bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Ephesians 5
Ephesians 5
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 6 →
1
اَئے په خُدائے ګرانو بچو! کوشِش کوئ چه دَ هغۀ په څير لاړ شئ.
2
اَؤ داسے مينه کوئ لکه چه مسيح تاسو سره وکړله اَؤ زمُونږ دَ پاره ئے خپل ځان دَ خوشبوئ په شان خُدائے ته نذرانه کړو اَؤ قُربان شو.
3
اَؤ څنګه چه پاکانو له پکار دى په تاسو کښے دِ دَ حرامکارئ، يا دَ هيڅ قِسم ناپاکئ، يا لالچ ذکر قدرے هم نۀ وى،
4
اَؤ نۀ بے شرمى، نۀ کم عقلے خبرے اَؤ نۀ وشتے ملنډے، ځکه چه دا بے ځايه خبرے دى دَ دِے په ځائے دَ خدائے شکر کوئ.
5
ځکه چه تاسو ته دا ښه معلُومه ده چه دَ حرامکار، ناپاک، يا حرصناک چه دَ بُت پرست په شان دے، دَ مسيح اَؤ دَ خُدائے په بادشاهئ کښے دَ ميراث حق نِشته.
6
تاسو دِ هيڅوک په تشو دليلُونو ونۀ غُلوى ځکه چه هم دَ دے په وجه دَ خُدائے غضب په هغوئ نازليږى څوک چه دَ هغۀ نافرمانى کوى.
7
نو دَ هغوئ په کارُونو کښے شريکيږئ مه.
8
ځکه چه اول تاسو تيارۀ وئ خو اوس دَ مالِک په يووالى کښے تاسو نُور يئ. نو دَ هغه خلقو په شان وچليږئ چه نُور وى،
9
دَ دے دَ پاره چه دَ نُور ميوه هم هر قِسم نيکى، صداقت اَؤ حقيقت ده.
10
اَؤ دا معلُوموئ چه مالِک په څۀ خوشحاليږى.
11
اَؤ دَ تيارے په بے فائدے کارُونو کښے حصه مه آخلئ بلکه هغوئ ته بد وايئ.
12
اَؤ کُوم کارُونه چه هغوئ په پټه کوى، دَ هغے ذکر قدرے هم دَ شرم خبره ده.
13
اَؤ هر کله چه يو څيز دَ نُور لاندے راشى نو هغه څرګند شى.
14
هر څۀ چه څرګند شى لکه دَ نُور روښانه شى ځکه داسے وئيلى شوى دى چه : ”اَئے اُودو! ويښ شئ، دَ مړو نه راپاڅئ! نو دَ مسيح نُور به په تاسو روښانه شى“
15
اوس دے ته پام وکړئ چه تاسو څنګه چليږئ. دَ ناپوهو په شان نه، بلکه دَ هوښيارانو په شان چليږئ.
16
اَؤ وخت غنيمت وګڼئ ځکه چه زمانه بده ده.
17
نو ځکه کم عقل کيږئ مه بلکه په دے ځان پوهه کړئ چه دَ مالِک مرضى څۀ ده.
18
اَؤ په شرابو مستيږئ مه ځکه چه دَ دے نه بدکارى پيدا کيږى، بلکه په پاک رُوح معمُور شئ.
19
اَؤ په خپلو کښے زبُور، سندرے اَؤ رُوحانى غزلے وايئ، اَؤ په خپلو زړُونو کښے دَ مالِک سندرے اَؤ حمدُونه وايئ.
20
اَؤ په ټولو خبرو کښے زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په نُوم زمُونږ دَ خُدائے پلار هر وخت شکر کوئ.
21
اَؤ دَ مسيح دَ اِحترام له خاطره دَ يو بل تابعدارى کوئ.
22
اَئے ښځو! دَ خپلو خاوندانو داسے تابعدارے اوسئ لکه چه دَ مالِک.
23
لکه چه مسيح دَ جماعت سر دے اَؤ هغه په خپله دَ بدن بچ کوُونکے دے دغسے هر خاوند دَ ښځے سر دے.
24
نو لکه څرنګ چه جماعت دَ مسيح تابع دے دغه شان دِ ښځے هم په هره خبره کښے دَ خپلو خاوندانو تابع وى.
25
اَئے خاوندانو! دَ خپلو ښځو سره مينه کوئ لکه څنګه چه مسيح دَ جماعت سره مينه کړے ده اَؤ خپل ځان ئے دَ هغۀ دَ پاره مرګ ته سپارلے دے،
26
دَ دے دَ پاره چه هغۀ ته دَ کلام سره په اوبو غُسل ورکړى، پاک ئے کړى اَؤ مُقدس ئے کړى،
27
اَؤ داسے دَ جلال جماعت ساز کړى اَؤ ځان ته ئے حاضر کړى، چه په بدن کښے ئے نۀ داغ وى، نۀ ګُنجے، اَؤ نۀ په کښے بل داسے څۀ څيز وى، بلکه پاک اَؤ بے عيبه وى.
28
دغه شان خاوندانو ته لازم دى چه دَ خپلو ښځو سره دَ خپل بدن په شان مينه کوى. څوک چه دَ خپلے ښځے سره مينه کوى هغه دَ خپل ځان سره مينه کوى.
29
ځکه چه چرے هم چا دَ خپل بدن سره دُښمنى نۀ ده کړے بلکه هغه پالى اَؤ پرورش ئے کوى، داسے لکه چه مسيح دَ جماعت کولو.
30
ځکه چه مُونږ دَ هغۀ دَ بدن اَندامُونه يُو.
31
”هم دغه وجه ده چه سړے به دَ پلار اَؤ دَ مور نه بيل شى اَؤ دَ خپلے ښځے سره به اوسيږى، اَؤ هغه دواړه به يو بدن شى.“
32
دا يو لوئے راز دے خو زَۀ ئے دَ عيسىٰ اَؤ جماعت په حقله وايم.
33
بهر حال په تاسو کښے دِ هم هر يو دَ خپلے ښځے سره دَ خپل ځان په شان مينه کوى، اَؤ ښځه دِ هم دَ دے خيال ساتى چه دَ خاوند عزت کوى.
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 6 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6