bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Ephesians 1
Ephesians 1
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 2 →
1
دَ پولوس له طرفه چه دَ خُدائے په مرضئ دَ مسيح عيسىٰ رسُول دے، دَ هغو پاکانو په نُوم چه په اِفِسوس کښے دى اَؤ دَ مسيح عيسىٰ ايماندارو شاګردانو ته،
2
دَ پلار خُدائے اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح له طرفه دِ تاسو سره فضل اَؤ سلامتى وى.
3
زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ خُدائے اَؤ پلار ثنا دِ وى څوک چه مُونږ ته دَ مسيح په وسيله په آسمانى ځايُونو کښے هر قِسم رُوحانى برکتُونه راکوى.
4
ځکه چه هغۀ مُونږ په خپلے مينے کښے دَ دُنيا دَ پيدايښت نه مخکښے په مسيح کښے غوره کړلُو چه مُونږ دَ هغۀ په نِزد پاک اَؤ بے عيبه شُو.
5
اَؤ هغۀ دَ خپلے مرضئ دَ نيکے اِرادے په مُطابق مُونږ دَ ځان دَ پاره مُقرر کړلُو چه دَ عيسىٰ مسيح په وسيله دَ هغۀ بچى شو،
6
دَ پاره دَ دے چه دَ هغۀ دَ فضل دَ جلال ستائنه وى چه مُونږ ته ئے په هغه محبُوب کښے ويړيا راوبخښه.
7
مُونږ ته دَ مسيح دَ وينے په وسيله خلاصُون، يعنے دَ ګُناهونو مُعافى، دَ هغۀ دَ هغه فضل دَ دولت په مُطابق حاصله ده،
8
چه هغۀ په هر جوړ حِکمت اَؤ پوهه په مُونږ پريمانه نازله کړه.
9
نو هغۀ دَ خپلے مرضئ راز دَ خپلے هغے نيکے اِرادے په مُطابق په مُونږ ظاهر کړو کُوم چه مسيح له مخکښے نه پُوره کوُونکے وو.
10
دا اِراده چه دَ وخت دَ پُوره کيدو سره به مُکمله شى، چه په مسيح کښے ټول څيزُونه راغُونډ شى، که هغه په آسمان کښے وى يا په مزکه.
11
خُدائے هر څۀ دَ خپلے مرضئ اَؤ دَ اِرادے په مُطابق کوى اَؤ هغۀ مُونږ په مسيح کښے غوره کړلُو چه مُونږ دَ هغۀ شُو. دا هر څۀ دَ هغه اِرادے په مُطابق چه خُدائے په ازل کښے کړى وُو، وشول،
12
دَ دے دَ پاره چه مُونږ چه دَ اول نه په مسيح اُميد تړلے وو، دَ هغۀ دَ جلال دَ ستائينے باعث شُو.
13
اَؤ تاسو هم دَ هغۀ خلق جوړ شوئ، کله چه تاسو دَ حق کلام واؤريدو، يعنے هغه زيرے چه تاسو پرے خلاصُون ومُوندلو، اَؤ بيا په هغۀ مو ايمان راؤړو اَؤ خُدائے دَ خپلے وعدے په مُطابق په تاسو دَ رُوحُ القُدس مُهر ولګوو.
14
هم هغه رُوح چه زمُونږ دَ ميراث ضمانت دے، تر څو چه مُونږ هغه ټول څيزُونه ومُومو چه خُدائے ئے مُونږ سره وعده کړى وه، چه مُونږ دَ خُدائے دَ خلاصُون په وسيله دَ هغۀ ملکيت يُو، نو دَ هغۀ دَ جلال دِ ستائينه وى.
15
زَۀ په دے وجه دَ هغه ايمان چه ستاسو په مينځ کښے په مالِک مسيح دے اَؤ هغه مينه چه دَ ټولو پاکانو سره لرئ په آؤريدو
16
ستاسو په باب کښے دَ شکر ويستو نه پاتے کيږم نه، اَؤ په خپلو دُعاګانو کښے تاسو يادوم،
17
چه زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح خُدائے چه دَ جلال پلار دے تاسو له خپل رُوحُ القُدس درکړى اَؤ هغه رُوح تاسو له حِکمت درکړى، اَؤ چه تاسو ته به ئے خُدائے ظاهر کړى چه تاسو هغه ښه وپيژنئ.
18
اَؤ زَۀ غواړم چه ستاسو دَ زړۀ سترګے روښانه شى چه تاسو پوهه شئ چه هغۀ تاسو دَ څومره لوئے اُميد دَ پاره رابللى يئ، يعنے هغه شاندار ميراث چه هغۀ دَ خپلو خلقو دَ پاره ساتلے دے څومره لوئے دولت دے،
19
اَؤ زمُونږ ايمان راوړُونکو دَ پاره دَ هغۀ لوئے قُدرت څومره بيشانه دے. دا زوره ور قُوت په مُونږ کښے خپل اثر اچوى.
20
دا هم هغه قُوت دے چه دَ کُوم په وسيله چه خُدائے مسيح له مړو نه بيا راژوندے کړو اَؤ خپل ښى لاس ته ئے په آسمان کښے کښينولو.
21
اَؤ هلته ئے مسيح دَ هر قِسم حُکومت اَؤ اِختيار اَؤ قُدرت اَؤ رياست اَؤ دَ هر يو نُوم نه زيات اُوچت کړو کُوم چه به نۀ تش په دے جهان کښے بلکه په راتلُونکى جهان کښے هم آخستلے شى.
22
اَؤ هر څۀ ئے دَ هغۀ دَ پښو دَ لاندے کړل اَؤ هغه ئے دَ ټولو څيزُونو سردار جوړ کړو، اَؤ جماعت له ئے ورکړو چه هغه دَ جماعت مالِک شى.
23
جماعت دَ مسيح بدن دے، دا بدن دَ هغۀ نه کامل کيږى چه هغه له ټولو نه په هر څۀ کښے کامل وى.
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6