرښتو ته حکم وکړي او هغوی به تا په خپلو لاسونو کې پورته کړي، ترڅو پښه دې په تیږه ونه لګیږي.»
7
عیسی ځواب ورکړ: «د خدای په کلام کې دا هم لیکل شوي دي: خپل څښتن خدای مه ازمایئ.»
8
بیا شیطان هغه یو ډېر لوړ غره ته وخېژاوه او د نړۍ ټولې پاچاهۍ او د هغوی شان او شوکت یې ورته وښود
9
او ورته ویې ویل: «که ته ماته سجده وکړې او زما عبادت وکړې نو دا ټول به تاته درکړم.»
10
بیا عیسی هغه ته وویل: «ورک شه شیطانه! ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: خپل څښتن خدای ته عبادت کوه او یوازې د هغه خدمت کوه.»
11
نو شیطان هغه پرېښود او فرښتې د هغه په خدمت کې حاضرې شوې.
12
کله چې عیسی واورېدل چې یحیی په زندان کې اچول شوی دی، نو هغه جلیل ته لاړ.
13
هغه په ناصرې کې پاتې نه شو او کپرناحوم ته چې د جلیل د بحیرې په غاړه د زبولون او نفتالي په سیمه کې پروت دی، لاړ او هلته پاتې شو،
14
ترڅو هغه خبرې چې خدای د اشعیا نبي په وسیله کړې وې رښتیا شي:
15
د زبولون او نفتالي سیمې د بحیرې په غاړه او د اردن د سیند بلې غاړې ته پرتې دي. یعنې د جلیل په سیمه کې چې غیریهودیان په کې اوسیږي.
16
کوم خلک چې په تیارو کې اوسیږي هغوی به یوه لویه رڼا وویني او په هغو خلکو باندې به چې د مرګ په سیوری کې اوسیږي د سهار رڼایي وځلیږي.
17
د هماغه وخت نه عیسی دا وعظ پیل کړ: «توبه ګار شئ، ځکه چې اسماني پاچاهي رانژدې شوې ده.»
18
کله چې عیسی د جلیل د بحیرې په غاړه ګرځېده، نو دوه ورونه یې ولیدل چې یو یې شمعون ؤ چې د پطروس په نوم هم یادېده او بل د هغه ورور اندریاس ؤ. هغوی په بحیرې کې جال اچاوه، ځکه چې هغوی ماهیګیران وو.
19
عیسی هغوی ته وویل: «ما پسې راځئ او زه به تاسو ته وښایم چې څنګه د ماهیانو په ځای انسانان ونیسئ.»
20
هغوی سمدلاسه خپل جالونه پرېښودل او هغه پسې روان شول.
21
عیسی له هغه ځای څخه روان شو او دوه نور کسان یې ولیدل چې سره ورونه وو چې یعقوب او یوحنا نومېدل او د زبدي زامن وو. هغوی د خپل پلار سره په کشتۍ کې جالونه تیارول. عیسی هغوی راوغوښتل.
22
هغوی سمدلاسه خپل پلار او کشتۍ پرېښودل او په هغه پسې روان شول.
23
عیسی په ټول جلیل کې ګرځېده، د هغوی په کنیسو کې یې تعلیم ورکاوه او د خدای د پاچاهۍ زېری یې خپراوه او خلکو ته یې د هر ډول ناروغیو او رنځونو څخه شفا ورکوله.
24
نو هغه په ټوله سوریه کې مشهور شو او خلکو به ټول هغه کسان چې په ډول ډول ناروغیو او دردونو باندې اخته وو او هغه خلک چې پېریانو نیولي وو، میرګي یې درلودل او یا ګوډان او شلان وو، هغه ته راوستل او هغه به روغول.
25
ګڼ شمېر خلک د جلیل، دکاپولس، اورشلیم، یهودیې او د اردن د سیند د بلې غاړې د سیمې خلک ورپسې روان شول.
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 5 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28