bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Ephesians 6
Ephesians 6
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
1
اَئے بچو! ايماندارانو ته په کار دى چه دَ خپل مور اَؤ پلار حُکم منى ځکه چه دا ښه کار دے.
2
”دَ خپل پلار اَؤ دَ خپلے مور عزت کوئ،“ دا اول حُکم دے چه دا لوظ هم ورسره دے
3
چه ”ستا په کښے خير دے اَؤ په مزکه به دِ عُمر ډير شى.“
4
اَؤ اَئے پلارانو! تاسو خپلو بچو له غصه مه ورولئ بلکه دَ مالِک په طريقه هغوئ ته تربيت اَؤ نصيحت کوئ اَؤ پرورش ئے کوئ.
5
اَئے غُلامانو! په مزکه دَ خپلو مالِکانو په ويره اَؤ رپيدو سره تابعدارى کوئ، داسے په صفا زړۀ لکه چه دَ مسيح کوئ.
6
اَؤ دَ سړو دَ خوشحالوُونکو په شان تش دَ نُمائش خدمت مه کوئ بلکه دَ مسيح دَ غُلامانو په شان دَ زړۀ دَ اِخلاصه دَ خُدائے رضا پُوره کوئ.
7
اَؤ دا خدمت دَ اِنسان نه، بلکه داسے وګڼئ چه دَ مالِک دے.
8
ځکه چه تاسو ته معلُومه ده چه هر څوک چه څۀ رنګ ښۀ کار کوى، که غُلام وى که آزاد، دَ مالِک نه به دَ هغے بدل مُومى.
9
اَئے مالِکانو! تاسو هم دَ هغوئ سره دغه شان سلُوک کوئ. هغوئ ته زورنے مه ورکوئ. خبردار، تاسو دواړه په آسمان کښے يو مالِک لرئ اَؤ هغه دَ هيچا طرفدار نۀ دے.
10
لنډه دا چه تاسو دَ مالِک په يووالى اَؤ دَ هغۀ په زورور طاقت کښے خپل توان پيدا کړئ.
11
دَ خُدائے په ټولو وسلو ځان سنبال کړئ دَ دے دَ پاره چه تاسو دَ اِبليس دَ منصُوبو مقابلے ته ټينګ ودريدے شئ.
12
ځکه چه زمُونږ جنګ دَ اِنسان خلاف نۀ دے بلکه دَ فساد دَ هغه روحانى لښکرو چه په آسمانى ځايُونو کښے دى، دَ حکُومت دَ خاوندانو، دَ اِختيار لرُونکو اَؤ دَ دے دُنيا دَ تيارے دَ حاکمانو سره دے.
13
دَ دے دَ پاره تاسو دَ خُدائے وسلے واغوندئ، بيا به تاسو دَ دے جوګه شئ چه په بده ورځ کښے دَ مُقابلے دَ پاره ودريږئ اَؤ ټول کارُونه پُوره کړئ اَؤ بيا هم قائم پاتے شئ.
14
زَۀ تاسو ته وايم چه مضبوط ودريږئ اَؤ دَ حقيقت په پټئ ملا وتړئ اَؤ دَ صداقت زغره واغوندئ.
15
اَؤ دَ صُلح دَ زيرى پيزار په پښو کړئ.
16
اَؤ دَ هغه ټولو سره دَ ايمان ډالُونه پورته کړئ چه دَ هغے په وسيله به تاسو دَ شيطان دَ شُغلو ټول غشى مړۀ کړئ.
17
اَؤ دَ خلاصُون ټوپئ اَؤ دَ رُوحُ القُدس تُوره راواخلئ چه دَ خُدائے کلام دے.
18
اَؤ هر وخت په هر شان په رُوحُ القُدس کښے دُعا کوئ اَؤ زارى کوئ، اَؤ دَ دے دَ پاره بيدار اوسئ اَؤ دَ ټولو پاکانو دَ پاره بے ناغے دُعا کوئ.
19
اَؤ زما دَ پاره هم دُعا کوئ دَ دے دَ پاره چه دَ وئيلو په وخت ما ته دَ کلام توفيق راکړے شى چه زَۀ پرے دَ زيرى رازُونه په زړه ورتيا ظاهر کړم
20
چه دَ چا دَ خاطره زَۀ په زنځيرُونو تړلے سفير يم. دُعا کوئ چه زَۀ په زړه ورتيا خبرے وکړم لکه څنګه چه خبرے کول په ما فرض دى.
21
تاسو به دا معلُومول غواړئ چه زَۀ څنګه يم، اَؤ څۀ کوم. تخيکوس چه زما خوږ ورور دے اَؤ دَ مالِک په کار کښے اِتبارى خادم دے، هغه به تاسو ته هر څۀ ووائى.
22
زَۀ هغه تاسو ته په دے غرض دراستوم چه تاسو به زمُونږ دَ ټولو دَ حالت نه خبر شئ اَؤ هغه به ستاسو زړُونه سر دوباره زړه ور کړى.
23
دَ خُدائے پلار اَؤ مالِک عيسىٰ مسيح له طرفه دِ وروڼو ته سلامتى حاصله وى اَؤ په هغوئ کښے دِ دَ ايمان سره مينه وى.
24
څوک چه زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح لازواله مينه لرى، په هغوئ ټولو دِ دَ خُدائے فضل نازل وى.
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
All chapters:
1
2
3
4
5
6