bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Ephesians 4
Ephesians 4
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 5 →
1
نو زَۀ چه دَ مالِک په وجه قيد شوے يم، تاسو ته خواست کوم چه په کُومه بلنه چه تاسو راغوښتے شوى وئ دَ هغے په شان ژوند تيروئ.
2
يعنے پُوره په عاجزئ، نرمئ، صبر اَؤ په مينه يو بل زغمئ.
3
اَؤ دا کوشِش کوئ چه کُوم يووالے چه رُوحُ القُدس درکوى، دَ صُلح په تړُون ئے وتړئ.
4
بدن يو دے اَؤ رُوحُ القُدس هم يو، نو تاسو چه رابللے شوى وئ نو دَ خپلو رابللو اُميد مو هم يو دے،
5
يو مالِک دے، يو ايمان، يوه بپتسمه،
6
اَؤ دَ ټولو خُدائے اَؤ پلار هم يو دے څوک چه دَ ټولو دَ پاسه، دَ ټولو په مينځ کښے اَؤ په ټولو کښے دے.
7
اَؤ په مُونږ کښے هر يو له دَ مسيح دَ بخښنے دَ اَندازے په مُطابق نعمتُونه راکړى شوى دى.
8
دغه وجه ده چه هغه فرمائى چه : ”هر کله چه هغه دَ آسمان نه پورته وختلو نو قيديان ئے دَ ځان سره بوتلل اَؤ خلقو له ئے تُحفے ورکړلے.“
9
دَ هغۀ پورته په ختو نور څۀ مطلب کيدے نۀ شى بے له دے نه چه دَئے دَ مزکے لاندے برخے ته هم راکُوز شوے وو.
10
اَؤ دا راکُوز شوے هغه دے څوک چه دَ ټولو آسمانُونو نه هم پورته ختلے دے، دَ دے دَ پاره چه ټول کائنات معمُور کړى.
11
اَؤ هغۀ ځنے رسُولان، ځنے نبيان اَؤ ځنے ئے زيرے آؤروُونکى اَؤ ځنے شپانۀ اَؤ اُستاذان مقرر کړى دى،
12
دَ دے دَ پاره چه دَ خُدائے خلق دَ خدمت دَ پاره تيار شى اَؤ دَ مسيح بدن په مُونږ کښے وده ومُومى،
13
تر څو چه مُونږ ټول په ايمان راوړلو کښے يو شُو اَؤ دَ خُدائے زوئے په ښۀ شان وپيژنو. دغسے به مُونږ په ايمان کښے بالغان شُو، يعنے دَ مسيح په شان به کامل شُو،
14
دَ دے دَ پاره چه مُونږ نور وړاندے ماشُومان پاتے نۀ شُو اَؤ دَ خلقو دَ چل ول اَؤ مکارئ په تعليم لکه دَ چپو ديخوا اخوا نۀ ګرزُو. داسے تعليم ورکووُنکى دَ خپلو منصُوبو په وجه خلق ګمراه کوى.
15
بلکه مُونږ ته په مينه کښے حقيقت وئيل په کار دى اَؤ دَ مسيح په شان جوړيدلو سره په مخه تلل، چه هغه دَ بدن سر دے.
16
دَ هغۀ په وسيله دَ بدن هره يوه حصه يو ځائے کيږى اَؤ دَ بدن دَ خپل هر يو پيوند په مدد قائم وى، چُنانچه دَ بدن هره يوه حِصه په ښۀ شان کار کوى نو ټول بدن پرے وده کوى اَؤ په مينه کښے ترقى هم مُومى.
17
ځکه زَۀ دا وايم اَؤ په مالِک کښے درته دا تاکيد کوم لکه چه غير قومُونه دَ خپلو فضُولو خيالاتو په مُوافق روان دى، تاسو دَ آئنده دَ پاره داسے مه چليږئ.
18
ځکه چه دَ هغوئ په عقل پړدے پرتے دى، اَؤ دَ هغه ناپوهئ په سبب چه دوئ ئے لرى اَؤ دَ خپلو زړُونو دَ سختئ له کبله دَ خُدائے دَ ژوندُون نه بهر دى.
19
هغوئ دَ بے شرمئ سره شهوت پرستى اِختيار کړے ده دَ دے دَ پاره چه هر ګنده کار په حرص وکړى.
20
خو تاسو دَ مسيح داسے تعليم نۀ دے مُوندلے.
21
تاسو خو دَ هغه حقيقت په مُطابق چه په عيسىٰ کښے دے، دَ هغه مو واؤريدل، اَؤ په هغۀ کښے به مو دا تعليم مُوندلے وى،
22
چه تاسو دَ خپل زوړ چلند هغه زوړ اِنسانيت پريږدئ کُوم چه دَ فريب دَ شهوتُونو په سبب لګيا دے خرابيږى.
23
په کار دى چه ستاسو زړۀ اَؤ دماغ دِ بيخى نوے شى.
24
اَؤ نوے اِنسانيت خپل کړئ کُوم چه دَ خُدائے په مُطابق دَ حقيقت په صداقت اَؤ پاکوالى کښے ښکاره کيږى.
25
نو بس دروغ وئيل پريږدئ اَؤ هر څوک دِ دَ خپل ګاونډى سره رښتيا ووائى ځکه چه مُونږ ټول دَ يو بدن اَندامُونه يُو.
26
که چرته غُصه شوئ نو په غُصه کښے ګُناه مه کوئ اَؤ خپله غُصه دَ نمر دَ پريوتو نه اخوا مه اُوږدوئ،
27
اَؤ اِبليس ته موقعه مه ورکوئ.
28
غل دِ بيا غلا ونۀ کړى بلکه څۀ ښۀ کسب دِ شروع کړى اَؤ په خپلو لاسُونو دِ محنت اَؤ ګټه کوى، دَ دے دَ پاره چه حاجتمندو ته دَ ورکولو دَ پاره دَ هغۀ سره هم څۀ وى.
29
ستاسو دَ خُلے نه دِ هم يوه خرابه خبره ونۀ شى بلکه هغه ښه خبره چه دَ ضرورت په مُطابق دَ ترقئ دَ پاره غوره وى، دَ دے دَ پاره چه دَ هغے له مخے دَ هغے په آؤريدُونکو فضل کيږى.
30
اَؤ دَ خُدائے پاک رُوح خفه کوئ مه، دَ کُوم نه چه په تاسو دَ خلاصُون دَ ورځ دَ پاره مُهر لګولے شوے دے.
31
دَ هر قِسم تريخوالى، قهر، غضب، شور زوږ، بد خواهش اَؤ بد خويُونه دِ له تاسو نه لرے وى
32
اَؤ هر يو په بل مهربانه اوسئ اَؤ يو تر بله نرمى کوئ، اَؤ لکه چه خُدائے په مسيح کښے ستاسو ګُناهُونه معاف کړل، تاسو هم يو بل معاف کوئ.
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 5 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6